د هرات والي: طالبانو د غوریان ولسوالۍ د امنیت مدیر وواژه
د هرات د غوریان ولسوالۍ د امنیت مدیر روح الله نظري نن پنچشنبه (د سلواغې ۱۶مه) غرمه مهال د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو.
د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، په دې پېښه کې چې د غوریان او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ارېزم په سرحدي سیمه کې وشوه، درې تنه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي هم دي.
وسله والو طالبانو ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
غوریان د ایران سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده.