د جرمني دفاع وزیره: د افغانستان د سولې بهیر ته ژمن یو
![د جرمني دفاع وزیره: د افغانستان د سولې بهیر ته ژمن یو](https://gdb.rferl.org/651F6599-931F-40AA-849E-D9788C9794E9_w800_h450.jpg)
د جرمني دفاع وزیره وايي هېواد یې د افغانستان د سولې بهیر ته ژمن دی.
د جرمني د پوځ سرچینو په یوه بیان کې ویلي دي چې اناګیریت کرامپ کارېن باور «Annegret Kramp-Karrenbauer» نن افغانستان ته د ناڅاپي سفر پر مهال په مراز شریف کې جرمني سرتېرو ته په وینا کې وویل افغانستان سمدستي د سیالو ډلو ترمنځ سیاسي حل لارې ته اړتیا لري.
په بیان کې د مېرمن کارېن باور له قوله ویل شوي دي چې برلین له افغانستانه په تدریجي ډول د خپلو ځواکونو د ایستلو پر ژمنه ولاړ دی.
د جرمني کابینې وړمه ورځ په افغانستان کې د بل کال تر جنوري میاشتې پورې د جرمني ځواکونو د پاتې کېدو له وړاندیز سره رضایت څرګند کړ.