بایډن: لویه سایبري حمله په یوه رښتیني توده جګړه بدلېدلای شي
د امریکا ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی چې یوه لویه سایبري حمله په یوه رښتیني توده جګړه بدلېدلای شي.
ښاغلي بایډن پرون سې شنبې د امریکا د امنیتي ادارو چارواکو ته د وینا پر مهال د امریکا د ملي امنیت لپاره د روسیې او چین د ګواښونو یادونه وکړه.
ولسمشر بایډن د امریکا پر دولتي ادارو او خصوصي شرکتونو د سایبري حملو زیاتېدو ته چې امریکايي چارواکو یې پړه پر چین او روسیې اچولې ده اشاره وکړه او ویې ویل چې که توده جګړه ونښلي نو دا به یوه حقیقي جګړه وي چې علت به یې وروستۍ نفوذي سایبري حملې وي.
د بایډن د کار په لومړیو شپږو میاشتو کې د سایبري حملو له لړۍ وروسته هغه سایبري امنیت د خپلو اجراآتو لومړیتوب بللی دی.