د عدالت نړیوالې محکمې د ایران او امریکا د ۲۰۱۸ کال پر دوسیې غور کوي
د ملګرو ملتونو لوړپوړې محکمې پرېکړه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۰۱۸ کال پر دوسیې غور کولای شي.
د امریکا په وړاندې د ایران په دغې دوسیه کې پر تهران د بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه شوې ده.
د عدالت نړیوالې محکمې د پلاوي اکثرو قاضیانو پرون دغه پرېکړه وکړه.
ایران ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال دغې محکمې ته شکایت وکړ چې د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران او د نړۍ د قدرتونو له اټمي تړونه ووت او پر دغه هېواد یې بندیزونه ولګول.
د عدالت نړیوالې محکمې پرېکړې الزامي دي، خو د هغو د عملي کولو قدرت نهلري.