د کندهار په اوومه ناحیه کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د وسلهوالو نښتو له امله د مړو شمېر ۱۱ او د ټپیانو شمېر ۵۷ ته رسېدلی دی. دا ډیری یې ولسي وګړي دي.
دا وسلهواله نښته د جمعې په ورځ پیل شوې او لا هم روانه ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال وايي د بشري مرستو رسوونکي باید له بریدونو خوندي وي.
رامز الاکبروف نن په کابل کې د بشري مرستو په تړاو یوې ناستې ته وویل: "سږ کال ۲۵ بشرپالانو (مرسته رسوونکي) خپل ژوند له لاسه ورکړی. وژل شوي دي داسې حال کې چې ژوند ژغورونکي بشرپاله مرستې یې رسولې. ۶۳ نور ټپيان شوي. بشرپاله کارونه بېپرې دي. بشرپالان هدف نهدي او دا هغه پیغام دی چې موږ غواړو نن پرې ټینګار وکړو."
ښاغلي اکبروف وویل سږ کال د 'کووېډ-۱۹' وبا خپراوي او د جګړو زیاتېدو د بشري مرستو اړتیا لا پسې زیاته کړه. Читать дальше...
ترکمنستان له افغانستان سره په پوله کې د درنو وسلو او هليکوپټرو د ځای پر ځای کولو پروسه پیل کړې ده.
دا وروسته له هغه چې وسلهوالو طالبانو د افغانستان په شمال کې ګڼې سیمې ونیولې او دې چارې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړل.
د ترکمنستان یوه چارواکي د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ترکمني څانګې ته ویلي چې ترکمنستاني عسکرو ته امر شوی چې د امنیت د ټينګښت لپاره دې چمتو وي.
د هغه په خبره مري ښار کې عسکرو ته امر شوی چې له افغانستان سره په پوله د عبوري سیمو د امنیت د ټینګښت په هدف دې دغو سیمو ته ورشي.
د پښتو ژبې د لیکوال او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي مړی خاورو ته وسپارل شو.
د احمدي ورور منیر احمد احمدي د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل، د هغه مړی یې نن غرمه د غزني ولایت قرهباغ ولسوالۍ په ملک غلام رسول کلا کې د خپل پلار ترڅنګ په خپل باغ کې خاورو وسپاره.
نوموړی زیاتوي: "د احمدي جنازې ته د غزني ترڅنګ، له کابله، د زابل ولایت له شاهجوی ولسوالۍ او کندز ولایت څخه ځیني کسان راغلي وو."
نصیر احمد احمدي د افغانستان له مشهور داستان لیکونکو څخه وو چې د شنبې په ورځیې د ۴۷ کلنۍ... Читать дальше...
د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړو او سږنیو وچکالیو له امله ګڼ افغانان بشري مرستو ته اړ دي.
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۰» په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ له دفتر، یوناما سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د اټکل له مخې په ۲۰۲۱م کال کې به شااوخوا ۱۸،۴ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
نوموړي وویل چې د روان وضعیت له امله به له پنځه کلنۍ ښکته عمر لرونکي نږدې نیمایي برخه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي او څه باندې یو په درېیمه برخه وګړي به په ۲۰۲۱... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وایي په بدخشان کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت یوه ویاند فواد امان په خپل ټویټر په دې اړه یو بیان ورکړی.
امان ادعا کړې چې دا وسلهوال طالبان تېره شپه په کران او منجان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوالو په بریدونو کې مړه او ټپیان شوي.
د بدخشان سیمهییزو چارواکو ویلي طالبانو له څلورو ورځو راهیسې د کران او منجان ولسوالۍ د مرکز د نیولو لپاره هڅې کولې.
د بدخشان د والي ویاند ادعا وکړه چې د تېرې شپې په حملو کې د طالبانو په ډله کې بهرني جنګیالي هم وژل شوي. Читать дальше...
د بادغیس والي وايي طالبانو د پنځم وار لپاره پر قلعهنو ښار باندې بریدونه کړي دي.
حسامالدین شمس ازادي راډیو ته وویل له پرون مازیګره په قلعهنو ښار باندې بریدونه روان دي، خو د ده په خبره افغان پوځیانیې دفاع کوي.
ښاغلی شمس زیاتوي: "د پرون شپې او نننیو نښتو کې د طالبانو لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي. موږ هم له شته امکاناتو استفاده کوو څو په (قلعهنو ښار باندې) د پنځمې حملې چې پراخه هم ده مخه ونیسو. امنیتي او دفاعي ځواکونه له لوړ مورال برخهمن دي."
والي شمس طالبان تورن کړل چې په ځینو سیمو کې یې دکانونه چور کړي یا یې اور وراچولی دی. Читать дальше...
په افغانستان کې د جګړو په زیاتوالي او د سولې خبرو په درېدو سره د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان او د سیمې هېوادونو ته خپل سفر بیا پیل کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ښاغلی خلیلزاد به منځنۍ اسیا او منځني ختیځ هېوادونو ته هم سفر وکړي او د فعالې ډیپلوماسۍ په کارولو سره به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره کار وکړي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې زیاته کړه چې په افغانستان کې په سولهییز ډول د تاوتریخوالي د حل... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت نن سهار وختي نږدې دوه بجې د کابل په حامد کرزي هوايي ډګر کې د هوايي مدافعې نوی لګول شوی سیستم فعال کړ.
دا د راکټونو او توغندیو د شنډولو لپاره ثابت شوی ګټور سیسټم دی او ځکه فعالېږي چې پر جګړهییزو احضاراتو مثبت اغېز ولري.
د امنیتي او دفاعي سکټور ویاند جنرال اجمل عمر شینواری د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۰» له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا سیستم یو پرمختللی او مهمه وسله بولي او وايي، دا سیستم د بهرنیو همکارانو لهخوا افغان حکومت ته ورکړل شوی، د راکټونو او توغندیو د شنډولو... Читать дальше...
د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې د لاریون پر مهال یوه ټپي شوي کمرهمین ساه ورکړه.
لېکسو لشکروا د جولای په پنځمه د هغو شاوخوا ۵۰ خبریالانو او کمرهمینانو په ډله کې و چې د ال جي بي ټي د لاریون د خبري پوښښ پر مهال د ښي اړخو تُندلارو لهخوا تر برید لاندې راغلل.
ال جي بي ټي د همجنسګرا ښځو او سړیو، دوه جنسه/ټرانس او دوه جنس خوښوونکي یا بایسېکشویلټي ډلې ته وايي چې غونډې او مراسمیې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د داسې بریدونو او تُندو غبرګونونو سره مخ کېږي.
تُندلارو چې د ګرجستان د ارتودوکس کلیسا ځیني... Читать дальше...
په ترکیه کې د کډوالو یو بس کندې ته لوېدلی او لږترلږه ۱۲ کسان پهکې مړه شوي.
روېټرز خبري اژانس لیکلي چې دغه بس په وان ښار کې یوې کندې ته له لوېدو وروسته اور واخیست او پهکې له ناستو سورلیو ۱۲ تنه ووژل شول او ۲۶ نور ټپیان شول.
د پېښې مړه او ټپيان افغانان، پاکستانیان او بنګلهدېشي کډوال یاد شوي.
پېښه د وان ولایت په مرادیه سیمه کې شوې چې له ایران سره ګډه پوله لري.
د ایران، افغانستان او پاکستان اکثر کډوال د ایران او ترکیې ترمنځ له ګډ سرحد پلی مزل کوي او اروپا ته د رسېدو په هیله په ځان سل خطره مني. Читать дальше...
د امریکا تر ټولو زیات نفوس لرونکو دوو ایالتونو کې د 'کووېډ-۱۹' پېښې مخ پر زیاتېدو دي.
د چارواکو په وینا د جولای تر نهمې نېټې پورې په نیویارک کې د 'کووېډ-۱۹' پېښې په اوو ورځو کې ۴۲ فیصده لوړې شوې او په فلوریدا کې د تیرې اوونۍ پرتله ۳۰ فیصده زیاتې شوې.
ایالتي چارواکي وايي چې د پېښو شمېر له زیاتو ساري بڼو سره تړاو لري لکه ډېلټا واریانټ اوسمهال زیات دی.
د نیویارک د ۲۰ ملیوني نفوس ۵۵ فیصده اوسمهال بشپړ واکسین شوي دي او د فلوريدا شااوخوا ۱۱ ملیونه اوسېدونکي ۵۸ فیصده بشپړ او نیمايي واکسین شوي دي. Читать дальше...
د رزمي لوبو وتلي لوبغاړي ډسټېن پویرېر د دوهم وار لپاره کانر مکګرېګور مات کړ.
دوی بېګا د امریکا په لاس وېګاس ښار کې د یو اف سي معتبره سازمان په ٢٦٤ دور کې لوبه وکړه.
امریکايي لوبغاړي ډسټېن پویرېر د لومړي رونډ په وروستیو شېبو کې د تخنیکي ناک اوټ په وسیله لوبه وګټله ځکه د ایرلندي لوبغاړي مکګرېګور پښه ماته شوه او ډاکترانو له لوبې منع کړ.
دا درېیم وار وو چې د رزمي لوبو دا پېژندل شوي لوبغاړي سره مخ شول. لومړی وار ٢٠١٤ کال کانر ګټلې وه. سږ کال جنوري او دا دی جولای کې سر په سر لوبې ډسټېن وګټلې.
دی... Читать дальше...
هند په کندهار کې له خپلې قونسلګرۍ شاوخوا ۵۰ ډیپلوماتان او امنیتي کارکوونکي ایستلي دي.
دا وروسته له هغه چې د کندهار ښار اوومه حوزه سقوط شوه.
یوه معتبره سرچینه چې نهغواړي نومیې خپور شي ازادي رادیو ته وویل، په کندهار کې د هند قونسلګرۍ تړل شوې او شاوخوا ۵۰ ډیپلوماتان او امنیتي کارکوونکي یې له دغه ولایته وتلي دي.
د کندهار د امنیتي وضعیت په اړه وروسته تر هغه اندېښنې زیاتي شوې چې وسلهوالو اوومه حوزه سقوط او جګړه د ښار تر عمومي محبس پورې ورسېدله.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه... Читать дальше...
د افغانستان برښنا شرکت چارواکي وایي، په پروان کې ماین چاودنې د برېښنا یوې بلې ستنې ته زیان اړولی.
دا پېښه د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې چې تر اوسه د وارداتي برېښنا ډېرې ستنې ویجاړې شوي، نن سهار وختي رامنځته شوې ده.
د پروان د برښنا شرکت رئیس روحالله ساجد ویلي چې له دغې ستنې سره څلور حلقې ماینونه ځای پر ځای شوي و چې دوهیې چاودلي او دوه نور یې امنیتي ځواکونو شنډ کړي دي.
د هغه په خبره د دې شرکت تخنیکي ټیم په سیمه کې دی او د امنیتي ځواکونو لهخوا د نورو احتمالي ماینونو له پاکولو وروسته به دغه ستنه بېرته ترمیم کړي. Читать дальше...
ټاکل شوې چې بریتانوی ملیاردر ریچارډ برانسن (Richard Branson) نن په هغه فضایي الوتکه کې فضا ته ولاړ شي چې د نوموړي ویرجین ګالاکتیک شرکت جوړه کړې ده.
دا به له سپرلۍ سره د دې شرکت لهخوا د جوړې شوې فضایي بېړۍ یا الوتکې لومړنۍ ازموینه وي.
ټاکل شوې دغه فضایي الوتکه نن د امریکا له نیومکسیکو څخه په سیمهییز وخت د سهار په اوو بجو فضا ته د ځمکې د مدار پر لور والوزي.
له برانسن سره په دې الوتنه کې د هغه د شرکت څلور متخصص کارکوونکي ملګري دي. برانسن وایي، له دغې الوتنې یې هدف د فضایي تورېزم پیاوړي کول دي. Читать дальше...
کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په افغانستان کې د روان خراب امنیتي وضعیت د طالبانو لاس ته د ولسوالیو او سوداګریزو بندرونو لوېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه ولسوالۍ لاندې کړې او هڅه کوي چې د ولایتونو مرکزونه هم سقوط کړي.
د ورځپاڼې له قوله، تر اوسه دې ډلې څلور سوادګریز بندرونه هم نیولي او ځینې مهمې لویې لارې یې هم تر کنټرول لاندې راوستي.
د ورځپاڼې سرلیکنه کې راغلي، د طالبانو دوو میاشتو وروستیو پرمختګونو... Читать дальше...
د بنګلهدېش د پولیسو یو لوړ رتبه چارواکی وايي، د یوې فابریکې د اورلګېدنې په قضیه کې چې د ۵۲ کسانو د مړینې سبب شوه، اته کسان نیول شوي دي.
د پلازمېنې ډاکه په څنډه کې دغه اور د پنجشنبې ناوخته په پنځه منزله فابریکه کې پیل شو چې تر ډېرهیې تور لوګي او لوخړې پورته کېدې.
د جمعې پر ماسپښین د اور تر مړه کولو وروسته، پولیسو په فابریکه کې ګڼ مړي پیدا کړل.
د نارایانګانج سیمې د پولیسو امر جید العلم پرون شنبه د ټیلیفون له لارې اسوشیټډ پرس اژانس ته وویل، په دې اورلګېدنه کې د قتل په تړاو اته کسان نیول شوي او د پولیسو په توقیف کې دي. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو ادیبانو د ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني وښوده.
۴۷ کلن نصیر احمد احمدي چې په ناول او کیسه لیکلو کې د ځانګړي سبک خاوند و، د خپل قلم په واسطهیې د ملت د ویښولو هڅه کوله، خو په خپله پرون په کابل کې د ناروغۍ له کبله به ابدي خوب ویده شو.
ارواښاد احمدي، د ارواښاد فتحالله احمدي زوی و چې په ۱۳۵۳ لمریز کال د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په ملک غلام رسول کلا کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
زدهکړې یې په غزني، کابل، پېښور او نورو ځایونو کې خورې ورې کړې دي. Читать дальше...
د افغانستان سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې پر یوه موافقه د سلا کېدو لپاره قطر ته رسېدلی دی.
ښاغلي خلیلزاد پرون په ټویټر کې لیکلي، هغسې چې ولسمشر جو بایډن ویلي، د افغانستان کشاله یوازې د خبرو اترو له لارې حلېدای شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلی خلیلزاد به په دې سفر کې چې د جمعې په ورځ پیل شوی، د قطر ترڅنګ پاکستان او ازبکستان ته هم ځي.
په اعلامیه کې دا د افغانستان د سولې له پروسې د واشنګټن د روان ملاتړ یوه برخه بلل شوې ده. Читать дальше...
ولسمشر محمد اشرف غني، د ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني وښوده.
ولسمشر د جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي: "نصير احمد احمدي د پښتو ژبې د بډاينې او په ځانګړي ډول د پښتو ناول ليکنې په برخه کې د قدر وړ هلې ځلې وکړې او ډېر ګټور ناولونهيې وليکل."
احمدي چې په ۱۳۵۳ لمریز کال د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې زېږېدلی، پرونیې د ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ویاند صابر مومند د ځوان ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي مړینه د ادبیاتو په ډګر کې یوه لویه ضایعه وبلله. Читать дальше...
د غور ولایت د لومړۍ حوزې جنايي امر د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
چاودنه پرون مازیګر د مرکز فېروزکوه په مربوطاتو کې وشوه.
د غور د والي ویاند زلمي کریمي ازادي راډیو ته وویل: "د لالاګل په نوم د لومړۍ حوزې جنايي امر، د هغه ماین په چاودنه کې ووژل شو چې په موټرسایکل کې یې ځای پر ځای شوی و. ویل کېږي ده غوښتل دغه ماین ښار ته راوړي او په کوم ځای کې یې ځای پر ځای کړي چې د لارې په اوږدو کې امنیتي ځواکونو کشف کړ او چاودنه وشوه چې لالاګل له خپلې مېرمنې سره ووژل شو."
په غور کې د ازادي راډیو خبریال وايي، لالاګل د بسمالله عادل ورور دی. Читать дальше...
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره د نورد سټریم دوه په نوم د ګازو د نللیکې په باب هم خبرې وکړي.
په پام کې ده، دواړه رهبران راروانه پنجشنبه یعنې د جولای میاشتې پر ۱۵مه سره وګوري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په واشنګټن کې یوه کنفرانس ته وویل: "یقیناً چې د نورت سټریم دوه نللیکې موضوع به هم د دواړو مشرانو په بحثونو کې شامله وي. په دې اړه د ولسمشر بایډن لیدلوری نهدی بدل شوی، هغه دا چې دا یوه بده معامله وه او نړیوال مسایل پهکې دخیل دي. Читать дальше...
د ۷ نورو مړو له موندل کېدو سره د امریکا متحده ایالاتو په فلوریدا ایالت کې د یوې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۸۶ ته پورته شو.
تر پرون شنبه پورې ۴۳ کسان لا هم د تري تم شویو په لېست کې حساب وو.
د دغې ۱۲ منزله ودانۍ یوه برخه دوه اوونۍ وړاندې له مخکېني خبرداري پرته ونړېده چې تر اوسهیې علت نهدی معلوم.
چارواکو د نورو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات څو ورځې مخکې ودرول.
د اروپا ملتونو جام د فوټبال پایلوبه یا فاینل مسابقه نن شپه د ایټالیا او انګلستان ترمنځ کېږي.
دغه مسابقه نن شپه د کابل پر وخت ۱۱ نیمې بجې د لندن په ویبملي (Wembley) سټډیوم کې کېږي.
په نیمه پایلوبه کې ایټالیا د اسپانیا او انګلستان د ډنمارک په ماتولو سره فاینل یا پایلوبې ته ووتل.
د اروپا د ملتونو جام سیالۍ د جون میاشتې پر ۱۱مه پیل شوې وې چې نن د جولای پر ۱۱مه پای ته رسېږي.
Спорт в России и мире
Москва
«Евро-Футбол.Ру»: «Спартак» никогда не интересовался Сафоновым
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Рафаэль Надаль
Рафаэлю Надалю подмигнул слепой жребий // Первым соперником 14-кратного чемпиона будет четвертая ракетка мира Александр Зверев
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Анализ российского рынка одноразовой биоразлагаемой посуды: итоги 2023 г., прогноз до 2027 г.
Путин в России и мире
Москва
Активам прописали превентивные меры // Какое имущество США в России может быть изъято в качестве ответного шага
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко подчеркнул роль патриарха Кирилла в укреплении связей Москвы и Минска
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
"Зеленскому приготовиться". В Киеве раскрыли, что задумал Порошенко
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Элджей
Концерт Элджея требуют отменить члены «Русской общины» в Новосибирске
Москва
В Подмосковье завершился региональный конкурс «Учитель-дефектолог России»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net