د افغانستان مالیې وزارت خبرداری: هېواد له بشري ناورین سره مخ دی
![د افغانستان مالیې وزارت خبرداری: هېواد له بشري ناورین سره مخ دی](https://gdb.rferl.org/978277a1-d6c2-4599-bcb7-b50a1667f417_w800_h450.jpg)
د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړو او سږنیو وچکالیو له امله ګڼ افغانان بشري مرستو ته اړ دي.
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۰» په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ له دفتر، یوناما سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د اټکل له مخې په ۲۰۲۱م کال کې به شااوخوا ۱۸،۴ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
نوموړي وویل چې د روان وضعیت له امله به له پنځه کلنۍ ښکته عمر لرونکي نږدې نیمایي برخه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي او څه باندې یو په درېیمه برخه وګړي به په ۲۰۲۱ کال کې د خوړو نهخوندیتوب او اوبو له کمښت سره مخ شي چې له دې امله به بېړنیو مرستو ته اړ وي.
ښاغلی پاینده زیاتوي: "موږ نن ورځ له یوه ناوړه بشري ناورین سره مخ یو، دا بشري ناورین د جګړو، نا امنیو، وچکالۍ او «کووېډ-١٩» ناروغۍ خپرېدو له امله رامنځته شوی او اړتیا ده چې نږدې ١٢ ملیونه افغانانو سره بشري مرستې وشي او دا هم اړتیا ده چې په ګډه د مرستو غږ وشي او په همدې اساس نن افغان حکومت او د ملګرو ملتونو سازمان په ګډه دغه هڅې پیل کړي څو له بشري ناورین څخه مخنیوی وشي."
تر دې وړاندې هم یو شمېر نورو سازمانونو په دغه هېواد کې د وچکالۍ او ناامنۍ له امله د بشري ناورین خبرداری ورکړی.
د ملګرو ملتونو سازمان د اټکل پر بنسټ، افغانستان په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې ۱،۳ میلیارده امریکایي ډالرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو جلبولو په هدف د افغان حکومت او ملګرو ملتونو سازمان په دغه ګډ خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال ډاکتر رامزالاکبروف وویل: "که تاسو زموږ د بشردوستانه اقدام پلان ته وګورئ چې د کال په لومړیو کې مو خپور کړی و، هغه کې مو واضحه کړې وه چې د افغانستان د وګړو نیمايي بشري مرستو ته اړ دي. او د خوندیتوب ملاتړ ته اړتیا لري. اوسني بېړني حالت او وچکالۍ له کبله په درېیو کې یو افغان له ناورین او د خوړو له نهخوندیتوب سره مخامخ دی."
خو د مالیې وزارت وایي د افغانستان د مرستې صندوق ته یوازې ۲۶ سلنه بودجه تأمین شوې ده او یاد صندوق د ۹۵۳ ملیونه امریکایي ډالرو له کمښت سره مخ دی.
د دغه وزارت په وینا، حکومت له نړیوالې ټولنې سره د بشردوستانه مرستو په غوښتلو کې همغږی دی او د ملګرو ملتونو سازمان سره په همکارۍ او همغږۍ او د اړتیا وړ مرستو د جلبولو په برخه کې زیار باسي.