د اسرائیل جنګي الوتکو غزه کې د حماس ډلې د وسلو د تولید ساحه وویشته
![د اسرائیل جنګي الوتکو غزه کې د حماس ډلې د وسلو د تولید ساحه وویشته](https://gdb.rferl.org/8112c5af-13f1-4f68-b019-a4794dfe2fcd_w800_h450.jpg)
د اسرائیل جنګي الوتکو تېره شپه په غزه کې د حماس ډلې د وسلو د تولید ساحه ویشتلې ده.
د اسرائیل پوځ وايي، دا حمله وروسته له هغې وشوه چې له دې ساحې د اسرائیل پر لوري اورشیندونکي بالونونه وویشتل شول.
په تازه هوايي حمله کې د چا د مرګژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی.
دا په مې میاشت کې د غزې د حماس رهبرانو پر خلاف له ۱۱ ورځنۍ شخړې راوروسته د اسرائیل لهخوا د هوايي حملو درېیمه لړۍ ده.
د اسرائیل هره حمله د حماس د فعالانو لهخوا د اورشیندونکو بالونونو د ویشتلو په ځواب کې شوې چې دغه بالونونه د اسرائیلي بزګرانو په کروندو کې د اورلګېدو سبب شوي دي.
د مصر او نورو هېوادونو منځګړي هڅه کوي، هغه اوربند چې د وروستۍ وسلهوالې شخړې د ختمېدو سبب شوی، برحاله وساتي.