مسکو: د کرونا ناروغانو د زیاتېدونکې مړینې له کبله تازه محدودیتونه نهلګوو
![مسکو: د کرونا ناروغانو د زیاتېدونکې مړینې له کبله تازه محدودیتونه نهلګوو](https://gdb.rferl.org/67d70c46-4763-4f45-9ca3-87b1fac95981_w800_h450.jpg)
روسیه وايي د کرونا له کبله د مړو د شمېر له زیاتېدو سره سره به تازه محدودیتونه ونهلګوي.
دا څلورمه پرلهپسې ورځ ده چې په روسیه کې په بېساري ډول ډېر کسان په کرونا ویروس مري.
د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف نن خبریالانو ته وویل، هېڅوک محدودیتونه نهغواړي، دا موضوع اوس په بحثونو کې شامله هم نهده.
پېسکوف واکسین له روان بحران څخه د وتلو یوازنۍ لاره وبلله.
تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د روسیې چارواکو د ۲۴ ساعتونو په موده کې د ۶۷۹ کسانو مړینه اعلان کړه.
تر دې یوه ورځ مخکې په کرونا ویروس د ۶۷۲ کسانو مړینه ثبت شوې وه.