Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Февраль
2021

Новости за 04.02.2021

د واکسین نړیواله ټولنه افغانستان ته د کووېډ- نولس ۳ میلیون ډوزه واکسین ورکوي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان به تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې، د کرونا ویروس پر وړاندې درې میلیونه ډوزه واکسینونه ترلاسه کړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا واکسینونه د واکسین د نړیوالې ټولنې د ۱۶ میلیونه واکسینونو د مرستې یوه برخه ده چې د دې هېواد لپاره په پام کې نیول شوي. د دې وزارت د کتلوي معافیت مشر غلام دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل چې د واکسین نړیوالې ټولنې د واکسینونو د عادلانه ویش د اصل له مخې په لومړي پړاو کې د افغانستان ۸ میلیونه وګړو ته واکسینونه په پام کې نیولي دي. ښاغلي نظري وویل چې... Читать дальше...

"حکومت جلال اباد کې اسناد لرونکي او بې اسناده ټولې رکشاوې درولي"

Pa.azadiradio.com 

د ننګره په مرکز جلال اباد کې رکشا چلوونکي وایي، حکومت اسناد لرونکي او نه لرونکي ټولې رکشاوې نیسي چې دې سره به زرګونه کسان بې روزګاره شي. سبحان الله د جلال اباد ښار یو رکشا چلوونکی وایي، که څه هم رکشا یې قانوني اسناد لري، خو ۸ ورځې وړاندې پولیسو ترې رکشا درولې او د بېرته راخوشې کېدو لپاره یې شېبې شماري. دی سره له دې چې ښار کې د نظم راوستو په پار د پولیسو دا چاره پرځای ګڼي، خو زیاتوي چې که داسې په ورځو-ورځو د خلکو رکشاوې درول کېږي، نو ګڼ خلک به د بې روزګارۍ له کبله له ستونزو سره مخ شي. سبحان الله وايي... Читать дальше...



د هرات والي: طالبانو د غوریان ولسوالۍ د امنیت مدیر وواژه

Pa.azadiradio.com 

د هرات د غوریان ولسوالۍ د امنیت مدیر روح الله نظري نن پنچشنبه (د سلواغې ۱۶مه) غرمه مهال د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو.  د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، په دې پېښه کې چې د غوریان او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ارېزم په سرحدي سیمه کې وشوه، درې تنه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي هم دي.  وسله والو طالبانو ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. غوریان د ایران سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده.

ارزګان کې له خپلو حقونو بې برخې مېرمنې؛ "راډيو هم د کورنۍ له غړو په غلا اورو"

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان یو شمېر مېرمنې وايي، که څوک وغواړي د خپلو حقوقو دفاع وکړي، مبارزه یې ښايي مثبته نتیجه ولري.   دوی وايي، دې ولایت کې هغه نجونې چې کورنۍ يې د زده کړو، کار او  نورو  اساسي  اړتیاوو د پوره کولو اجازه نه ورکوي، دوی د کور د څلورو دیوالونو منځ کې په نه امکاناتو خپله مبارزه پیل کړې ده. هغه دا چې د دوی په وینا خپله مبارزه یې له سیمه ییزو راډيو ګانو سره د ټیلیفون له لارې پیل کړې او دوی ته خپل حالت بیانوي.   که څه هم یادو کلیوالو مېرمنو ته د ټیلیفون کارولو او رسنیو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي،... Читать дальше...

"تېر۲۰۲۰ د ۲۰۱۹ پرتله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۲۶ سلنه زیات شوی"

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خپل تازه راپور کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې. دا راپور چې د پنج‌شنبې (د سلواغې ۱۶مه) په ورځ خپور شو په کې راغلي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲پېښې ثبت شوي چې په کې وهل ټکول، تښتول، ټپي کېدل، ګواښل او د غیر قانوني کړنو نورې برخې شاملې دي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، دا شمېرې د ۲۰۱۹ میلادي کال پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي. د دې کمېټې د عدالت غوښتنې برخې مسوول صدیق‌الله توحیدي... Читать дальше...

د افغانستان بانک د پرېکړې په غبرګون د صرافانو سرتاسري شورا کار بندیز اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا د افغانستان بانک د تازه پرېکړې په غبرګون کې د راتلونکې اوونۍ له شنبې ورځ په ټول هېواد کې کار بندیز اعلان کړ. د دې شورا مسولین وايي، تر هغې چې مرکزي بانک او مالیې وزارت د صرافانو د جوازونو او مالیو برخه کې رغنده ګامونه پورته نه کړي، خپل کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.  د دې شورا ویاند هاشم روضوي ازادي راډيو ته وویل: "لومړنی دلیل چې د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا خپلې ټولې صرافیانې بندي کړي، هغه د مرکزي بانک له خوا په اجباري ډول صرافیانو ته د شرکتي جوازونو... Читать дальше...

ځینو امریکايي سناتورانو پر یو شمېر روسي چارواکو د بندیزونو لایحه وړاندې کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د سنا جرګې د دواړو ګوندونو د سناتورانو یوې ډلې د روسیې پر هغو چارواکو چې د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالنۍ په مسمولو کې لاس لري، د بندیزونو د لګولو لپاره یوه لایحه وړاندې کړه.  دا لایحه پرون (چهارشنبه) یوه ورځ وروسته له دې وړاندیز شوه چې د مسکو یوې محکمې ناوالنۍ په نږدې ۳ کاله بند محکوم کړ.  لایحه د امریکا حکومت ته لارښوونه کوي چې معلومه کړي ایا کرملېن د امریکا د متحده ایالاتو د هغو قوانینو سرغړونه کړې چې پر اساس‌یې د کیمیايي او بیالوژیکي وسلو استعمال منع دی.



کانګرس ته د افغانستان په اړه استول شوي راپور ته د افغان حکومت او طالبانو غبرګون

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت هغه راپور مثبت وارزاوه چې د امریکا د کانګرس په غوښتنه د افغانستان د مطالعاتو ډلې برابر کړی او له طالبانو سره د واشنګټن پر تړون د بیا ارزونې او په ټوله کې د افغانستان له دولت سره د سولې د هڅو پر ملاتړ ټینګار کوي.  طالبان د افغانستان د مطالعاتو ډلې راپور "نیمګړی" بولي. په راپور کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ته سپارښتنه شوې چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره هغه ضرب‌الاجل وغځوي چې له طالبانو سره د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې د تړون د عملي کېدو یو عمده شرط دی. Читать дальше...

جلال‌اباد کې یوې چاودنې یو ماشوم او د ملي امنیت دوه کارکوونکي ژوبل کړل

Pa.azadiradio.com 

په جلال‌اباد ښار کې یو ماشوم او د ملي امنیت دوه کارکوونکي په یوه چاودنه کې ژوبل شول.  یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د دوهمې ناحیې د مشکو کوڅې ته نږدې د ملي امنیت د کارکوونکو په یوه کرولا موټر کې وشوه.  له دې جلا پرون ماښام د ترینکوټ په خیروکارېز سیمه کې په یوه غلچکي برید کې ۲ پولیس ووژل شول.  تر اوسه د دواړو پېښو مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

کوواکس د کرونا لږترلږه ۳۳۰ ملیون دوزه واکسین بې‌وزلو هېوادونو ته ځانګړي کړل

Pa.azadiradio.com 

د واکسین وېشلو مؤسسې (کوواکس) د 'کووېډ-۱۹' لږترلږه ۳۳۰ ملیون دوزه واکسین بې‌وزلو هېوادونو ته ځانګړي کړي او غواړي چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې وروسپاري.  دا خبره د دې مؤسسې مشرانو پرون (چهارشنبه) اعلان کړه او ویې‌ویل چې په لومړي پړاو کې به د دوی له لوري وېشل کېدونکي واکسین د ۱۴۵ هېوادونو ۳،۳ سلنه خلکو ته ورسېږي.  د روغتیا د نړیوال سازمان یوې چارواکې ان لیند ستراند یوې غونډې ته وویل چې د کوواکس د واکسین ورکړه باید د فبرورۍ په پای او د مارچ په لومړیو کې پیل شي.

د ازادۍ کور: روسیه او ایران د هغو هېوادونو سر کې دي چې بهر کې ځپونکي اقدامات کوي

Pa.azadiradio.com 

د حقونو یوه نړیواله مدافع ډله وايي، روسیه او ایران د نړۍ د هغو اسبتدادي هېوادونو په سر کې دي چې د ځپونکو اقدامونو جرړې یې له دې هېواده بهر ته هم غځېدلې دي.  د 'ازادۍ کور' په راپور کې راغلي دي چې تهران او کرملېن خپل وګړي په بهر کې په نښه کوي. په راپور کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو یادونه هم شوې ده.  د 'ازادۍ کور' چې مرکز یې په امریکا کې دی په یوه نوي راپور کې ویلي چې د روسیې حکومت له دې هېواده بهر هم پراخ او قهرجن ځپونکي فعالیتونه لري او په دې ترڅ کې تر ډېره په... Читать дальше...

د افغانستان د زعفرانو سږني حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د هېواد د زعفرانو (سرو طلاوو) سږني حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکنډي هغه ولایتونه دي چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران تولیدوي. ښاغلي رستمي زیاته کړه: "په ۱۳۹۹ کال کې په نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي و. له دې ډلې د هرات په ولایت کې اووه زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه او په ټوله‌ییزه توګه د نورو ولایتونو په نږدې ۵۰۰ هکټاره... Читать дальше...

د افغانستان د صرافانو ملي اتحادیې په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صرافانو ملي اتحادیې د راتلونکې اوونۍ د شنبې له ورځې د پلازمېنې په ګډون په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړی دی.  د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو د سراسري شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، تر هغې چې د دوی غوښتنې او ستونزې هوارې نه‌شي مارکېټونه به تړلي وي.  په اعلامیه کې راغلي د افغانستان بانک دې د پخوا په شان انفرادي صرافیو او پولي خدمتونو ته جوازونه توزېع او تمدید کړي او د دوی فعالیتونه دې د صرافانو مقررې مطابق قانوني کړي.  له دې وړاندې د انفرادي صرافیو جوازونه درې کلن و. Читать дальше...

چارواکي: بلخ کې د افغان ځواکونو بریدونو له ۱۰ زیات وسله‌وال طالبان ووژل

Pa.azadiradio.com 

امنیتي چارواکي وایي، په بلخ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې له ۱۰ زیات وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.  د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل، په هغو بریدونو کې چې نن سهار وختي د بلخ ولسوالۍ د بابه یوسف په کلي کې پر طالبانو وشول، د دې ډلې ۶ وسله‌وال ووژل شول.  د خبرپاڼې له مخې ملکیانو ته په دغو بریدونو کې زیان نه‌دی رسېدلی.  دغې قول اردو په یوه بله خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د بلخ لپاره د طالبانو د مرستیال والي مولوي مطیع‌الله پر یوه مرکز د هوایي... Читать дальше...

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر مسکو ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل نن په درې ورځني سفر مسکو ته ځي. نوموړی دغه سفر داسې مهال ترسره کوي چې د روسیې د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالنۍ د زنداني کېدو او د مظاهرو کوونکو د ځپنې په خاطر پر مسکو د لوېدیځو هېوادونو انتقادونه زیات شوي دي.  له روسي چارواکو سره د بورېل د خبرو یوه مهمه موضوع به همدا وي.  بورېل ټینګار کړی چې دی به په دې سفر کې په دې اړه کرملېن ته ښکاره پیغام ورکړي.  دا به له ۲۰۱۷ کال وروسته روسیې ته د اروپایي ټولنې د یوه لوړپوړي چارواکي لومړی سفر وي چې ترسره کوي یې. Читать дальше...

میانمار کې فېس‌بوک او نورې ټولنیزې شبکې بندې شوې

Pa.azadiradio.com 

فېس‌بوک او نورې ټولنیزې شبکې په میانمار یا پخوانۍ برما کې بندې شوې دي.  درې ورځې وړاندې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د دې هېواد پوځ قدرت په لاس کې واخیست او د حکومت مشره انګ سان سوچي یې له واکه لیرې کړه.  فېس‌بوک او انترنتي څارونکو نن پنجشنبې تأیید کړه چې په میانمار کې د فېس‌بوک، واټس اپ او انستاګرام په ګډون یو شمېر ټولنیزو شبکو ته لاسرسی محدود شوی دی.  د فېس‌بوک ویاند انډي سټون وویل، له چارواکو غواړي چې شبکو ته د فعالیت اجازه ورکړي ترڅو د میانمار اوسېدونکي له خپلو کورنیو او ملګرو سره په تماس کې شي او مهمو معلوماتو ته لاسرسی ولري. Читать дальше...

امریکا او روسیې په رسمي ډول د «نیو سټارټ» د اټمي وسلو تړون تمدید کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې او روسیې په رسمي ډول د «نیو سټارټ» په نوم د اټمي وسلو تړون د پنځو کلونو لپاره تمدید کړ.  د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه ګام د وسلو د کنټرول لپاره د خبرو دوام ته لاره برابروي.  د نیو سټارټ تړون ۲۰۱۰ کال کې د روسیې او امریکا ترمنځ لاسلیک شو او د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په پنځمه‌یې موده پای ته رسېده.  اوس د امریکا نوې ادارې له روسیې سره د پنځو نورو کلونو لپاره دغه تړون وغځاوه او هیله‌یې ښودلې چې دا کار به د وسلو د سیالۍ مخنیوی وکړي.  امریکا له روسیې سره دغه... Читать дальше...

کانګرس ته راپور: امریکا باید له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو ضرب‌الاجل وغځوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالات دې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره د مې میاشتې د لومړۍ نېټې وروستی ضرب‌الاجل وغځوي او په دې هېواد کې د ځواکونو کمول دې د سولې په خبرو کې په پرمختګ او په دې پورې وتړي چې ایا طالبان شخړې کموي او د القاعده مخنیوی کوي.  دغه غوښتنه په هغه راپور کې چې د کانګرس په غوښتنه د افغانستان د مطالعاتو ډلې برابر کړی، شوې ده.  د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دغه راپور کې ویل شوي چې واشنګټن دې له افغان سولې څخه لاس نه‌اخلي، خو د بریالیتوب لپاره‌یې د مې تر لومړۍ نېټې پورې شرایط نه‌دي برابر. Читать дальше...


Музыкальные новости
Виктор Тепляков

Комиссионный осмотр прошёл в школе №20 им. Гапанца Ивана Владимировича





Персональные новости
Петербург

Санкт-Петербург не смог обойти Москву в рейтинге жизни населения





د خوړو نړیوال پروګرام ۲۰۲۱ کال کې له ۱۳ ملیونه اړمنو افغانانو سره مرستې کوي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.اېف.پي) وایي، روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې به افغانستان کې له ۱۳ ملیونه اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.  په کابل کې د دغې ادارې ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل، دوی د اړمنو کسانو لېستونه برابر کړي او خوراکي مواد او پیسې پرې وېشي. ښاغلی اماني زیاتوي: "د دوی لپاره موږ پلانونه لرو، 'ډبلیو.اېف.پي' په پام کې لري چې ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې ۱۳ ملیونه کسانو ته د خوراکي توکو یا نقدو پیسو مرسته ورسوي، زموږ دا پلانونه دوام لري، د افغانستان هر ځای کې چې اړتیا پېښه شي، موږ... Читать дальше...

د بین‌الافغاني خبرو ټکني کېدل؛ د دولت پلاوي له خلکو سره د خبرو لړۍ پيل کړه

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو له ټکني کېدو وروسته د دولت پلاوي له خلکو سره د خبرو اترو یا دیالوګ لړۍ پيل کړې ده.  په همدې ترڅ کې پرون د مرکچي پلاوي دوو غړو مولوي عطاالله لودین او شریفې زرمتۍ د کندهار له اوسېدونکو سره غونډه درلوده.  د مرکچي پلاوي په ټویټرپاڼه کې لیکل شوي چې دې غونډه کې ګډونوالو د سولې په چوکاټ کې پر بشري حقونو، زده‌کړو، د جنګیالیو پر بیا ادغام، بیان ازادي، ډیموکراسۍ او یوشمېر نورو مسئلو بحثونه وکړل.  د دولت مرکچي پلاوي ویلي، دوی ته د خلکو نظرونه مهم دي او زیاته کړې ده چې ورته لیدو کتو ته به دوام ورکړي. Читать дальше...

د مقناطیسي ماین چاودنو د مخنیوي لپاره د افغانستان کورنیو چارو وزارت غوښتنې

Pa.azadiradio.com 

په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مقناطیسي ماینونو د چاودنو له زیاتوالي وروسته، کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې په خپل احتیاط او دقت سره د دغو ماینونو د مخنیوي هڅه وکړي.  دغه وزارت پرون ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل، موټر لرونکي باید د موټر له روانولو مخکې او یا هم له درولو وروسته د خپل موټر شاوخوا چک کړي.  په خبرپاڼه کې راغلي، د مقناطیسي ماینونو یوه بڼه د لاس د ورغوي په اندازه ده او په اسانۍ سره‌یې "ترهګر" په موټرو پسې نښلولی شي.  د خبرپاڼې له مخې د دغو ماینونو ګڼ شمېر کاروونکي نیول شوي، خو بیا هم دغه څپه پای ته نه‌ده رسېدلې. Читать дальше...

د عدالت نړیوالې محکمې د ایران او امریکا د ۲۰۱۸ کال پر دوسیې غور کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو لوړپوړې محکمې پرېکړه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۰۱۸ کال پر دوسیې غور کولای شي.  د امریکا په وړاندې د ایران په دغې دوسیه کې پر تهران د بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه شوې ده.  د عدالت نړیوالې محکمې د پلاوي اکثرو قاضیانو پرون دغه پرېکړه وکړه.  ایران ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال دغې محکمې ته شکایت وکړ چې د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران او د نړۍ د قدرتونو له اټمي تړونه ووت او پر دغه هېواد یې بندیزونه ولګول.  د عدالت نړیوالې محکمې پرېکړې الزامي دي، خو د هغو د عملي کولو قدرت نه‌لري.

د ناوالنۍ په اړه د لوېدیځو هېوادونو د فشارونو په وړاندې د مسکو مقاومت

Pa.azadiradio.com 

د روسیې چارواکو پر کرملېن د لوېدیځو هېوادونو د فشارونو پر وړاندې مقاومت ښودلی دی.  پر مسکو دا فشارونه وروسته تر دې راغلل چې پرون د روسیې یوې محکمې د کرملېن منتقد الکسي ناوالنۍ په زندان محکوم کړ.  د امریکا یوه لوړپوړي جنرال او د اروپا د متحده ځواکونو قوماندان تاد والترز پرون په بروکسل کې وویل چې د ناوالنۍ پر قضیې سخته اندېښنه لري.  ښاغلی والترز زیاتوي: "موږ کاملاً د روسیې د فعالیتونو څارنه کوو، زه په واقعي ډول هر هغه څه ارزوم چې هغوی له ۲۰۱۴ کال را په دې خوا ترسره کړي دي، موږ د ناوالنۍ د دوسیې... Читать дальше...

روسیه د شوروي اتحاد له ۴ جمهوریتونو سره هوایي او د رېل ګاډي فعالیتونه پيلوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین د پخواني شوروي اتحاد له څلورو جمهوریتونو سره د هوایي کرښو او رېل ګاډي د فعالیتونو د بیا پيل فرمان لاسلیک کړ.  د فرمان له مخې راتلونکې اوونۍ د مسکو او د بلاروس د پلازمېنې مېنسک ترمنځ د رېل فعالیتونه له سره پیلېږي.  د مسکو او مېنسک ترمنځ د الوتنو شمېر هم په اوونۍ کې پنځو ځلونو ته زیاتېږي.  د فرمان له مخې د مسکو او د قرغزستان د پلازمېنې بشکېک ترمنځ هم الوتنې په اوونۍ کې درې ځلونو ته زیاتېږي.  له اذربایجان او ارمنستان سره هم د پروازونو د زیاتېدو خبره شوې ده.

Спорт в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии спорта в селах Чукотки


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Хромачёва и Сизикова пробились в финал турнира WTA в Рабате в парном разряде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Анализ российского рынка одноразовой биоразлагаемой посуды: итоги 2023 г., прогноз до 2027 г.





Путин в России и мире
Москва

Кадыров пригласил Путина посетить Чечню


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

БелТА: Путин обсудит с Лукашенко связи Москвы и Минска, а также внешнюю политику




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Булат Окуджава

В Душанбе открылась книжная выставка, посвящённая Юлии Друниной и Булату Окуджаве



Москва

Руководитель фракции КПРФ Наумов посетил парламентские слушания в Госдуме РФ

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net