افغانستان ته له پاکستانه تر زر لیټره ډېر قاچاق کېدونکي شراب ونيول شول
![افغانستان ته له پاکستانه تر زر لیټره ډېر قاچاق کېدونکي شراب ونيول شول](https://gdb.rferl.org/a32d2ac5-54eb-423f-a42e-c278aeaa9455_cx14_cy13_cw72_w800_h450.jpg)
تر زر لیټره ډېر شراب له پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاق پر مهال ونيول شول.
د خوست له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۱،۲۰۰ لیټره شراب چې د تېزابو په ډبو کې اچول شوي، خوست ته د قاچاقو پر مهال ونيول.
د خوست امنيه قوماندان سيفالله سرحدي ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشهيي موادو د قاچاق په تور د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه هم نيول شوي دي.