چک جمهوریت کې پارلماني انتخابات؛ د اوسني صدراعظم اندري بابېش شهرت ازمویل کېږي
![چک جمهوریت کې پارلماني انتخابات؛ د اوسني صدراعظم اندري بابېش شهرت ازمویل کېږي](https://gdb.rferl.org/70AD5732-B10B-443C-8486-E0AB72474F6D_w800_h450.jpg)
په چک جمهوریت کې نن پارلماني انتخابات کېږي. دا انتخابات به د اوسني صدراعظم اندري بابېش شهرت وازمويي.
نظرپوښتنې ښيي چې بابېش او د ده (اې اېن او) ګوند ممکن په دې انتخاباتو کې چې سبا هم دوام کوي، په لږ توپیر وړاندې شي، خو له دې ډېر لیرې دی چې اکثریت ترلاسه کړي.
دوه کوچني ګوندونه یعنې کیڼ اړخی سوسیال ډیموکرات او کمونېست ګوند چې اوس د ده د اقلیت حکومت ملاتړ کوي، ښايي دومره رایې ترلاسه نهکړي چې په پارلمان کې چوکۍ ولري.
دا مسئله ممکن د بابېش (اې اېن او) ګوند اړ باسي چې له سختو ښي اړخو ملتپالو سره لاس یو کړي څو په واک کې پاتې شي.
بل احتمال دا دی چې حکومت د دوو لویو اپوزېسیونونو منځویو ښي اړخو او منځویو کیڼ اړخو له لوري جوړ شي. نظرپوښتنې هم ښيي چې دوی به اکثریت جوړ کړي.
۶۷ کلن بابېش د پولیسو له لوري له پلټنو سره مخامخ دی. په ده تور دی چې له اروپايي اتحادیې څخهیې په نامناسب ډول سبسایډي اخیستې او د خبرونو پر اساس پر هغو یې په فرانسه کې جایدادونه او د سمندر په غاړه کروندې اخیستې دي.
بابېش په ټولو قضیو کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او هغهیې د تورونو کمپاین بللی دی.
د ده د حکومت محبوبیت د نورو مسئلو ترڅنګ د کرونا ویروس له وبا سره د مبارزې د څرنګوالي په برخه کې هم کم شوی دی.
د بابېش په مشرۍ اې اېن او ګوند د نورو ګوندونو د ائتلاف په مټ د ۲۰۱۷ کال له انتخاباتو را په دې خوا په واک کې دی.
د چک جمهوریت پارلمان دوه جرګې لري چې یوه د استازو او بله سنا جرګه ده.
په دغه هېواد کې صدراعظم د اجرائیه قوې مشر دی، خو ولسمشر د هېواد او دولت رئیس او د قواوو اعلي سرقوماندان دی. همداراز قوانین توشېح کوي.