د امریکا د دفاع پخوانی وزیر ډونالډ رمسفېلډ مړ شو
د امریکا د دفاع پخوانی وزیر ډونالډ رمسفېلډ پرون چهارشنبه (د چنګاښ په ۹مه) د ۸۸ کلنۍ په عمر ومړ.
دی دوه دورې له ۱۹۷۵ تر ۱۹۶ او له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۶ کلونو تر منځ د امریکا د دفاع وزیر و.
په دوهمه دوره کې دی په افغانستان او عراق باندې د امریکا د بریدونو له اصلي مدیرانو بلل کېږي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د دفاع دا پخوانی وزیر یو وطنپاله کس بللی چې د ده په خبره "د ۲۱مې پېړۍ د څو لانجمنو پرېکړو په مرکز کې و."
ښاغلي خلیلزاد که څه هم له رمسفیلډ سره د خپلو مخالفتونو یادونه کړې، خو په منځنۍ اسیا او قفقاز کې یې د هغه خدمات ستایلي.