محب له خپل روسي سیال سره د افغانستان شمال کې د ناامنیو پر زیاتېدو خبرې وکړې
![محب له خپل روسي سیال سره د افغانستان شمال کې د ناامنیو پر زیاتېدو خبرې وکړې](https://gdb.rferl.org/86ea08e6-ef4c-4c4d-b509-0f1a9d43e03a_cx0_cy6_cw58_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له خپل روسي سیال نیکولای پاتروشیف سره نن په مسکو کې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو پر زیاتېدو خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا ویاند رحمتالله اندړ نن رسنیو ته په لېږلي وېډیويي پیغام کې وویل: "هوکړه وشوه چې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو پراختیا، د افغانستان، روسیې او منځنۍ اسیا د هېوادونو ګټې ګواښلی شي. د افغانستان او روسيې د ملي امنيت سلاکارانو د بېړني اوربند او مذاکراتو پر اړتيا، د جنګ پر ختمولو او خپلواک، حاکم او بسيا افغانستان ټينګار وشو."
په وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د جګړو شدت د منځنۍ اسیا ځیني هېوادونه اندېښمن کړي دي.