د افغانستان د پلټنې عالي اداره وايي، د حکومت لوړپوړو چارواکو د فساد۲۶ قضیو کې دولت ته ۷ سوه میلیونه تاوان اړولی دی.
د پلټنې عالي اداره وايي، یو شمېر دولتي لوړ پوړي چارواکي په مالي فساد کې لاس لري.
د دې ادارې مسوولینو وویل، د ۱۳۹۹ کال د مالي چارو څېړنې په ترڅ کې یې موندلې چې یو شمېر وزیران، محلي چارواکي، د پولیسو قومندانان او ځیني نور دولتي او غیر دولتي کارکونکي په مالي فساد کې شامل وو.
د پلټنې عالي ادارې مشر محمد نعیم حقمل د یکشنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل: "په دې څېړنه کې... Читать дальше...
د ایران رهبر ایت الله علي خامنه ای وايي، که امریکا متحده ایالتونه غواړي چې ایران د نړۍ له اټومي قدرتونو سره تړون ته ور وګرځي، ټول بندیزونه دې له تهرانه لرې کړي.
د ایران دولتي ټلویزیون د راپور له مخې علي خامنه اي نن په دې اړه خبرې کړي دي.
هغه زیاته کړې چې دا د ایران قطعي سیاست دی او څوک ترې نه شي ګرځېدی.
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له امریکا غوښتی و چې ژر تر ژره دې اټومي تړون ته ور وګرځي.
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرم په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د پاکستان سفیر ته ویلي، چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پر افغان خاوره راکټي بریدونه د منلو نه دي.
ښاغلي اتمر د پاکستان له سفیر منصوراحمد خان سره نن په بهرنیو چارو وزارت کې لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې اتمر په دې لیدنه کې د پاکستان له سفیر وغوښتل چې د راکټي بریدونو په تړاو د افغانستان اندېښنې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته ورسوي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو له لارې د ستونزو په هواري ټینګار وکړ. Читать дальше...
پولنډ هېواد د افغانستان لپاره ۳۸۰ ميليونه بانکنوټونه چاپوي چې يوه برخه يې واردمخه چاپ شوې او افغانستان ته رسېدلې.
په دې ويډيو کې د نوو چاپ شوو بانکنوټونو ځانګړتياوو په اړه لا ډېر ليدلی شی.
نهه کلن عبدالرووف څه باندې سل ورځې د سړي تښتونکو په منګولو کې دی.
مظاهره چیانو ګواښ وکړ که حکومت دا ماشوم تر څو محدودو ورځو ونه ژغوري دوی به په شمال کې د ځینو مهمو بندرونو لارې وتړي.
په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لویه غونډه روانه ده.
د راپورونو په اساس د غونډې د ځای سره خوا او شا د موبايل فون سيګنلې او انټرنېټ پرې شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) يو مشر او د پارلمان غړي، محسن داوړ نن د فبرورۍ په ۷مه، پر ټويټر ليکلي چې په بنو کې پولیسو هغه کسان نيولي چې غوښتل يې دې جلسې ته ورشي.
د پېښور پوليسو یوه مسوول صادق شاه د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل، چې دوی سره د پي ټي ايم د نیول شوو کسانو هيڅ راپور او نومونه نه شته.
پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور جلسه د ارمان لوڼي د دوهم تلين په مناسبت جوړه کړې. Читать дальше...
د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شول.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، چې دا د دوه نیم لکه وګړو لپاره پنځه سوه زره ډوزه واکسین دي چې د هندوستان له خوا نن افغانستان ته ورکړل شول.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د هند له خوا مرسته شوي کرونا ضد واکسینو تطبیق ښايي یوه اونۍ یا هم لس ورځې وروسته پیل شي.
د دې وزارت سرپرست وحید مجروح د یکشنبې په ورځ د دې واکسينونو د ترلاسه کولو پر مهال وویل، چې د روغتیا نړیوال سازمان له لا تر دې دمه یاد واکسین نه دي تاييد کړي خو ټینګار... Читать дальше...
نن په مزارشریف ښار کې د ترکمنانو لهخوا پراخې مظاهرې وشوې.
مظاهرهچیانو د سړي تښتوونکو له منګولو د نهه کلن عبدالرؤف د ژغورلو لپاره راوتلي دي.
د تښتول شوي ماشوم پلار محمد نبي په حکومت نیوکه کوي چې په سلو ورځو کې یې د هغه زوی نهدی ژغورلی.
محمد نبي زیاته کړه: "دوی هم ملت دی. دولت ملت ته ځوابګویه دی. همدوی هم رایه ورکړې. که اشرف غني رئیس جمهور وي زما غږ دې واوري. دغو خلکو رایه ورکړې. لکونه، ملیونونه کسانو رایه ورکړې ده. ته په سلو ورځو کې د دې خلکو غوښتنې ته لبیک نهشې ویلی. یو نهه کلن معصوم... Читать дальше...
د هند لهخوا د کرونا ضد پنځه لکه دوزه واکسین کابل ته ورسېدل.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اس. جې شنکر په خپل ټویټر لیکلي: "د هند تولید شوی واکسین افغانستان ته ورسېد. هند تل له خپلو ملګرو سره ولاړ دی."
کابل ته د هند لهخوا د دغو مرسته شویو واکسینونو په رسېدو د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وویل چې په یوې اوونۍ کې به د روغتیا نړیوال سازمان تر تأییدي وروسته د دغه واکسین تطبیق پیل شي.
دا پنځه لکه دوزه واکسین د استرازینیکا د هندي څانګې لهخوا تولید شوی او په دوو پړاوونو کې دوهنیم لکه افغانانو ته ورکول کېږي. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د پولیسو تعلیمي نصاب خلکو سره په همغږۍ او د دوی د نظرونو په پام کې نيولو سره تدوین کړ.
د ملي پولیسو له ناسم چلنده شکایتونه له پخوا راهيسې مطرح موضوع ده، خو اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په تعلیمي نصاب کې د خلکو د نظرونو په پام کې نيولو او دوی سره د همغږي خبره کوي.
د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي، په دې نصاب د روان لمریز کال له پیله کار پیل شوی و چې په نږدې راتلونکي کې به د اجرا وړ وګرځي.
ښاغلی ارین زیاتوي: "دغه نصاب د ساتونکي، ساتنمن... Читать дальше...
د بدخشان ولایت په مرکز کې یوې مېرمنې د یوې نا دولتي مؤسسې په ملاتړ د لبنیاتو فابریکه جوړه کړې.
دغه متشبثه مېرمن د خپلې فابریکې لپاره له کلیو شیدې راټولوي او په فابریکه کې ترې کوچ، پېروی، قروت او چکه جوړوي او بازار ته يې وړاندې کوي.
نور جزئیات په دې راپور کې وګورئ.
په تخار ولایت کې له پوهنتون څخه یو فارغ شوي ځوان په شخصي لګښت د مړزانو یو فارم جوړ کړی او په دې فارم کې ۱۰ تنو اوزګاره ځوانانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.
د دې فارم مسؤل وايي، دغه فارم له دوه کالو راهیسې په دې ولایت کې فعالیت کوي او هره میاشت ۱۰ زره مړزان او ۱۰ زره د مړزانو هګۍ بازار ته وړاندې کوي.
د ذبیحالله اماني په نوم ځوان چې د تخار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی، په تخار کې یې د یو ملیون افغانیو په لګښت د مړزانو دغه فارم جوړ کړی دی.
دغه فارم د دهکده په نوم یادېږې. په دې فارم کې په زرګونه مړزان روزل کېږي. Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې افغانستان کې د جګړې د بیا پيل د امکان، هدفي وژنو او افغان حکومت ته د هند لهخوا د کرونا واکسین د سپارلو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
مسیر
مسیر ورځپاڼې لیکلي، له هغه وروسته چې د امریکا د کانګرس لهخوا ګومارل شوې د افغانستان د مطالعې ډلې د دوحې د هوکړې خلاف له افغانستان څخه د ځواکونو په وتلو کې د ځنډ وړاندیز وکړ، د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل خبرې کېږي.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، طالبانو هم جګړې ته تیاری پیل کړی او تازهیې اېن بي... Читать дальше...
امریکايي بوکسر لیون سپینکس چې محمد علي کلې تهیې ماته ورکړې وه، د ۶۷ کلونو په عمر د سرطان په ناروغۍ مړ شو.
سپینکس چې له اوږدې مودې راهیسې په سرطان اخته و، پرون په داسې حال کې ساه ورکړه چې مېرمن، د کورنۍ غړي او څو ملګري یې حاضر وو.
سپینکس چې د سوک لوبې یا بوکس په لوړ وزن کې یې د ۱۹۷۶ د مونتریال په المپیک کې د امریکا لپاره د سرو زرو مډال ګټلی و، په ۱۹۷۸ کال کې یې د نړۍ نامتو اتل محمد علي کلې ته ماته ورکړه.
محمد علي کلې اووه میاشتې وروسته له ده غچ واخیست.
کابل نن د دوو مقناطیسي ماین چاودنو شاهد و.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي یوه چاودنه په مکروریانو سیمه کې شوې چې دوه کسانیې ژوبل کړي دي.
ښاغلی فرامرز زیاتوي: "نن د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند څلورمو مکروریانو سیمه کې په یوه هایلکس موټر باندې چاودنه شوې ده. دوه کسان ټپیان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي."
تر دې چاودنې وروسته په ۱۲ ناحیه کې هم یوه کرولا ډوله موټر باندې مقناطیسي ماین چاودلی دی.
دې چاودنې چاته زیان نهدی رسولی.
تر اوسه کومې ډلې په کابل کې د دغو بریدونو مسؤلیت نهدی منلی. Читать дальше...
ایران د امریکا له متحده ایالاتو وغوښتل چې د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقې کې بېرته شامل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه مرکه کې د دې غوښتنې ترڅنګ ویلي چې امریکا دې پر ایران بندیزونه نرم کړي.
محمد جواد ظریف د تهران له همشهري ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: "وخت د امریکایانو له لاسه وځي، هم د پارلمان د لایحې په خاطر او هم د ایران له نوي کاله وروسته د انتخاباتي فضا له کبله."
په ایران کې د افغانستان په شان نوی کال د حمل په لومړۍ چې د مارچ له ۲۱ سره برابره ده، پیلېږي او د ایران انتخابات په جون میاشت کې کېږي. Читать дальше...
د ترکیې د بوغازیچي پوهنتون د رئیس په توګه د واکمن عدالت او پراختیا ګوند د یوه غړي د ټاکل کېدو پر ضد د محصلانو اعتراضونه دوام لري.
راپورونه وايي چې د مظاهرو لمن له پوهنتونه دباندې د استانبول باسفورس سیمې او حتی پلازمېنې انقرې ته غځېدلې ده.
تېره اوونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له امنیتي ځواکونو سره د محصلانو پر شخړې د انتقاد ترڅنګ هغه کسان ترهګر وبلل چې له پولیسو او امنیتي ځواکونو سرهیې اخوډب کړی و. د اردوغان دا خبره د محصلانو له غبرګون سره مخامخ شوه.
د تېرې یوې میاشتې اعتراضونه سولهییز... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د سیمهییز امنیت، بشري حقونو او د یمن د جګړې په اړه خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس پرون (شنبه) په یوه بیان کې ویلي، بلېنکن د بشري حقونو د ښه کېدو او د جګړې د پای ته رسېدو په شمول د متحده ایالاتو د نوي حکومت پر څو کلیدي لومړیتوبونو خبرې وکړې.
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس بیا ویلي، فیصل بن فرحان خپل امریکايي ساري ته د بهرنیو چارو وزیر... Читать дальше...
ټاکل شوې نن د هند لهخوا د کرونا ضد پنځه لکه دوزه واکسین کابل ته راورسېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وایي، هر کله چې د روغتیا نړیوال سازمان دغه واکسین تأیید کړي، دغه هېواد کې بهیې تطبیق پيل شي.
ښاغلي نظري ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې دغه واکسین په لومړي ګام کې روغتیایي کارکوونکو ته ورکړل شي، له هغه وروسته ښوونکو او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په زندانونو او لیلیو کې ژوند کوي، په همدې ډول مخته ځو چې له ۵۰ کلونو پورته عمر لرونکو کسانو او هغو ته دا واکسین تطبیق کړو چې... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل دولت ادارو ته لارښوونه کړې چې د افغانانو او عراقیانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا (اېس.ای.وي) پروګرام وارزوي.
دا ویزې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په دغو هېوادونو کې یې د امریکا له پوځ سره د ژباړونکو په توګه کار کړی دی.
د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی، راغلي امریکا باید دا یقیني کړي چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې له هغو کسانو سره خپلې ژمنې پر ځای کوي چې د دوی له پوځ سرهیې مرسته کړې ده.
دا مهال شاوخوا ۱۷ زره افغانان چې له امریکایانو سرهیې... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وایي، هوایي ځواکونو یې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې پر طالبانو هدفي برید کړی دی.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، په دغه برید کې چې پرون ( شنبه) شوی، د طالبانو ۱۵ غړي وژل شوي دي.
دفاع وزارت رسنیو ته د همدې برید یوه وېډیو هم لېږلې چې پر یوه کور له هوایي بریده وروسته شنه لوخړه پهکې معلومېږي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
ټاکل شوې د امریکا متحده ایالات یمن کې د حوثي اورپکو ډله د ترهګرو له لېسته وباسي.
دا ګام په یمن کې بشري ناورین ته د یوه ځواب په توګه پورته کېږي.
د امریکا مخکېنۍ ادارې د یمن د حوثيانو وسلهواله ډله د ترهګرو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اعلان یوه ورځ وروسته تر دې وکړ چې ولسمشر جو بایډن وویل، په یمن کې د سعودي په مشرۍ د پوځي ائتلاف ملاتړ یې پای ته ورساوه.
د دې ائتلاف مأموریت ته په یمن کې د سعودي عربستان او ایران د نیابتي جګړې په سترګه کتل کېدل.
ملګرو... Читать дальше...
د پاکستان په لیرې پرته باجوړ قبایلي سیمه کې قومي جرګې پر ځايي مېرمنو ځیني بندیزونه لګولي دي.
د جرګې د پرېکړې له مخې ښځې له دې وروسته نهشي کولای چې دغلته د ماشومانو د سهولت مرکزونو ته ولاړې شي او یا هم اېف اېم راډیوګانو ته ټیلیفون وکړي.
د ماشومانو د سهولت مرکزونو کې چې د حکومت لهخوا جوړ شوي، تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي او میندو تهیې د میاشتې دوهنیم زره روپۍ.
جرګې ویلي که کومې نجلۍ یا مېرمنې له دې پرېکړې سرغړونه وکړه، نو کورنۍ بهیې ۱۰ زره روپۍ جریمه کېږي.
پر... Читать дальше...
په روسیه کې چارواکو د زنداني شوي سیاسي مخالف الکسي ناوالني د پلویانو نیول کېدو ته دوام ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د دوهم لوی ښار مرکز هم تړل شوی دی، سره له دې چې د دولت ضد کومې مظاهرې خبر هم نهدی ورکړل شوی.
د سن پټرسبورګ په مرکز کې پرون شنبه د واورې د پاکولو وسایل په سړکونو ایښودل شوي او دغه ځای تهیې د خلکو د ورتګ مخه نیولې ده.
دا هغه ځای دی چې د تېرو دوو اوونیو په پای کې د ناوالني پلویان پهکې راټول شول او د حکومت پر ضد یې مظاهره وکړه.
په دغه ښار کې د مترو فعالیت هم... Читать дальше...
لیبیا پرون شنبه د واک د لېږد د نوي څپرکي په لوري ګام پورته کړ او د یووالي حکومتیې جوړ کړ.
په لیبیا کې د یووالي حکومت جوړښت د دغه هېواد د پخواني واکمن معمر القذافي تر پرځېدو او ۱۰ کلنو ګډوډیو وروسته د واک د لېږد په لوري لومړنی ګام بلل کېږي.
د دغه مهم ګام له مخې چې ممکن د لیبیا د بدلون ټکی وبلل شي، د لیبیا له لوېدیځ، ختیځ او جنوب نه څلور مشران دنده لري چې دغه تیت او پرک شوی ولس بېرته متحد کړي.
د ملګرو ملتونو په هڅه د لیبیا د پلاوي ۷۵ غړو په جنوا کې د خبرو په ترڅ کې ۶۱ کلن عبدالحمید دبیبه د انتقال د دورې د صدراعظم په توګه وټاکه. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Гонки на яхтах и практики лидеров рынка: предприниматели Татарстана станут участниками образовательной регаты в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Более 600 деревьев высадили в дендропарке Ногинска
Путин в России и мире
Москва
Кадыров пригласил Путина посетить Чечню
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский пожаловался, что западная помощь опаздывает
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Карди Би
Карди Би все-таки выпустит альбом в 2024 году
Москва
В РФ появилась новая сеть автосервисов с фокусом на китайские авто
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net