د افغانستان د صرافانو ملي اتحادیې په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړ
![د افغانستان د صرافانو ملي اتحادیې په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړ](https://gdb.rferl.org/573d953a-8af2-448a-b1ff-e52e3e6e7c32_w800_h450.jpg)
د افغانستان د صرافانو ملي اتحادیې د راتلونکې اوونۍ د شنبې له ورځې د پلازمېنې په ګډون په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړی دی.
د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو د سراسري شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، تر هغې چې د دوی غوښتنې او ستونزې هوارې نهشي مارکېټونه به تړلي وي.
په اعلامیه کې راغلي د افغانستان بانک دې د پخوا په شان انفرادي صرافیو او پولي خدمتونو ته جوازونه توزېع او تمدید کړي او د دوی فعالیتونه دې د صرافانو مقررې مطابق قانوني کړي.
له دې وړاندې د انفرادي صرافیو جوازونه درې کلن و.
د صرافانو ملي اتحادیه وايي، د صرافانو له وړاندیزونو او نظریو پرته د افغانستان بانک د دوی جوازونه ملغی کړي دي.
دوی ټینګار کوي چې د صرافۍ شرکتونو او انفرادي صرافیو مالیه باید ثابته وي او له ۱۳۹۶ کال تر ۱۳۹۹ کاله مالیات دې په هغه کال مجرا شي.