غزني ته د کیمياوي نشهيي موادو د قاچاق مخه ونيول شوه
![غزني ته د کیمياوي نشهيي موادو د قاچاق مخه ونيول شوه](https://gdb.rferl.org/EFC9ED6C-AC32-4B0F-9BA2-1F82511D2899_cx0_cy31_cw0_w800_h450.jpg)
د غزني پولیسو دې ولایت ته د کیمياوي نشهيي موادو د قاچاق مخه ونيوله.
د غزني ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د دې ولايت په مرکز کې درې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۱۳ کيلوګرامه ښیښه، دوه کيلوګرامه هيروئين او دوه کيلوګرامه کرسټل ونيول شول.
له بلې خوا د کابل د امنيه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وويل چې پولیسو د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې ۹ کيلو او ۷۲ ګرامه چرس له قاچاق کوونکي سره یو ځای نيولي دي.