Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

د راډیو مسوول: ارزګان کې د 'دهراود غږ' راډیو لوټ او ودانۍ یې نړول شوې

0
د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د 'دهراود غږ' راډيو په نوم د یوې خصوصي او سیمه ییزي راډيو غږ د تل لپاره غلی شو.


د یادې راډ‌یو مسوول محمد عمر وزیري ازادي راډيو ته وویل، د یادې راډيو خپرونې د روان کال د پیل راهیسې په سیمه کې د جګړو له امله دریدلې وې.


نوموړی وايي، کله چې دا ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاسونو ته ولوېده، هڅه یې وکړه څو راډيو فعاله کړي خو په ټکو یې طالبانو يې مخه ونیوله او خپلې راډيو ته یې د ورتګ اجازه ور نه کړه.


وزیري زیاته کړه: "طالبانو نه موږ ته اجازه راکوله، څو راډیو ته ورشو او نه هم بل چاته، د یوې ورځې په تېرېدو مو وروسته، د راډيو یو شمېر وسایل لوټ شول، له دریو ورځو وروسته، د راډيو پایې هم له منځه ولاړې او نن مو چې معلومات تر لاسه کړل، راډيو په مکمل ډول له منځه وړل شوې، ودانۍ یې نړول شوې، هرڅه وسایل له منځه تللي دي."


د 'دهراود غږ' راډيو له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په دهراود ولسوالۍ کې د ولسوالۍ په کچه په شپه او ورځ کې ۸ ساعته خپرونې لرلې چې دیني، سیاسي، معلوماتي، خبري، فرهنګې او تفریحي پروګرامونه یې پکې رانغاړلي وو .


د وسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي بیا دا خبرې ردوي، چې ګنې دا راډيو د دوی له لوري ویجاړه شوې.




نوموړي ازادي راډيو ته په لیکلي پیغام کې ویلي چې دا راډيو مخکې له هغې لوټ شوې وه کله چې ولسوالۍ د دوی لاسته نه وه لوېدلې.


خو د 'دهراود' غږ راډيو مسوول محمد عمر وزیري وايي، د راډيو وسایل هغه مهال لوټ او ودانۍ نړول شوې کله چې یاده ولسوالۍ په بشپړ توګه د وسله والو طالبانو لاسو ته ولوېده.


د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې وسله‌والو طالبانو د ارزګان د دهراود ولسوالۍ له نیولو وروسته په دې ولسوالۍ کې د 'دهراود غږ' راډیو وسایل لوټ او ودانۍ یې ور نړولې ده.


د رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې رسنیو او خبریالانو ته زیان وانه‌ړوي.


نی زیاتوي وايي، سره له دې چې طالبانو ویلي و، له خبریالانو او رسنیو سره کار نه‌لري، خو اوس لیدل کېږي چې دوی د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي او غړي یې د رسنیو لوټ او ویجاړولو ته دوام ورکوي.




د نی د راپور پر بنسټ، تر دې وړاندې طالبانو د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د وطن راډیو وسایل لوټ کړي وو او د دې راډیو غږ یې د تل لپاره غلی کړ.


خو په ارزګان ولایت کې د خصوصي راډيوګانو مسوولین او خبریالان د رسنیو پر وړاندې د طالبانو دغه ډول چلند زیات اندېښمن کړي دي.


په ارزګان ولایت کې د 'شمع' په نوم د یوې خصوي راډيو مسوول مدیر احسان الله ولسمل ازادي راډيو ته وویل: "کله چې طالبان سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي او هغه رسنۍ له دغه ډول ناوړه برخلیک سره مخامخېږي، نو موږ ویره لرو چې په ترینکوټ ښار کې به نورې رسنۍ هم د دوی له راتګ سره دغه ډول له منځه ولاړې شي، له طالبانو غوښتنه کوو چې سیمه ییزې او خصوصي راډيوګانې بې طرفه دي او باید دغه ډول چلند ورسره ونه کړي."


په ارزګان ولایت کې دا مهال دوه دولتي راډیوګانې، پنځه خصوصي راډيوګانې او دوه ټلوېزیونه چې یو خصوصي او بل دولتي دی او یوه هم اونیزه ده چې فعاله ده.


په ارزګان ولایت کې مېشت خبریالان او د رسینو مسوولین داسې مهال اندېښنه ښیې چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو سره دي او مرکز ترینکوټ هم طالبانو محاصره کړی دی.


په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی ادارې د معلوماتو پر اساس د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ۳۳ رسنۍ تړل شوي او په ځینو کې یې د طالبانو په خوښه نشرات کېږي.


په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د کمیت او کیفیت له اړخه د رسنیو وده بې ساري ګڼل کېږي، دغه موده کې افغان حکومت د بیان ازادي خپله لویه لاسته راوړنه یادوي او له طالبانو سره یې د سولې په مذاکراتو کې د دغې لاسته راوړنې پر خوندي کولو بیا، بیا ټینګار کړی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net