د هند لهخوا د کرونا ضد مرسته شوي واکسین کابل ته راورسېدل
![د هند لهخوا د کرونا ضد مرسته شوي واکسین کابل ته راورسېدل](https://gdb.rferl.org/3f1da5ef-cc3e-4d0e-85a0-80c87f4b738b_w800_h450.jpg)
د هند لهخوا د کرونا ضد پنځه لکه دوزه واکسین کابل ته ورسېدل.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اس. جې شنکر په خپل ټویټر لیکلي: "د هند تولید شوی واکسین افغانستان ته ورسېد. هند تل له خپلو ملګرو سره ولاړ دی."
کابل ته د هند لهخوا د دغو مرسته شویو واکسینونو په رسېدو د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وویل چې په یوې اوونۍ کې به د روغتیا نړیوال سازمان تر تأییدي وروسته د دغه واکسین تطبیق پیل شي.
دا پنځه لکه دوزه واکسین د استرازینیکا د هندي څانګې لهخوا تولید شوی او په دوو پړاوونو کې دوهنیم لکه افغانانو ته ورکول کېږي.
استرازینیکا د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون لهخوا تولید شوی واکسین دی چې مؤثریتیې مخکې تثبیت شوی دی.