د پکتیا ورزشکارانو لپاره د مرستې صندوق جوړ شو
د پکتیا ولایت د بدني روزنې ریاست وايي، د سیمه ییزې ادارې او اړوندو ورزشي بنسټونو په مرسته د لوبغاړو د مالي ستونزو د حل په هدف یې د مرستو یو صندوق جوړ کړی.
د دې ولایت د بدني روزنې رییس داوود مخصوص نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل، د دې ګام د ترسراوي لپاره شفافیت لومړۍ اصل دی.
د ښاغلي مخصوص په خبره، دا کار د هغو لوبغاړو لپاره ترسره کېږي چې له افغانستانه بهر د لوبو لپاره ځي، خو هلته مالي امکانات نه لري.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې دې صندوق ته د سوداګرو، شتمنو وزرشکارانو او هغه بنسټونو چې د ورزش په برخه کې کار کوي د مرستې په موخه پېسې راټولېږي.