د میدان وردګ امنیتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت مرکز میدان ښار کې د ټوپ په دښته کې له پروت تعلیمي مرکزه تکتیکي شاتګ کړی دی.
د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان مصطفي مایار نن ناوخته (شنبه-د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) ازادي راډيو ته وویل چې له یاد مرکزه نن د ورځې په نیمايي کې تر جګړې وروسته افغان ځواکونو وتلي دي.
دی وايي: "په خواشینۍ سره باید ووایم چې له یاد مرکزه زموږ نظامي قوتونو شاتګ کړی، فعلاً دښمن هم نه دی توانیدلی چې مرکز ته داخل شي، ځکه هوايي ځواکونه هلته موجود دي ، خو زموږ... Читать дальше...
ګڼو لویدیځو ورځپاڼو او رسنیو افغان ځواکونو ته د بګرام د اډې د سپارلو په هکله مطالب خپاره کړي دي.
مېل انلاین
مېل انلاین لیکي چې د بریتانیې د پارلمان یو محافظه کار غړي له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د خپل هېواد په پوځي مشرانو انتقاد کړی دی.
ټام توګینداټ له افغانستانه د ځواکونو ایستل یوه لویه ستراتیژیکه تېروتنه ګڼي.
د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر چې څلور کاله یې په منځني ختیځ کې خدمت کړی وايي، له افغانستانه د ځواکونو ایستل دا معنی ورکوي چې بریتانیا دې په نورو هېوادونو اغېز خپرول هېر کړي. Читать дальше...
په داسې حال کې چې نن د جولای درېیمه نېټه د پلاستیکي کڅوړو د نه استفادې نړېواله ورځ ده، د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره د پلاستیکي کڅوړو د زیات مصرف له امله د ککړې هوا او د انساني ژوند د خطر له ګواښ سره مخ کوي.
فضل محمد په کابل ښار کې د تازه میوو یو پلورنځی لري چې په ورځني ډول شااوخوا ۱۵۰ پلاستیکي کڅوړو کې پر خلکو میوې پلوري.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل، دا د هغه ورځنی کار دی او د دې ګاونډی هټېوال هم همدا چاره پر مخ وړي: " زه د تازه میوو پلورونکی یم، کله چې میوه پلورم نو خپلو پیرودونکو ته... Читать дальше...
چین د امریکا له متحدو ایالاتونو غوښتي دي چې له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو تر اېستلو وروسته په دې هېواد کې د احتمالي ګډوډۍ مخه ونیسي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) د نړیوالې سولې په نوم کلني کنفرانس ته چې پېکېنګ یې د څینګوا Tsinghua پوهنتون او د بهرنیو اړیکو د تحقیقاتي انسټیټیوټ په مرسته جوړوي، د وینا پر مهال څرګندونې کولې.
ښاغلي یي زیاته کړه: "امریکا د افغانستان د جګړې د ملامت په توګه باید سوله ییز پوځي انتقال په مسوولانه ډول یقیني کړي، نه دا چې ملامتي پر نورو واچوي او پښې سپکې کړي. Читать дальше...
د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی چې هېواد یې ښايي د کرونا وبا له یوې بلې څپې سره لاس ګرېوان وي.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو ویلي، په دې هېواد کې د کرونا ویروس هندۍ بڼه په چټکۍ سره خپرېږي.
ولسمشر حسن روحاني دا څرګندونې نن شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) د کرونا پر ضد د مبارزې د ادارې له چارواکو سره په کتنه کې وکړې.
هغه وویل، دا وېره شته چې ایران د کرونا له پنځمې څپې سره لاس ګرېوان وي.
د ایران ولسمشر له خلکو وغوښتل چې د کرونا د نوې څپې، په تېره د هندۍ بڼې د مخنيوي لپاره د دوبي د رخصتیو سفرونه او غونډې وځنډوي.
د پکتیا اوسیدونکي وایي، وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو خدمات بند کړل، دې وضعیت دوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې د ولس له ځورولو او عامه شتمنیو ته د زیان رسولو څخه ډډه وکړي.
۲۸ کلن احمد بهار د پکتیا هغه لوستی ځوان چې له تېرو څو کلونو راهیسې په کابل کې په دنده بوخت دی وایي، له کله چې پکتیا کې مخابراتي شبکې بندې شوي، دی د خپلې کورنۍ او دوستانو هېڅ خبر نه لري او دې وضعیت ډېر اندېښمن کړی دی.
بهار له مخابراتي شبکو ورپېښو ستونزو ته په اشارې وایي... Читать дальше...
د هرات والي د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د انسان تښتوونکو د دوو ډلو د نیولو خبر ورکوي.
عبدالصبور قانع نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ۱۱ کسان په دې دوو ډلو کې د غړیتوب په تور نیول شوي دي.
ښاغلي قانع زیاته کړه: "د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د ملي امنیت ځواکونو د انسان تښتوونکو پرضد ۱۳ عملیاتونه ترسره کړي چې د دې عملیاتو نتیجه د یوولسو کسانو نیول و."
د هرات والي وايي چې د دې عملیاتو پر مهال د سید محمد په نوم یو کس چې تښتوونکو نیم میلیون ډالر ترې غوښي وو، هم هم ازاد... Читать дальше...
د اروپا د ملتونو جام د فوټبال د نن شپې په سیالیو کې چک جمهوریت د ډنمارک او انګلستان د اوکراین پر وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي.
ګټونکې لوبډلې به د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي.
اسپانیا او ایټالیا له وړاندې د دې سیالیو نیمه پایلوبو پړاو ته لاره کړې ده، تېره شپه اسپانیا سویزر لینډ ته ماتې ورکړه او ایټالیا بلجیم ته.
لومړۍ لوبه چې د اسپانیا او سویزرلینډ ترمنځ ترسره شوه، د یو-یو ګول په کولو مساوي پایته ورسېده، خو د پننالټي ګولونو په وهلو سره اسپانیا وتوانېده چې دغه لوبه وګټي.
د همدې... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په تېرو درې ورځو کې په دې هېواد کې په درېیو کسانو کې د تورفنګس په نوم ناروغۍ پېژندل شوې ده.
د دې وزارت سرپرست وزير وحيد مجروح نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال خبريالانو ته وويل، دغه کسان په کرونا ویروس اخته شوي وو.
د ښاغلي مجروح په خبره دغه ناروغي، د انسان ټول بدن، تنفسي سيسټم او دماغونه نيسي ان تر دې چې خونريزي هم ورته پيدا کوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ناروغي په خوسا ميوو، د انسان د پوستکي په سر او طبيعت کې... Читать дальше...
د ملکیانو پر وړاندې د جرمونو د څېړولو لپاره له ملګرو ملتونو د افغانستان د بشر حقونو له غوښتنې د ۱۹ ملي او نړیوالو بنسټونو ملاتړ وشو.
دغو بنسټونو ملګرو ملتونو ته په یو لیک کې ویلي چې د افغانستان د بشر د حقونو غوښتنه پرځای ده او په ډېریو مواردو کې په دې هېواد کې د ملکیانو پر وړاندې تاوتریخوالی او جنایتونه شوي دي.
د ارمان شهر بنسټ مشرې او د بشري حقونو نړیوال فدراسیون نایبې ګیسو جهانګیري ازادي راډیو ته وویل چې دغو ټولو سازمانونو د افغانستان د بشر د حقونو له کمېسیونه خپل ملاتړ اعلان... Читать дальше...
په کندهار کې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، په دغه ولایت کې تر لسو زیاتو ښځینه خبریالانو د تهدیدونو له امله خپلې دندې پریښي دي.
اريا رحمت کندهار کې د يوې خصوصي راډيو د ټولنیزو خپرونو پروډیوسره ده وایي، د ناامنۍ ترڅنګ کلتوري محدويتونه او د ښځینه خبریالانو د کار او فعالیت پر وړاندې د یو شمېر خلکو منفي لیدلوری د دوی د کار پر وړاندې لوی خنډونه دي.
اغلې رحمت وړاندې وویل: "که یوه خبریاله په ټلویزیون یا راډیو کې کار وکړي، زموږ د خلکو ذهنیت منفي لوري ته ورګرځي او پر دوی خراب نومونه ږدي وايي،... Читать дальше...
سپینه ماڼۍ وايي، تمه لري چې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر به د راتلونکې اګسټ میاشتې تر پایه بشپړ شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دا خبره وروسته له هغې وکړه چې د امریکا او ناټو پوځي ځواکونه له بګرام هوايي اډې په بشپړ ډول ووتل او اډه یې د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارله.
مېرمن ساکي زیاته کړه چې متحد ایالاتونه به افغانستان ته په راتلونکو میاشتو کې بشري مرستو او د امنیتي سیستمونو چمتو کولو ته دوام ورکړي.
ولسمشر جو بایډن پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو... Читать дальше...
د بلخ والي وايي، په مزارشریف کې د ځینو هېوادونو قونسلګرۍ یا بندې شوي او یا یې خپل فعالیت محدود کړی دی.
فرهاد عظیمي نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه ) خبریالانو ته وویل چې د ترکیې قونسلګري کابل او د روسیې قونسلګري د حیرتان بندر او ترمز ښارګوټي ترمنځ سیمې ته کډه شوي دي.
ښاغلي عظیمي وویل، د ایران قونسلګري د تهران د خپلې پالیسۍ او پرېکړې پر اساس خپل جګپوړي ډیپلوماتان له مزارشریفه اېستلي او یوازې د ټیټې کچې کار کوونکي یې پاتې دي.
خو یوې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي هویت یې... Читать дальше...
سرچینې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بدخشان ولایت د اتو ولسوالیو له سقوط وروسته طالبانو اوس جرم او راغستان ولسوالۍ هم نیولي دي.
د جرم ولسوالۍ ښاروال عبدالناصر بهادر ازادي راډیو ته وویل چې دا ولسوالي نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) ماسپښین د طالبانو لاس ته ولوېده او دولتي ځواکونه ترې په شا شول او د راغستان ولسوالۍ اجراییه مدیر مولوي حیات الله وویل چې طالبانو له یوې درنې جګړې وروسته پردې ولسوالۍ ولکه ټینګه کړه.
له دې مخکې یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي هویت یې ښکاره شي ازادي راډیو ته ویلي و... Читать дальше...
د لېتوانیا چارواکو د هغو ۱۱۶ غیر قانوني کډوالو د نیولو خبر ورکړی چې دوی وايي، بلاروس د اروپايي ټولنې د بندیزونو په ځواب کې په عمدي ډول د ګډ سرحد له لارې دې هېواد ته اړولي دي.
د لېتوانیا د سرحدي امنیت د دولتي خدماتو ادارې نن شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) همدا راز وویل چې د دې هېواد سرحدي ګارډ د یوې ډلې کډوالو د توقیف پر مهال اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.
سرحدي ګارډ وايي، له دې سره په تېرو دوو ورځو کې د نیول شوېو غیرقانوني کډوالو شمېر ۱۷۹ ته او په روان کال کې د ټولو نیول شوېو کډوالو شمېر ۹۳۸ ته لوړ شو. Читать дальше...
د امریکا په فلورېډا ایالت کې د یوې لوړې ودانۍ د نسکورېدو په پېښه کې د مړو کسانو شمېر وروسته له هغه ۲۲ ته لوړ شو چې څلور نور مړي د ودانۍ له کنډوالو څخه راواېستل شول.
میامي ښار ته نژدې د استوګنې د دې ۱۲ پوړیزې ودانۍ زیاته برخه د جون په ۲۴مه نېټه ونړېده او له هغه مهاله تر پرونه پورې د ژغورنې ډلو هېڅوک د ودانۍ په کنډوالو کې نه وو، موندلي، خو تر اوسه هم د ۱۲۶ کسانو نومونه د هغو کسانو په لېست کې دي چې تري تم دي.
د دې څلوېښت کلنې ودانۍ له نړېدو وروسته په نورو ښارونو کې چارواکو د لوړو زړو ودانیو د... Читать дальше...
روسیې د پنځمې پرله پسې ورځې لپاره د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو په شمېر کې د بې ساري زیاتوالي راپور ورکړی.
په داسې حال کې چې د روسیې حکومت د کرونا ویروس له نوې څپې سره د مبارزې هڅه کوي د دې هېواد مسوولو روغتیايي چارواکو نن شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶۹۷ کسانو د مړینې او د ۲۴۴۰۰ نوېو مواردو خبر ورکړ.
روسیې هم د نورو هېوادونو په څېر ویلي دي چې د کرونا ویروس د هندۍ بڼې په مثبتو مواردو او له دې کبله د مړینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.
کارپوهان وايي، د کرونا ویروس هندۍ... Читать дальше...
د افغانستان علماوو سرتاسري شورا په هېواد کې د وروستي وضعیت ته په کتو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او روانه جګړه یې یو ځل بیا ناروا وبلله.
د دغې شورا سرپرست مولوي سردارځدران د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د یو پرېکړه لیک په خپرولو وویل چې د جګړو دواړه خواووې باید ژر تر ژره روانه جګړه پای ته ورسوي.
ښاغلي ځدران پر طالبان غږ وکړ چې د 'اسلام او جهاد' په نوم جګړه دې ختمه او اسلام دې 'نه بدناموي'.
نوموړي وويل:"د دواړو اړخونو په ځانګړي... Читать дальше...
په افغانستان کې له تر ټولو ستر پوځي او هوايي اډې بګرام نه د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته، پنټاګون افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د بدلون طرحه تایید کړې ده.
د دې طرحې موخه، کابل کې د امریکا د ډیپلوماټیک حضور د امنیت ساتنه او تر خوا یې له افغان پوځ سره د اړیکو ساتل دي.
د پنټاګون ویاند جان کربي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) رسنیو ته وویل، د امریکا دفاع وزیر جنرال لوېډ اسټن دا طرحه منلې ده او ژر به په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر خپل ټول پرسونل جنرال فرانک مککېنزي ته وسپاري. Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په هرات ولایت کې د نورزاد پي، وي، سي تولیدي فابریکې خپل پانګونه یوه میلیون ډالرو ته لوړه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډيو ته وویل چې دغه فابریکې درې کاله وړاندې د درې لکو ډالرو په پانګونې سره په فعالیت پيل کړی و.
یاده فابریکه په یوه شپه او ورځ کې د ۱۳۰ متر مربع پي وي سي د تولید وړتیا لري چې د یادو موادو کړکې او دروازې تولیدوي او لسګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې.
دغه فابریکه له هرات سربېره خپل تولید کړي مواد د افغانستان نورو... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت اړوند د کرنې پراختیا صندوق او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ ۲،۲ میلیارډه افغانیو په ارزښت د پور ورکونې تړون لاسلیک شو.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې د دې هوکړه لیک پر بنسټ به د پنځو کلونو په ترڅ کې د کرنې برخه کې هغو فعالو نهه زره کسانو ته چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا پېژندل کېږي، پور ورکوي.
د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې... Читать дальше...
له څو ورځو راهیسې د خوست د مرکز په ځینو سیمو او ولسوالیو کې د شپې له خوا مخابراتي شبکې بندیږي چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د خوست اوسیدونکي وايي، ټیلیفون په اوسني وخت کې د ژوند له ضروري اړتیاوو ده، نو مخابراتي شبکې دې نه یوازې نه بندیږي، بلکې خلکو ته باید مخابراتي اسانتیاوې نورې هم ډېرې شي.
نن شنبه د چنګاښ په ۱۲مه د تریزیو او علي شېرو ولسوالۍ اوسیدونکي مختارالدین جلالزوی ازادي راډیو ته وویل، د خوست د ګڼو نورو سیمو په شان د دوی په ځای کې هم مخابراتي شبکې د مازدېګر له ۶ نه د سهار تر ۶ بجو بندې وي او یو بل ځای ټیلیفون نه کېږي. Читать дальше...
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له بېلابېلو مطالبو سره په خوا کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د روان تاوتریخوالي په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
هشت صبح
هشت صبح لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته امریکایانو د افغانستان په اړه د درې سناریو وړاندوینه کړې:
لومړی د حکومت له منځه تلل.
دوهم د کورنۍ جګړې پیل.
او بل هم په افغانستان کې د القاعده شبکې یو ځل بیا فعالیت.
د لیکوال په اند کله چې امریکا د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال په مې میاشت کې د پاکستان... Читать дальше...
افغان ملي اردو ته د امریکايي ځواکونو له خوا د باګرام هوايي اډې سپارلو د نړۍ د ډیرو رسنیو پام ور اړولی دی.
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو له بشپړ وتلو د وخت په رانژدې کېدو لویه پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.
د ورځپاڼې په وینا په دې پوځي اډې کې د امریکايي ځواکونو له شل کلن حضور وروسته دا اډه پرته له کوم شور ماشور او څرګندو مراسمو افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده.
نیویارک ټایمز د افغان او امریکايي چارواکو له قوله ویلي، د امریکايي ځواکونو... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، له لېرې موږ پر خپلو وړتیاوو کار کړی او کولای شو هغه لا پیاوړي کړو خو افغانان باید په خپله د ځپلو هوایي ځواکونو پر مټ چې دوی یې لري، وکولای شي امنیتي چارې په خپله سبمالې کړي.
بایډن دغه څرګندونې پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې داسې مهال وکړې چې پرون امریکايي ځواکونه د بګرام له لویې پوځي اډې ووتل او هغه یې د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارله.
ولسمشر بایډن وویل، دی ډاډه دی چې افغان مشران به وکولای شي چې خپل حکومت وساتي: "ګورئ، موږ شل کاله په دې جګړه کې ښکېل و. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Гонки на яхтах и практики лидеров рынка: предприниматели Татарстана станут участниками образовательной регаты в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Ролан Гаррос
Фалей уступила в квалификации открытого чемпионата Франции по теннису
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Более 600 деревьев высадили в дендропарке Ногинска
Путин в России и мире
Москва
Кадыров встретился с Путиным в Москве и пригласил его в Чечню
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Алла Пугачёва
Барецкий связал отмену концертов Михайлова в Петербурге с Пугачевой
Москва
РИА Новости: полиция изъяла компьютеры из офиса журнала "Компания"
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net