علي خامنهیي د ایران د قضائیه قوې لپاره یو نوی مشر وټاکه
![علي خامنهیي د ایران د قضائیه قوې لپاره یو نوی مشر وټاکه](https://gdb.rferl.org/84e9b57d-2daa-4815-afe4-80de8709d6c1_w800_h450.jpg)
د ایران ستر مذهبي رهبر ایتالله علي خامنهیي د دغه هېواد د قضائیه قوې لپاره یو نوی مشر ټاکلی.
غلام محسن محسني اژهیي د منتخب جمهور رئیس ابراهیم رئیسي پر ځای د قضائیه قوې مشر ټاکل شوی.
محسني اژهيي د لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا اروپايي ټولنې لهخوا له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې د بندیزونو په لېست کې شامل دی.
دی تر دې مخکې د قضائیه قوې د سختدریځي مشر ابراهیم رئیسي مرستیال و.
رئیسي د ۱۴۰۰ کال د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی او ژر به د حسن روحاني پر ځای لوړه وکړي.
د بشري حقونو مدافع ډلې د ایران د قضائیه قوې اکثر مشرتابه د رژیم د مخالفانو په ځپلو تورن کړي.