د اروپا ملتونو جام د فوټبال پایلوبه؛ ایټالیا او انګلستان نن شپه لوبه کوي
![د اروپا ملتونو جام د فوټبال پایلوبه؛ ایټالیا او انګلستان نن شپه لوبه کوي](https://gdb.rferl.org/6a006d3a-762f-4264-91e5-b63282d92ddc_cx0_cy52_cw0_w800_h450.jpg)
د اروپا ملتونو جام د فوټبال پایلوبه یا فاینل مسابقه نن شپه د ایټالیا او انګلستان ترمنځ کېږي.
دغه مسابقه نن شپه د کابل پر وخت ۱۱ نیمې بجې د لندن په ویبملي (Wembley) سټډیوم کې کېږي.
په نیمه پایلوبه کې ایټالیا د اسپانیا او انګلستان د ډنمارک په ماتولو سره فاینل یا پایلوبې ته ووتل.
د اروپا د ملتونو جام سیالۍ د جون میاشتې پر ۱۱مه پیل شوې وې چې نن د جولای پر ۱۱مه پای ته رسېږي.