Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Февраль
2021

Новости за 26.02.2021

مارشال عبدالرشید دوستم 'کابل' ته راځي

Pa.azadiradio.com 

مارشال عبدالرشید دوستم به د شنبې ورځې له غرمې مخکې له جوزجان څخه کابل ته راشي. مارشال دوستم ته نږدې کس فریدون الهام ازادي راډیو ته وايي چې ښاغلی دوستم به په دغه سفر کې له جمهور رئیس محمد اشرف غني او یو شمېر سیاسي څېرو سره وګوري. تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه‌دي ویلي. عبدالرشید دوستم د ۲۰۱۹ کال له ولسمشریزو انتخاباتو وروسته کابل ته نه‌دی راغلی، ان وروسته له هغې چې د روان کال په چنګاښ/ سرطان میاشت کې د جمهور رئیس اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د هوکړې په پایله کې یې مارشالي ترلاسه کړه هم کابل ته نه‌دی راغلی. Читать дальше...

نایجریا کې پر یوه ښوونځي له برید وروسته سلګونه نجونې ترۍ تمې دي

Pa.azadiradio.com 

د نایجریا په شمال کې پر یوه ښوونځي له وسله‌وال برید وروسته سلګونه نجونې ترۍ تمې دي. د زامفارا ایالت اوسېدونکي وايي چې دا برید نن د جانګېبې سیمې پر منځني ښوونځي وشو. نصیرو عبدالهي چې وايي دوه لوڼې یې یوه ۱۰ کلنه او بله ۱۳ کلنه لادرکه دي اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، د ښوونځي حاضري ښيي چې ۳۰۰ نجونې لادرکه دي. د سیمې یوه اوسېدونکي اژانس ته ویلي چې وسله‌والو ښوونځي ته نږدې د پوځ پر یوه اډه او پوسته هم برید وکړ، هغوی ته‌یې خبرداری ورکړ چې دخالت دې نه‌کوي او بیا یې څو ساعته په ښوونځي کې تېر کړل. Читать дальше...

حنیف اتمر خپل روس سیال ته د پوتین لپاره د افغان ولسمشر پيغام وسپاره

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر خپل روس سیال سرګي لاوروف ته هغه پیغام سپارلی چې افغان ولسمشر د روسیې ولسمشر ته استولی دی.  محمد حنیف اتمر نن په مسکو کې له خپل روس سیال سرګي لاوروف سره تر خبرو وروسته په ګډه خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړې. ښاغلي اتمر وویل، د ولسمشر اشرف غني په پیغام کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوستانه اړیکو او ملګرتیا لپاره هیله څرګنده شوې.  لاوروف په دې خبري غونډه کې، په افغانستان کې د ناامنیو په تېره د داعش ډلې د فعالیت او د مخدره موادو د قاچاق له کبله اندېښنه وښوده.



د بریتانیا سترې محکمې سوریه کې له داعش سره د یوځای شوې مېرمنې غوښتنه رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا سترې محکمې د هغې مېرمنې غوښتنه رد کړه چې په تانده ځوانۍ کې له داعش ډلې سره یوځای شوه او سوریې ته ولاړه. په بریتانیا کې زېږېدلې شمیمه بېګم چې اوس ۲۱ کلنه ده په ۲۰۱۵ کال کې له دوو ټولګیوالو سره سوریې ته وتښتېده او هلته د داعش له یوه جنګیالي سره واده شوه. محکمې د دې غوښتنه ځکه رد کړې ده چې وايي، نوموړې د بریتانیا لپاره امنیتي ګواښ پېښوي. د بریتانیا دولت په ۲۰۱۹ کال کې د شمیمې تابعیت سلب کړ، خو نوموړې چې اوس‌مهال په سوریه کې په یوه توقیف ځای کې اوسېږي، بریتانیا ته د ستنېدو غوښتنه کړې ده څو د قضا دا پرېکړه وننګوي. Читать дальше...

کرکټ بورډ: زېمبابوې سره لوبو کې به د راشد خان ګډون یا نه‌ګډون روښانه شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، تر راروانې یکشنبې به معلومه شي چې د هېواد د کرکټ ستوری راشد خان د افغانستان او زېمبابوې د ټېسټ لوبو په لړۍ کې ګډون کوي که نه.  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د فبرورۍ تر ۲۸مې پورې به ډاکتران خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي چې ایا راشد خان کولای شي که نه چې په دې لوبو کې د افغانستان استازیتوب وکړي او که نه د ټپونو له کبله نه‌شي کولای په لومړۍ لوبه کې ګډون وکړي."  د راشد خان د ټپي کېدو علت تر اوسه معلوم نه‌دی.  افغانستان به راتلونکې اوونۍ... Читать дальше...

سوریه کې پر ایران پلوو ملېشو د امریکا له هوايي حملو وروسته د تهران غبرګون

Pa.azadiradio.com 

په سوریه کې پر ایران پلوو ملېشو د امریکا د پوځ له هوايي حملو وروسته تهران پر لوېدیځو هېوادونو غږ کړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیکونو ته درناوی وکړي.  د امریکا دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې په عراق کې د امریکا او نړیوال ائتلاف پر پوځي اډې د روانې میاشتې د راکټي برید په ځواب کې یې په سوریه کې د ایران پلوو ملېشو پر سنګرونو بمباري کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن جمعه له دې حملو یوازې څو ساعته وروسته خپل سوریايي سیال سره په دې اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.  د ایران حکومت... Читать дальше...

د تښتول شوي عبدالرؤف پلار: ولسمشر غني مې د زوی د ژر خوشې کېدو ډاډ راکړ

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرؤف پلار وايي، ولسمشر اشرف غني ډاډ ورکړی چې زوی به‌یې ډېر ژر خوشې شي. د عبدالرؤف پلار محمد نبي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني پرون، له ده سره په کتنه کې دا ژمنه وکړه. ښاغلی نبي زیاتوي: "ما پرون پنجشنبه له ولسمشر سره ولیدل. ښه لیدنه وه. هغه ژمنې چې له موږ سره‌یې وکړې هیله بخښونکې وې. راته ویې‌ویل چې د دې ماشوم د ژغورنې لپاره عملیات روان دي او په نږدې راتلونکي کې به عبدالرؤف جان خوشې شي."  نهه کلن عبدالرؤف نږدې څلور میاشتې مخکې په مزار شریف کې وتښتول... Читать дальше...

د ازادي راډیويي مجله؛ څېړونکي مو د پښتو ژبې له ریښې خبروي

Pa.azadiradio.com 

د 'ازادي راډیويي مجلې' په دې خپرونه کې به د څېړونکو په وینا د پښتو ژبې له ریښې خبر شئ. د افغان ښځینه شاعرانو شعرونه څرنګه دي؟ له یوه لیکوال سره پر دې غږېدلي یوو چې د انټرنټ اغېزې پر لیکوالي مثبتې دي که منفي؟! د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:



د جرمني دفاع وزیره: د افغانستان د سولې بهیر ته ژمن یو

Pa.azadiradio.com 

د جرمني دفاع وزیره وايي هېواد یې د افغانستان د سولې بهیر ته ژمن دی.  د جرمني د پوځ سرچینو په یوه بیان کې ویلي دي چې اناګیریت کرامپ کارېن باور «Annegret Kramp-Karrenbauer» نن افغانستان ته د ناڅاپي سفر پر مهال په مراز شریف کې جرمني سرتېرو ته په وینا کې وویل افغانستان سمدستي د سیالو ډلو ترمنځ سیاسي حل لارې ته اړتیا لري.  په بیان کې د مېرمن کارېن باور له قوله ویل شوي دي چې برلین له افغانستانه په تدریجي ډول د خپلو ځواکونو د ایستلو پر ژمنه ولاړ دی.  د جرمني کابینې وړمه ورځ په افغانستان کې د بل کال... Читать дальше...

غور کې د وژل شوي خبریال بسم‌الله عادل د کورنۍ ۳ نور غړي ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

په غور کې د وژل شوي خبریال بسم‌الله عادل کورنۍ د خپلې کورنۍ د هغو درېیو غړو مړي د ولایت دروازې ته راوړي چې تېره شپه په یوه برید کې ووژل شول.  د عادل کورنۍ وايي تر هغه چې د دې وژنې مسؤل کسان د قانون پنجو ته ونه‌سپارل شي خپل مړي به له هغه ځایه لیرې نه‌کړي.  بسم‌الله عادل د غور غږ راډیو مسؤل مدیر او خبریال و چې څو اوونۍ مخکې په مرکز فېروزکوه کې د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو ووژل شو او تېره شپه یوې وسله‌والې ډلې د هغه پر کور برید وکړ.  د کورنۍ پلار ګل محمد عادل ولسي پاڅونوال په دې برید ګرم بولي،... Читать дальше...

اشرف غني: د افغان حکومت د سولې تګ‌لاره افغانستان کې د نه‌لاسوهنې د تضمین اخیستل دي

Pa.azadiradio.com 

جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، د افغان حکومت د سولې تګ‌لاره یوازې له طالبانو سره خبرې نه، بلکې له نړۍ د دې تضمین اخیستل دي چې د افغانستان په خاوره کې به څوک لاسوهنه نه‌کوي. جمهور ریس غني دا خبرې د سولې عمار، دولت جوړوني او بازار جوړونې تر عنوان لاندې د ځوانانو ملي بحث کې کړي. جمهور رئیس غني زیاته کړې، سوله یو هدف دی او افغان حکومت‌یې د راتلو لپاره نقشه لري، خو د هغه په خبره، د افغانانو دا حق له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې غصب شوی دی. خو د افغانستان حکومت له چا د سولې لپاره نړیوال تضمین غواړي؟ د... Читать дальше...

د ازبکستان د ولسمشر پرتمین خو پټ او مرموز دمه ځای

Pa.azadiradio.com 

د آزادې اروپا راډیو/ آزادۍ راډیو په یوه تحقیقي راپور کې د ازبکستان د ختیځ په یوه لیرې پرته سیمه کې د ولسمشر شوکت میرضایف له یوه ډېر پرتمین خو پټ استوګنځي څخه پرده پورته کړې. ویل کېږي چې د دې ودانۍ ارزښت سلګونه میلیون ډالرو ته رسېږي. د دې ودانۍ د رغونې چارې تر دې حده له خلکو پټې ساتل شوي دي چې حتی پر فضا یې الوتکې لا الوت نه شي کولای.

امریکا د سوریې او عراق پولې ته نږدې د ایران پلوه ملېشو مرکزونه بمبار کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، د سوریې په ختیځ کې د عراق پولې ته نږدې یې د ایران پلوه ملېشو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي. پنټاګون پرون (د فبرورۍ په ۲۵مه) یوه خبرپاڼه کې وویل، دا هوایي ګزارونه د هغو راکټي بریدونو په ځواب کې شوي چې روانه میاشت په عراق کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پر یوې اډې وشول. په خبرپاڼه کې راغلي "دا عملیات یو ښکاره پیغام لېږدوي چې ولسمشر جو بایډن به داسې هڅه کوي چې امریکایي او ائتلافي پرسونل خوندي کړي". د امریکا دفاع وزارت وایي، د هوایي بریدونو پر مهال د سوریې او عراق... Читать дальше...

د بحرین او اسرائیل صدراعظمانو د ایران پر اټمي پروګرام خپلو کې بحث وکړ

Pa.azadiradio.com 

د بحرین او اسرائیل صدراعظمانو د ایران د اټمي پروګرام په اړه په خپلو کې بحث وکړ. اسوشیټډ پرس خبري اژانس د بحرین د دولتي اژانس په حواله دا راپور ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالاتو حکومت هڅه کوي چې په ۲۰۱۵م کال کې د تهران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې موافقه بېرته برحاله کړي. د بحرین ولیعهد او صدراعظم سلمان بن حمد ال­خلیفه د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په پروني ټیلیفوني تماس کې د سیمې د امن او ثبات لپاره د ایران پر اټمي پروګرام په بحثونو کې د سیمې د هېوادونو ګډون مهم وباله. Читать дальше...

امریکا د سوریې ختیځ کې د ایران پلوه ملېشو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، د سوریې په ختیځ کې د عراق پولې ته نږدې یې د ایران پلوه ملېشو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي. پنټاګون پرون (د فبرورۍ په ۲۵مه) یوه خبرپاڼه کې وویل، دا هوایي ګزارونه د هغو راکټي بریدونو په ځواب کې شوي چې روانه میاشت په عراق کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پر یوې اډې وشول. په خبرپاڼه کې راغلي "دا عملیات یو ښکاره پیغام لېږدوي، ولسمشر جو بایډن به داسې کار کوي چې امریکایي او ائتلافي پرسونل خوندي کړي". د امریکا دفاع وزارت وایي، د هوایي بریدونو پر مهال د سوریې او عراق پر... Читать дальше...

پاکستان ته 'د ترهګرو د مالي ملاتړو له نوملړه' د وتلو لپاره مهلت وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

پر پیسو مینځلو د څار یوه نړیوال بنسټ پاکستان ته مهلت ورکړی چې تر جون میاشتې پورې د ترهګرو د مالي ملاتړو هېوادونو له نوملړ نه ووځي. د مالي اقدام ځانګړې ډلې (FATF) پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې پاکستان د دوی د ۲۷ سپارښتنو له ډلې په ۲۴ هغو کې پرمختګ کړی دی. په پاریس کې مېشت دغې ډلې د یوې درې ورځنۍ انلاین غونډې په پای کې ویلي، پاکستان باید د ترهګرو د تمویل په برخه کې درې پاته کمۍ هم له‌منځه یوسي. د مالي اقدام ځانګړې ډلې په ۲۰۱۸ کال کې د پیسو مینځلو د بشپړ نه‌کنټرول او د ترهګرو د تمویل له کبله پاکستان په خپل خړ لېست کې شامل کړ. Читать дальше...

نادر نادري: د سولې خبرو کې ځنډ د طالبانو پر ارادې شکونه راولاړوي

Pa.azadiradio.com 

د دولت د مذاکراتي هیئت یو غړی وايي، په قطر کې د سولې په خبرو کې ځنډ شکونه ولاړوي چې ایا مقابل لوری یعنې طالبان د جګړې، که سولې اراده لري. نادر نادري په هغه مرکه کې چې تېره شپه له ملي ټلوېزیون نه خپره شوه، وویل: "اوس چې دومره وخت تېرېږي او پر اصلي مسایلو په مذاکرو کې پرمختګ نه‌شته، نو واقعاً دا شک ولاړوي چې هاخوا د جګړې اراده لري، که د سولې؟" ښاغلي نادري وویل چې د دولت هیئت به هڅه وکړي چې په راروانو مذاکرو کې تر ډېره په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت بحث وکړي، ځکه اوربند او په افغانستان کې د جګړې بندېدل د اکثرو افغانانو غوښتنه ده. Читать дальше...

په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ختمېدو د اشرف غني بیاځلي ټینګار

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، یو وار بیا په هېواد کې د تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار وکړ. د جمهوري ریاست د پرونۍ اعلامیې له مخې، ولسمشر غني پرون مازیګر په ارګ کې د «سولې اعمار، دولت جوړونې او بازار جوړونې» په نوم ملي بحث کې ویلي چې اساسي غوښتنه په افغانستان کې د ۴۰ کلن تاوتریخوالي ختمېدل دي. ولسمشر غني ویلي چې سوله یوه هیله نه، بلکې یو هدف دی چې د تحقق لپاره‌یې د لارې نقشه موجوده ده. په دغه بحث کې د ځوانانو ځینو استازو هم د سولې، د اوربند د ټینګښت، ځوانانو ته د نورو فرصتونو د ایجاد په اړه خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د غلام خان بندر له لارې د پاکستان لومړۍ صادراتي بسته تاجکستان ته ولېږدول شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت تاجکستان ته، د غلام خان بندر له لارې د پاکستان د صادراتي مالونو د لومړۍ بستې د لېږد خبر ورکړ. دغه وزارت پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، په دغو مالونو کې ۳۰ ټُنه سبزیجات، د غلام خان بندر له لارې افغانستان ته راوړل شوي، بیا د کندز ولایت له شېرخان بندره تاجکستان ته لېږدول شوي دي. په اعلامیه کې راغلي، د خوست غلام خان بندر په وروستیو کې د تجارتي او ټرانزیني مالونو پر مخ پرانیستل شوی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه بندر د پرانیستل کېدو هرکلی کړی او ویلي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Виктор Тепляков

Комиссионный осмотр прошёл в школе №20 им. Гапанца Ивана Владимировича





Персональные новости
#123ru.net

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»





د افغانستان په وړاندې چمتووالي لپاره د زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې تمریناتي کمپ

Pa.azadiradio.com 

د زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې په ابوظبي کې د افغانستان په وړاندې د چمتووالي لپاره تمریناتي کمپ پیل کړی دی. د زېمبابوې یوه خبري وېب‌سایټ زېمبابویان (Zimbabwean) پرون راپور ورکړی چې متحده عرب اماراتو ته د زېمبابوې ټیم له رسېدو سره سم د لوبغاړو د کرونا ټېسټونه شوي دي. په پام کې ده د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان په کوربه‌توب دوه ټېسټ لوبې او درې ۲۰ اووره مسابقې وکړي. د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه راروانه سې شنبه (د مارچ دوهمه) پیلېږي او لومړۍ ۲۰ اووره مسابقه به د مارچ میاشتې پر ۱۷مه وشي. Читать дальше...

الکسي ناوالنۍ د مسکو له یوه بدنامه توقیف‌ځایه لېږدول شوی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ د موتروسکایا تیشینا په نوم د مسکو له بدنام توقیف‌ځایه لېږدول شوی دی. د ناوالنۍ مدافع وکیل وادیم کوبزیف پرون د نورو جزئیاتو ورکولو پرته په ټویټر کې دا اعلان کړی دی. د کرملېن منتقد ۴۴ کلن ناوالنۍ وروسته له هغې د جنورۍ پر ۱۹مه دغه بدنام توقیف‌ځای ته اچول شوی و چې یوه قاضي په بېړه ترتیب شوې محاکمه کې د ۳۰ ورځو لپاره په توقیف کې د ناوالنۍ د ساتلو حکم ورکړ. ناوالنۍ له جرمني د راستنېدو پر مهال د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو. دی تر مسمومېدو وروسته چې ملامتي... Читать дальше...

روسیه په سایبریا کې د یوه زندان د ساتونکو په اړه څېړنې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

روسیه وايي په سایبریا کې یې د یوه زندان د نامعلوم شمېر ساتونکو په اړه څېړنې پیل کړې دي. د روسیې د جزايي خدماتو فدرال ادارې دا اعلان وروسته له هغې کېږي چې په دې زندان کې د بندیانو د سختې شکنجې راپورونه خپاره شول. دغې ادارې پرون پنجشنبه وویل، د ۱۰ هغو بندیانو په اړه‌یې هم څېړنې پیل کړي چې د ادعاوو له مخې دوی بل زنداني، طاهر جان باقییف شکنجه کړی دی. د دې ادارې په خبره د شکنجو دغه موارد چې قومي انګېزه لري تأیید ته اړتیا لري. د ګُلاګو ټکي نیټ (Gulagu.net) په نوم د بشري حقونو د ملاتړ ډلې په ډسمبر... Читать дальше...

د افغان دولت مرکچي پلاوی: د طالبانو لوری د مذاکرو د ځنډ سبب شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغان دولت د مذاکراتي هیئت یو غړی وایي، دغه ټیم خپل بحثونه له مقدمې ورهاخوا پر جدي مسایلو ورټول کړي، خو د طالبانو لوری د مذاکرو د ځنډ سبب شوی دی. دغه غړی وايي، هغه بېړه چې د مذاکرو لپاره‌یې د دولت هیئت لري، د دوی په مقابل لوري کې هغه لېوالتیا نه تر سترګو کېږي. نادر نادري بېګاه له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، د دولت مذاکراتي هیئت به په راروانو بحثونو کې د اوربند پر ټینګښت تمرکز وکړي. ښاغلي نادري زیاته کړه: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مذاکراتي هیئت له ډېره وخته له مقدمې وتلی دی. Читать дальше...

جوزجان کې پولیسو د شرابو د تولید یو مرکز له‌منځه یووړ

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان ولایت پولیسو د شرابو د تولید یو مرکز له‌منځه یووړ. د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت وايي چې د جوزجان ولایت پولیسو د دې ولایت په مرکز کې د شرابو یوه کارخانه له ۱۵۰ لیټره تخمیر شويو کشمشو، ۴۰ لیټره شرابو او نورو وسائلو سره یوځای ویجاړه کړه. د دې کارخانې مالک نه‌دی نیول شوی.

ډاکتران: د نشې د مخنیوي لپاره وقایه تر درملنې مؤثره او ګټوره لاره ده

Pa.azadiradio.com 

طبي ډاکتران وايي چې د نشې د مخنيوي لپاره وقایه یو اساسي اصل دی، خو په افغانستان کې دې برخې ته دومره پام نه‌دی شوی. طبي ډاکتران وقایه د درملنې په پرتله ارزانه او مؤثره لاره بولي، دوی زیاتوي چې د وقايې جامع او عملي پروګرام کولای شي په نشه‌يي موادو باندې د روغو خلکو د اخته کېدو مخه ونیسي. فرشته یوه له هغو معتادو مېرمنو څخه ده چې څو ځله‌یې نشه پرېښې، خو بېرته په نشو اخته شوې ده. دا وايي چې مور او پلار یې معتاد ول، دا هم ځکه په نشو اخته شوه چې د ځان ساتنې او نشو په اړه‌یې پوهاوی نه‌درلود. فرشته وايي... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В ОЭЗ «Технополис Москва» выпущена серия автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Людмила Самсонова

Самсонова с «баранкой» разгромила Хаддад-Майю и вышла в полуфинал турнира в Страсбурге


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Анализ российского рынка одноразовой биоразлагаемой посуды: итоги 2023 г., прогноз до 2027 г.





Путин в России и мире
Москва

Посольство Бахрейна: король Аль Халифа считает Путина другом


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Песков рассказал о планируемой 23 мая в Минске встрече Путина с Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Анастасия Волочкова

Анастасия Волочкова рассказала в шоу Анфисы Чеховой на ТВ-3 о своём детстве



Москва

Мособлдума и Народное собрание Дагестана подписали соглашение о сотрудничестве

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net