اشرف غني او سکاټ مېلر له افغانستان سره د مرستو پر دوام خبرې وکړې
![اشرف غني او سکاټ مېلر له افغانستان سره د مرستو پر دوام خبرې وکړې](https://gdb.rferl.org/a099063f-966c-45ed-93ae-6f09d014ad38_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره د مرستو پر دوام او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو مشرانو نن په ارګ کې له کابل سره د واشنګټن د همکاریو د دوام ترڅنګ د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د نوي فصل او له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ پر دوام بحث وکړ.
دا کتنه داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د جګړو شدت او د ولسوالیو لاس په لاس کېدل زیات شوي دي.