ترکیه له ایران سره په پوله کې ۲۰ کیلومتره امنیتي دېوال جوړ کړ
![ترکیه له ایران سره په پوله کې ۲۰ کیلومتره امنیتي دېوال جوړ کړ](https://gdb.rferl.org/85b07a31-cae0-41f9-bb13-e1c2dbe590ac_w800_h450.jpg)
ترکیه وايي، د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپارهیې له ایران سره په پوله کې ۲۰ کیلومتره امنیتي دېوال جوړ کړی دی.
د ترکیې د وان ولایت والي محمدامین بیلمز وویل، د پولې په دې برخه کې د دېوال له بشپړېدو وروسته به د غیر قانوني تګ راتګ، د ترهګرو خوځښتونو او د مخدره موادو د قاچاق مخه ونیول شي.
د ترکیې انادولیا خبري اژانس د دېوال په اوږدو کې پوځي تجهیزاتو ته په پام هغه اورین دېوال بللی دی.