راپورونه ښيي چې په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو کښت د پخوا په اندازه دی، دومره نهدی لږ شوی.
نږدې يوه میاشت کېږي چې په ننګرهار ولايت کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل شوی، خو په ښکاره د دې کمپاين په مخ کې ستر خنډونه ناامني، جګړه او په هغو سيمو کې د کوکنارو اړول ياد شوي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې سږ کال د دې ولايت په ۸ ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي، خو له دې اتو ولسواليو څخه په پنځو کې يې د کوکنارو بوټي اړول شوي دي.
د ننګرهار د زراعت رئيس انعام صافي ازادي راډيو ته وويل،... Читать дальше...
«د نشهيي موادو په اړه حقايق شریک کړئ او د خلکو ژوند وژغورئ!» دا د روان ميلادي کال لپاره د ملګرو ملتونو له نشهيي موادو سره د مبارزې او نشهيي موادو د غوښتنې کمولو شعار دی.
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې د نشهيي موادو د وضعیت په اړه راغلي چې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې په نړۍ کې د معتادينو شمېر ۲۷۵ مليونو ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو له نشهيي موادو سره د مبارزې ادارې مشره ګاډا ويلي وايي چې په نړۍ کې هر کال نږدې ۱۵ لکه انسانان د نشهيي موادو د استعمال له امله مړه کېږي.
مېرمن ويلي د نشهيي موادو... Читать дальше...
شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ له کندزه بدخشان ته د طالبانو او دولتي ځواکونو د وروستیو جګړو څخه تښتېدلي.
د جګړو بېځایه شوي وايي د طالب جنګیالیو لهخوا دوی له کورونو په زوره ایستل شوي او د دوی کورونه سوځول شوي دي.
اوس دغه بېځایه شوې کورنۍ خپلې ورځې او شپې د فیضاباد ښار په یوه ځنډه کې په ازاده فضا کې تېروي.
په ننګرهار ولايت کې د درې جلا جلا عملياتو په نتيجه کې نږدې ۲۰۰ کيلو ګرامه نشهيي مواد ونيول شول.
لومړي عمليات چې د سرطان مياشتې پر نهمه نېټه په سرخ رود ولسوالۍ کې وشول، په نتيجه کې يې ۳۰ کيلو ګرامه چرس ونيول شول او په دوهمو عملياتو کې ۱۳ کیلو ګرامه ترياک، ۱۵ کيلو ګرامه ښیښه او ۱۹۰ کيلو ګرامه چرس ونيول شول.
درېيم عمليات هم په سرخ رود ولسوالۍ کې وشول چې په نتيجه کې يې ۶۴ کيلو ګرامه چرس ونيول شول. دا چرس په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې يوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کړل شي.
د دې درې پېښو په تړاو درې نفره هم نيول شوي دي.
امریکایي پوځیان په شپه کې د بګرام له پوځي اډې ووتل. د سیمې اوسیدونکي وایي، سهاروختي یوشمیرکسانو هڅې وکړې چې دغه اډه لوټ کړي خو د سیمه ییزو چارواکو په خبره امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. امریکایي ځواکونو له نژدې شلو کلونو وروسته د بګرام له اډې چې د افغانستان ترتولو لویه پوځي اډه ده، ووتل.
څلور نفره له افغانستان څخه دباندې د هيروئينو د قاچاق پر مهال ونيول شول.
له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت د حساسو تحقيقاتو ادارې څلور نفره په داسې حال کې ونيول چې غوښتليې هند ته د حامد کرزي نړيوال ډګر له لارې په خپلو خېټو کې تر څلورو کيلو ګرامو ډېر هيروئین قاچاق کړي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنیو دفتر وايي چې نيول شوي کسان تر ابتدايي څېړنو وروسته له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
د غزني پولیسو دې ولایت ته د کیمياوي نشهيي موادو د قاچاق مخه ونيوله.
د غزني ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د دې ولايت په مرکز کې درې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۱۳ کيلوګرامه ښیښه، دوه کيلوګرامه هيروئين او دوه کيلوګرامه کرسټل ونيول شول.
له بلې خوا د کابل د امنيه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وويل چې پولیسو د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې ۹ کيلو او ۷۲ ګرامه چرس له قاچاق کوونکي سره یو ځای نيولي دي.
تر زر لیټره ډېر شراب له پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاق پر مهال ونيول شول.
د خوست له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۱،۲۰۰ لیټره شراب چې د تېزابو په ډبو کې اچول شوي، خوست ته د قاچاقو پر مهال ونيول.
د خوست امنيه قوماندان سيفالله سرحدي ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشهيي موادو د قاچاق په تور د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه هم نيول شوي دي.
په کابل کې څه باندې ۶۰ زره کیلو ګرامه نشهیي مواد وسوځول شول.
۶۶،۳۶۵ کیلو ګرامه ډول ډول نشهیي مواد چې له ۱۳۹۶ کاله بیا تر ۱۳۹۹ کال پورې د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې په بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي وو، د پنجنشبی په ورځ وسوځول شول.
له نشهیي موادو سره د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، دا مواد له نشهیي موادو سره د مبارزې د ملي اوونۍ په مناسبت سوځول شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له خپل روسي سیال نیکولای پاتروشیف سره نن په مسکو کې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو پر زیاتېدو خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا ویاند رحمتالله اندړ نن رسنیو ته په لېږلي وېډیويي پیغام کې وویل: "هوکړه وشوه چې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو پراختیا، د افغانستان، روسیې او منځنۍ اسیا د هېوادونو ګټې ګواښلی شي. د افغانستان او روسيې د ملي امنيت سلاکارانو د بېړني اوربند او مذاکراتو پر اړتيا، د جنګ پر ختمولو او خپلواک، حاکم او بسيا افغانستان... Читать дальше...
د روسیې د کولومنا ښاروال دنیس لیبیدیف په خپل اپارتمان کې مړ موندل شوی دی.
د تحقیقاتي کمېټې ویاندې اولګا ورادې وویل، نن جمعه د ۴۶ کلن ښاروال لیبیدیف د مړي تر موندل کېدو وروسته څېړنې پیل شوې.
د رسنیو په راپورونو کې راغلي چې د قانون د تنفیذ ادارو ویلي، د ښاروال پر بدن د مرمیو له کبله ټپونه ښکارېدل.
دی په ۲۰۱۶م کال کې د دې ښار چې د مسکو په ۱۱۵ کیلومترۍ کې پروت دی، ښاروال ټاکل شوی و.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، له هرات څخه کابل تهیې په یوه الوتکه کې د یوې چاودنې مخه نیولې ده.
د دغه ریاست د نن ورځې په اعلامیه کې راغلي، د سید ادریس په نوم مشکوک کس غوښتل د هنرمند په نوم هغه مواد چې په یوه رباب کې یې ځای پر ځای کړي و، په الوتکه کې وچوي.
په اعلامیه کې راغلي، د هرات د ملي امنیت منسوبینو دغه منفجره مواد کشف او شنډ کړي دي.
مشکوک کس نیول شوی او ورڅخه څېړنې روانې دي.
روسیه وايي د کرونا له کبله د مړو د شمېر له زیاتېدو سره سره به تازه محدودیتونه ونهلګوي.
دا څلورمه پرلهپسې ورځ ده چې په روسیه کې په بېساري ډول ډېر کسان په کرونا ویروس مري.
د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف نن خبریالانو ته وویل، هېڅوک محدودیتونه نهغواړي، دا موضوع اوس په بحثونو کې شامله هم نهده.
پېسکوف واکسین له روان بحران څخه د وتلو یوازنۍ لاره وبلله.
تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د روسیې چارواکو د ۲۴ ساعتونو په موده کې د ۶۷۹ کسانو مړینه اعلان کړه.
تر دې یوه ورځ مخکې په کرونا ویروس د ۶۷۲ کسانو مړینه ثبت شوې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې په درېیمه درجه کې راوستی چې له انساني قاچاق سرهیې مبارزه او جدي چلند نهدی کړی.
د دغه وزارت د انساني قاچاق سره د مبارزې د څرنګوالي په کلني ۶۴۴ صفحهیي راپور کې یوازې ۱۵ پاڼې د افغانستان لپاره ځانګړې شوي، راغلي چې افغان حکومت لږترلږه هغه لازم معیارونه چې انساني قاچاق لهمنځه وړي نهدي عملي کړي او په دې برخه کې یې د پام وړ هڅې نهدي کړي.
دغه راپور چې د پنجنشبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۱» ناوخته خپور شو پهکې راغلي، که څه هم افغان... Читать дальше...
ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره د مرستو پر دوام او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو مشرانو نن په ارګ کې له کابل سره د واشنګټن د همکاریو د دوام ترڅنګ د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د نوي فصل او له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ پر دوام بحث وکړ.
دا کتنه داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د جګړو شدت او د ولسوالیو لاس په لاس کېدل زیات شوي دي.
د بدخشان یوه امنیتي سرچینه وايي د مرکز فیضاباد په مربوطاتو کې د وسلهوالو طالبانو په ډلهییز برید کې ۱۸ دولتي پوځیان وژل شوي دي.
دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، برید تېره شپه د فیضاباد په اتمه ناهیه کې د ملي اردو او ولسي پاڅونوالو پر پوستو شوی دی.
سرچینه وايي، تر ۲۰ زیات نور پوځیان د وسلهوالو لهخوا اسیران شوي دي.
د دې حملې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی دی.
د بدخشان محلي چارواکي وايي په دې جګړه کې وسلهوالو طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جوخت، د داعش په نوم افراطي ډله هڅه کوي د دغه هېواد په شمال کې ځان ته نوي کسان جلب کړي.
سرګي لاوروف دا څرګندونې نن جمعه په مسکو کې یوه کنفرانس ته وکړې.
ښاغلی لاوروف زیاتوي: "مهمه ده افغانستان ته پام وشي چې د اسلامي دولت یا داعش په نوم ډله پهکې د خپل فعالیت پراخول غواړي. دوی په دې کار د دې لپاره لاس پورې کوي چې ناوړه اقداماتیې د واقعي سولې لپاره چمتووالی وځنډوي."
سرګي لاوروف زیاته کړه، د افغانستان په دولت کې دننه هم ښايي ځینې کړۍ د سولې پروسې د ځنډولو هڅه کوي.
د اروپا د ملتونو جام د فوټبال مسابقو په لړ کې نن شپه دوه مسابقې کېږي.
لومړۍ مسابقه د افغانستان پر وخت د شپې اته نیمې بجې د اسپانیا او سویس ترمنځ کېږي.
بله مسابقه د کابل پر وخت ۱۱ نیمې بجې د ایټالیا او بلجیم ترمنځ پلان شوې ده.
سبا شنبه بیا چک جمهوریت د ډنمارک او انګلستان د اوکراین په وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي.
د دغو مسابقو ګټونکي ټیمونه نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي.
د اروپا د ملتونو جام پایلوبه د جولای پر ۱۱مه د انګلستان په ویمبلي سټډیوم کې کېږي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بګرام هوايي اډه نن جمعه په رسمي ډول دوی ته وسپارل شوه.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۱» ازادي راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي دي چې امریکايي او ائتلاف ځواکونه په بشپړ ډول له دې پوځي اډې ووتل.
ښاغلی امان زیاتوي: "امریکايي ځواکونو د بګرام هوايي اډه په رسمي ډول ملي اردو ته وسپارله، اوسمهال دا اډه د افغانستان دفاع وزارت له لوري کنټرولېږي او موږ به له دې اډې د ترورېزم پر ضد د جګړې، د امنیت د ټینګښت او د خپلو خلکو د مال او... Читать дальше...
په قطر کې د بینالافغاني مذاکراتو له نامعلوم برخلیک او په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې په افغانستان کې د زور له لارې رامنځته کېدونکی دولت نړیوالو او افغانانو ته د منلو نهدی.
د دغه وزارت ویاند ند پرایس تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د زور له لارې راتلونکی حکومت به قانوني نهوي او د نړیوالو ټولنې مرستې به ترلاسه نهکړي.
ښاغلی پرایس زیاتوي: "په افغانستان کې د زور له لارې د نوي حکومت رامنځته کولو هڅې به په نړیواله کچه د منلو نهوي... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د ازبکستان او تاجکستان له لوړپوړو ډیپلوماټانو سره کتلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې یې د اجنډا په سر کې وې.
داسې مهال چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتل بشپړوي، واشنګټن په منځنۍ اسیا کې د شریکانو په لټه دی.
په واشنګټن کې د ازبکستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دا لیدنه داسې یو وخت کې کېږي چې افغانستان کې طالبانو په وروستیو اوونیو کې لسګونه ولسوالۍ د حکومت څخه نیولي او داسې اندېښنې شته چې ښايي دا ډله نورې سیمې هم لاندې کړي. Читать дальше...
د اسرائیل جنګي الوتکو تېره شپه په غزه کې د حماس ډلې د وسلو د تولید ساحه ویشتلې ده.
د اسرائیل پوځ وايي، دا حمله وروسته له هغې وشوه چې له دې ساحې د اسرائیل پر لوري اورشیندونکي بالونونه وویشتل شول.
په تازه هوايي حمله کې د چا د مرګژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی.
دا په مې میاشت کې د غزې د حماس رهبرانو پر خلاف له ۱۱ ورځنۍ شخړې راوروسته د اسرائیل لهخوا د هوايي حملو درېیمه لړۍ ده.
د اسرائیل هره حمله د حماس د فعالانو لهخوا د اورشیندونکو بالونونو د ویشتلو په ځواب کې شوې چې دغه بالونونه د اسرائیلي بزګرانو په کروندو کې د اورلګېدو سبب شوي دي. Читать дальше...
په هندوستان کې په کرونا ویروس د مړو شمېر تر ۴۰۰ زرو واوښت.
د کرونا ویروس دلتا بڼې چې لومړی په دغه هېواد کې ثبت شوه، په نړۍ کې د دې وبا د بلې څپې د خپرېدو په اړه اندېښنې ولاړې کړې دي.
په نړۍ کې په کرونا ویروس د مړو شمېر نږدې څلورو ملیونو کسانو ته رسېدلی، خو د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي اټکل کوي چې واقعي شمېر ښايي تر دې دوه یا درې برابره زیات وي.
د هند د روغتیا وزارت نن جمعه د ۲۴ ساعتونو په لړ کې په کرونا ویروس د ۸۵۳ کسانو مړینه ثبت کړې ده.
د افغانستان دفاع وزارت، په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۲۹ وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه شمېر وسلهوال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان دي.
د وزارت په حواله په دې موده کې ۲۲ کړۍ ماینونه هم چې د خلکو د تګ راتګ پر لار ځای پر ځای شوي وو، شنډ کړای شوي دي.
بېپرې سرچینو د وژل شویو او ټپیانو دغه ارقام نهدي تأیید کړي.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د مرګژوبلې د دې شمېر په اړه څه نهدي ویلي، خو ننیې په خوست ولایت کې د دوی لوري ته د ۲۲ پوځیانو د تسلیمېدو ادعا کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د 'کووېډ-۱۹' په خاطر د انسانانو د قاچاق پېښې زیاتې شوي.
دا خبره یاد وزارت د انسانانو د قاچاق په تړاو په خپل کلني راپور کې کړې ده. راپور کې راغلي په داسې حال کې چې حکومتونو خپلې سرچینې پر کرونا وبا متمرکزې کړې دي، د انساني قاچاق وړونکو لپاره مناسب شرایط رامنځته شوي دي.
په دې نږدې ۶۵۰ مخیزه راپور کې د افغانستان، ایران، روسیې، چین او شمالي کوریا په شمول ۱۷ هېوادونه د انسانانو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو وروسته پاتې هېوادونه یاد شوي.
د راپور د افغانستان... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Финал командного чемпионата ФНТР по настольному теннису пройдет в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Ролан Гаррос
В Париже стартует «Ролан Гаррос» открытый чемпионат Франции по теннису
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге: «Ингушетия может стать настоящим открытием даже для опытных туристов»
Путин в России и мире
Москва
Посольство Бахрейна: король Аль Халифа считает Путина другом
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин прилетел в Минск для переговоров с Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
"Зеленскому приготовиться". В Киеве раскрыли, что задумал Порошенко
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Концерт
Репосты ВКонтакте отличный способ рекламы Концерта, нового Видео или Песни, Книги!
Москва
Молодая семья из Пущина купила 3-комнатную квартиру по субсидии
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net