د افغانستان بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جنګ جګړو له زیاتېدو سره سم د کرنیزو محصولاتو د راټولولو فصل هم رارسېدلی.
په دې موسم کې باید بزګران د خپلو کرنیزو محصولاتو په راټولولو لګیا وای، خو په ځینو سیمو کې د پرلهپسې جګړو له امله بزګران نهشي کولای چې خپلو کارونو ته ورسېږي.
د بدخشان مرکز فیضاباد ښار اړوند د شورابک د سیمې اوسېدونکی بزګر صفيالله وايي، د جګړو له املهيې د څو میاشتو د زحمت حاصل په ځمکه ولاړ دی او نهشي کولای چې راټوليې کړي.
نوموړی چې د جګړې له لومړۍ لیکې... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په اروپا کې د کرونا ویروس نوې څپه په راتلو ده.
د کرونا د ډېلټا بڼه د روسیې په شمول په څو هېوادونو کې ډېره ثبت شوې ده.
په اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر هانس کلوګ نن یوې خبري غونډې ته وویل چې په ټوله اروپا کې په نویو پېښو کې د ۱۰ اوونیو کمښت پای ته رسېدلی.
هغه زیاته کړه که چېرې اروپایان غواړي د ویروس د ګړندي خپرېدو مخنیوی وکړي، باید مقررات رعایت کړي.
د کرونا ویروس د نویو پېښو شمېر تېره اوونۍ وروسته له هغه ۱۰ سلنه لوړ شو چې بندیزونه لیرې شول او خلکو یو وار بیا سفرونه او غونډې پیل کړې.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په روسیه کې دی او تمه ده پر امنیتي همکاریو او سیمهییزو مسایلو خبرې وکړي.
د امنیت شورا ویاند رحمتالله اندړ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی محب نن سهار روسیې ته تللی دی.
د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس هم راپور ورکړی چې تمه ده د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د روسیې د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پاټروشف سره د افغانستان پر وضعیت بحث وکړي.
ښاغلي محب داسې وخت روسیې ته سفر کړی چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو د سختو وسلهوالو نښتو راپورونه ورکول کېږي. Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې غواړي چې د افغانستان روانه جګړه د خبرو له لارې هواره شي.
شاه محمود قریشي نن له یوه پاکستاني ټلوېزیون سره د افغانستان په مسایلو باندې مرکه کړې ده.
د مرکې په یوه برخه کې هغه ویلي: "دوی باید خپل مسایل د خبرو له لارې حل کړي. که څوک په زور قدرت ته رسېدل غواړي، نو د وینې تویېدل به زیاتېږي او د افغانستان ګټه پهکې نهشته. د افغانستان زیان د پاکستان په تاوان هم تمامېږي. خدای مهکړه که د افغانستان وضعیت خراب شي، نو پاکستان هم ترې متأثره کېږي."
قریشي ویلي... Читать дальше...
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، له یوې خوا په هېواد کې د کرونا ناروغانو لپاره د روغتونونو ظرفیت کم دی او له بلې خوا په یو شمېر روغتونونو کې د پایوازانو د ګڼې ګوڼې له امله هم تر پوزې راغلي دي.
دوی وايي په روغتونونو کې له ناروغانو سره د پایوازانو شتون او اړیکې په ټولنه کې د ویروس د ډېر لېږد لامل کېږي.
اسدالله کاکړ چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی وایي، د کرونا ویروس د احتیاطي تدابیرو نهعملي کول د دې لامل شوی چې دا ویروس په چټکۍ خپور شي.
هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "لکه څرنګه چې... Читать дальше...
پوتین نژدي له دوو لسیزو راهېسې د روسیې مشري کوي، کله د جمهور ریس او کله د صدراعظم په توګه. په دې موده کې هغه ډیر ځله داسې ژمني کړي چې په عملي کولو کې یې پاتې راغلی. په دې راپور کې مو د پوتین له دې ژمنو څخه ځینو ته کتنه کړې.
د افغانستان دفاع وزارت وايي افغان هوايي ځواک نن په بلخ کې ۲۱ وسلهوال طالبان وژلي دي.
دغه وزارت په خپله فېسبوک پاڼه باندې د یوې هوايي حملې وېډیو هم خپره کړې چې پهکې یوه ډله خلک هدف ګرځول کېږي.
دفاع وزارت ادعا کړې چې نن تر غرمې مخکې د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د وژل شویو طالبانو ترمنځ د هغوی ۱۲ مهم قوماندانان هم شامل دي.
وسلهوالو طالبانو لا تر اوسه د دې هوايي حملې په تړاو څه نهدي ویلي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې تېر یو شپه په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له امله لږترلږه ۸۶ تنه مړه شوي دي.
د وزارت په وینا ۱۹۴۰ کسان په دې موده کې په کرونا اخته شوي هم دي.
داسې وخت د کرونا په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې د افغانستان روغتونونه تر ډېر فشار لاندې دي او د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره ځانګړي شوي روغتونونه له حده زیات ډک شوي دي.
د رسمي احصائیو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۲۲ زرو لوړ تللی او د مړو شمېر له پنځه زرو پورته شوی دی.
روغتیايي... Читать дальше...
د ایران ستر مذهبي رهبر ایتالله علي خامنهیي د دغه هېواد د قضائیه قوې لپاره یو نوی مشر ټاکلی.
غلام محسن محسني اژهیي د منتخب جمهور رئیس ابراهیم رئیسي پر ځای د قضائیه قوې مشر ټاکل شوی.
محسني اژهيي د لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا اروپايي ټولنې لهخوا له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې د بندیزونو په لېست کې شامل دی.
دی تر دې مخکې د قضائیه قوې د سختدریځي مشر ابراهیم رئیسي مرستیال و.
رئیسي د ۱۴۰۰ کال د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی او ژر به د حسن روحاني پر ځای لوړه وکړي.
د بشري حقونو مدافع ډلې د ایران د... Читать дальше...
د چین جمهور رئیس شي جین پېنګ د چین د کمونېست ګوند د تأسیس د ۱۰۰مې کالیزې په مناسبت د دې ګوند بریاوې وستایلې.
په دې مناسبت زرګونه کسان د تیانانمن په میدان کې راټول شوي وو.
شي جین پېنګ په خپله یوه ساعته وینا کې د ده په وینا د بهرني ځواکونو لهخوا پر چین د فشار راوړلو په وړاندې خبرداری ورکړ.
ده په خپله دې وینا کې په اقتصادي هوساینه او په نړۍ کې د پیکېنګ د اوسني وضعیت په برخه کې د چین د کمونېست ګوند بریاوې مهمې وبللې.
د چین کمونېست ګوند په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د نړۍ په دې ګڼ وګړي هېواد کې واک خپل کړ. Читать дальше...
وسله والو طالبانو په پکتیکا کې هغه پُل الوځولی چې د دې ولایت نهه ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین نن پنجشنبه غرمه مهال رسنیو ته وویل چې دغه پُل وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د مرکز ښرنې او ارګون تر منځ د پړاو په سیمه کې د ماین په وسیله ویجاړ کړی دی.
ارین وایي، د پُل زیاته برخه تخریب شوې او د دې ولایت له مرکز ښرنې سره د ارګون زون د نهو ولسوالیو اړیکه پرې شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د کابل طبي پوهنتون استادانو په لومړي ځل د اکسيجن یوه نوې اله جوړه کړې.
د بایو میډیکل انجینرینګ دې ډلې د اکسیجن يو داسې اله جوړه کړې چې په يوه دقيقه کې پنځلس ليټره اکسيجن تولیدوي.
دلته دا ډله وايي، که ملاتړ يې وشي کولای شي د افغانستان ټولو روغتونونو ته طبي وسايل جوړولی شي.
ازادي راډیو په دې راپور کې ورته کتنه کړې:
د غور والي عبدالظاهر فیض زاده وايي، کومې وسلې او مهمات چې له افغان ځواکونو د طالبانو لاس ته ورغلي پاکستان ته قاچاق کېږي.
ښاغلي فیض زاده دا ادعا نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) په هغه غونډه کې وکړه چې د غور د دولت یار ولسوالۍ اوسیدونکو د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په هدف جوړه کړې وه.
نوموړي ویلي: "هغه ټول عامه ملکیت چې دوی 'طالبانو' لوټ کړی دی، نه یې دي ساتلی. هغوی وسلې او مهمات هلمند ته وړي او له هغه ځایه پاکستان ته قاچاقېږي."
تردې دمخه د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر عبدالستار مېرزکوال... Читать дальше...
د افغانستان د نجونو د فوټبال له اولس کلونو د کم عمره ټیم به سبا له ایران سره لوبه وکړي.
د دوی لوبه د تاجیکستان پلازمېنه دوشنبه ښار کې د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په لړ کې ترسره کېږي.
د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډله دې لوبو ته پورته تمرینونه لري او په ښه چمتووالی یې ګډون کړی دی.
تمه ده افغانستان له ایران، تاجیکستان،ازبیکستان او قرغزستان سره لوبه وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر او د سولې په چارو کي د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي په خپل فیسبوک پاڼه کې نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) لیکلي چې د شل اوورېزو سیالیو لپاره د لوبډلمشر پر ټاکل کېدو د نجیبالله ځدران او رحمنالله ګُربز پرسر خبرې روانې دي.
عزیزالله فضلي پر خپلې رسمې فیسبوکپاڼې دا هم ویلي چې اوسني شرایطو ته په کتو نجیبالله ځدران تر ټولو لوبغاړو وړ کس دی، څو د شل اوورېزو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره لوبډلمشر وټاکل شي.
خو ښاغلي فضلي دا نه دي ویلي چې دا معلومات... Читать дальше...
د پکتیا ولایت د بدني روزنې ریاست وايي، د سیمه ییزې ادارې او اړوندو ورزشي بنسټونو په مرسته د لوبغاړو د مالي ستونزو د حل په هدف یې د مرستو یو صندوق جوړ کړی.
د دې ولایت د بدني روزنې رییس داوود مخصوص نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل، د دې ګام د ترسراوي لپاره شفافیت لومړۍ اصل دی.
د ښاغلي مخصوص په خبره، دا کار د هغو لوبغاړو لپاره ترسره کېږي چې له افغانستانه بهر د لوبو لپاره ځي، خو هلته مالي امکانات نه لري.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې دې صندوق ته د سوداګرو، شتمنو وزرشکارانو او هغه... Читать дальше...
د فوټبال دوه افغانې لوبڅارانې د مرکزي اسیا د نجونو د فوټبال په سیالیو کې لوبڅاري کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دوه افغانې لوبڅارانې فرحناز جلالي او سونیا نوري په همدې هدف نن تاجیکستان ته ولاړې.
د دې فدراسیون ویاند فیروز معشوف نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) ازادي راډيو ته وویل، فرحناز جلالي د لوبغالي د منځنې لوبڅارې او سونیا نوري د مرستیال لوبڅارې په توګه د مرکزي اسیا تر ۱۷ کلنو کم عمره نجونو د فوټبال په سیالیو کې د لوبڅارۍ په موخه تاجیکستان ته بلل شوې وې.
ښاغلی معشوف وايي، دغه... Читать дальше...
د کابل طبي پوهنتون بایو میډیکل انجینرینګ ډلې د اکسیجن يوه داسې اله جوړه کړې چې په يوه دقيقه کې پنځلس ليټره اکسيجن تولیدوي.
دې شپږ کسیزې ډلې له دې تجربې وروسته د علي اباد له روغتونه د لسو نورو ورته الو د جوړولو غوښتنه ترلاسه کړې ده.
د دې ډلې مشري پښتنه بنايي احمدزۍ وايي، حکومت باید د دوی لاس نیوی وکړي، څو د ورته طبي وسایلو په جوړولو کې لا پرمختګ وشي.
افغانستان کې داسې وخت د اکسیجن د تولید لپاره هڅې کېږي چې دا هېواد د کرونا د درېیمې څپې په اوج کې د اکسیجن له کمښت سره مخ دی.
دم ګړی په افغانستان... Читать дальше...
د اپتا هوکړه لیک د تعدیل په اړه په کابل کې د افغان چاروکو ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) ازادي راډيو ته که څه هم د دې ناستې کره نېټه ونه ښوده، خو زیاته یې کړه چې د دغې ناستې په اړه د ټولو سوداګرو او پانګوالو وړاندیزونه واخیستل شول.
د ښاغلي احمدي په خبره ممکن تر راتلونکي یو میاشت پورې د اپټا ناسته ترسره شي، خو د خصوصي سکټور لازمې مشورې د دې ناستې د هوکړه لیک د تعدیل په اړه راټولې شوي.
د افغانستان د صنعت... Читать дальше...
د افغانستان په شمال کې د ملي اردو چارواکي ادعا کوي چې په بلخ ولایت کې یې ۳۳ وسله وال طالبان وژلي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې افغان هوايي ځواکونو پرون چهارشنبه (د چنګاښ په ۹مه) ددې ولایت په کلدار او شورتیپه ولسوالیو کې د طالبانو په سنګرونو بمبارۍ کړي دي.
اعلامیه کې ادعا شوې چې په دې بریدونو سره د طالبانو د څو قوماندانانو په شمول ۳۳ تنه وژل شوي او ۱۹تنه نور یې ټپیان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه د افغان چارواکو د دې ادعا په تړاو تبصره نه ده کړې.
د هرات چارواکي وایي، پر غوریان ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله له ماتې سره مخامخ شوې ده.
د هرات والي عبدالصبور قانع وایي، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې د طالبانو د سرې قطعې د اوو غړېو په ګډون د دې ډلې لس وسله وال وژل شوي دي.
ښاغلي قانع زیاته کړه: "تېره شپه وسله والو طالبانو پر غوریان ولسوالۍ پراخه حمله وکړه. لومړی یې موټر بم چاودنه وکړه او ورپسې یې وسله والو برید پیل کړ. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مېړانه د غوریان ولسوالۍ دفاع وکړه او حمله یې په شا وتمبوله."... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ننګرهار ولایت کې د رُب او مربا د دوو سترو فابریکي د جوړیدو خبر ورکوي.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) ازادي راډيو ته وویل، پر دغه دواړو فابریکو ۲۵.۳میلیونه ډالر لګښت راځي چې نږدې ۵۰ سلنه يې د اسيا پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي.
ښاغلی رستمي وايي، دغه فابریکي په ډېر ژر فعاله شي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې د رُب فابریکه به په یو ساعت کې د ۴ مټریک ټنه رُب د مربا جوړېدونکي فابریکه به په یو ساعت کې ۰.۵ مټریک ټنه د بېلابېلو... Читать дальше...
د امریکا د دفاع پخوانی وزیر ډونالډ رمسفېلډ پرون چهارشنبه (د چنګاښ په ۹مه) د ۸۸ کلنۍ په عمر ومړ.
دی دوه دورې له ۱۹۷۵ تر ۱۹۶ او له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۶ کلونو تر منځ د امریکا د دفاع وزیر و.
په دوهمه دوره کې دی په افغانستان او عراق باندې د امریکا د بریدونو له اصلي مدیرانو بلل کېږي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د دفاع دا پخوانی وزیر یو وطنپاله کس بللی چې د ده په خبره "د ۲۱مې پېړۍ د څو لانجمنو پرېکړو په مرکز کې و."
ښاغلي خلیلزاد که څه هم له رمسفیلډ سره د خپلو مخالفتونو... Читать дальше...
په اسیا کې د کرونا ویروس د ډېلټا بڼې چټکې خپرېدا ته په پام په بنګله دېش کې له نن پنجشنبه(د چنګاښ ۱۰مه) څخه سخت ټولبند لګول شوی او اندونیزا هم بېړني اقدامات کړي دي.
د بنګله دېش حکومت د یوې اوونۍ په مخه اعلان شوي ټولبند د عملي کېدو لپاره پوځیان او پولیس ځای پرځای کړي دي.
د دغه ټولبند له مخې به ټول پلورنځي او دفترونه بند وي او د دې هېواد ۱۶۸ میلیونه وګړي به هم په خپلو کورونو کې پاتې کېږي.
دا به دغه بې وزلی هېواد لا له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي.
په بنګله دېش کې هم په دې وروستیو کې د کرونا د ډیلټا د بڼې پېښې ډېرې زیاتې شوي دي. Читать дальше...
د چین ولسمشر شي جېن پینګ د کمونېست ګوند لاسته راوړنې وستایلې او بهرنیو مخالفانو ته یې د پټکو پر وړاندې خبرداری ورکړ.
نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۹مه) د پیکینګ د تیانانمن لوی میدان کې یوې لویې غونډې ته په وینا کې وکړې.
شي د کمونېست ګوند په زرګونو غړیو ته په وینا کې د چین د اقتصادي هوساینې او نړیوال حیثیت په برخو کې د کمونیست ګوند پر رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د چین وګړي نه یوازې د زړې دنیا په ورانولو کې ښه دي، بلکې دوی نوې نړۍ هم جوړه کړې ده.
شي وویل، د چین بریالیتوب په ګوند پورې تړلی. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Дружба» провело экологические акции
Путин в России и мире
Москва
Кадыров пригласил Путина посетить Чечню
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Обыски в офисе журнала «Компания» прошли в рамках дела о вымогательстве
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net