چارواکي: بلخ کې د افغان ځواکونو بریدونو له ۱۰ زیات وسلهوال طالبان ووژل
![چارواکي: بلخ کې د افغان ځواکونو بریدونو له ۱۰ زیات وسلهوال طالبان ووژل](https://gdb.rferl.org/F3CF2999-D75B-49A6-B8B9-2C13544AEA89_w800_h450.jpg)
امنیتي چارواکي وایي، په بلخ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې له ۱۰ زیات وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل، په هغو بریدونو کې چې نن سهار وختي د بلخ ولسوالۍ د بابه یوسف په کلي کې پر طالبانو وشول، د دې ډلې ۶ وسلهوال ووژل شول.
د خبرپاڼې له مخې ملکیانو ته په دغو بریدونو کې زیان نهدی رسېدلی.
دغې قول اردو په یوه بله خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د بلخ لپاره د طالبانو د مرستیال والي مولوي مطیعالله پر یوه مرکز د هوایي هدفي برید په نتیجه کې د طالبانو پنځه مهم غړي وژل شوي دي. ویل شوي چې دغه برید پرون د ورځې ناوخته ترسره شوی دی.
طالبانو تر اوسه د دغې قول اردو د ادعاوو په اړه څه نهدي ويلي.