د افغانستان دفاع وزارت: کندهار کې هوايي برید ۱۵ وسلهوال طالبان ووژل
![د افغانستان دفاع وزارت: کندهار کې هوايي برید ۱۵ وسلهوال طالبان ووژل](https://gdb.rferl.org/6A1220FE-8CE2-4F13-8F53-B7848D0306BA_w800_h450.jpg)
د افغانستان دفاع وزارت وایي، هوایي ځواکونو یې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې پر طالبانو هدفي برید کړی دی.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، په دغه برید کې چې پرون ( شنبه) شوی، د طالبانو ۱۵ غړي وژل شوي دي.
دفاع وزارت رسنیو ته د همدې برید یوه وېډیو هم لېږلې چې پر یوه کور له هوایي بریده وروسته شنه لوخړه پهکې معلومېږي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.