د افغانستان د کډوالو وزارت: د جګړې له دوام سره به د کورنیو کډوالو شمېر لازیات شي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د جګړې او تاوتریخوالي له دوام سره به د کورنیو کډوالو شمېر نور هم زیات شي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، جګړو په نږدې ټولو ولایتونو کې بېځایه شوې کورنۍ تر نورو ډېرې اغېزمنې کړې دي. د کریمالله په نوم له هلمنده یوه کورني کډوال ازادي راډیو ته وویل چې د ژوند کړۍ پرې تنګه شوې او دولت دې لاسنیوي ته ورودانګي. دی زیاتوي: "چای نهلرو، بوره نهلرو، وچه ډوډۍ نهشته، که لږ وي یا ډېره موږ سره... Читать дальше...