خوست چارواکي: یوه کور کې یو شمېر وسلې، مهمات او ماینونه نیول شوي
د خوست د ملي امنیت منسوبینو تېره شپه د ګربزو ولسوالۍ د منګلو په کلي کې له یوه کوره یوه اندازه وسلې، مهمات، ماینونه او نور پوځي تجهیزات نیولي دي.
د ملي امنیت منسوبنیو نیول شوې وسلې، مهمات، ماینونه او نور پوځي تجهیزات د یاد ریاست په انګړ کې رسنیو ته وښودل.
نن چهارشنبه (د زمري په ۶مه) د خوست والي مهمند کټوازي ازادي راډیو ته وویل چې د یادو وسلو په تور یو کس هم نیول شوی چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګرویږنې روانې دي.
د ده په وینا په نیول شوېو وسلو او مهماتو کې ۴۰ ډوله بېلابېل پوځي تجهیزات شامل دي.
خوست والي وویل، د دوی کشفي او استخباراتي معلومات ښيې چې وسله وال مخالفین هڅه کوي، په خوست کې د قومونو او خلکو تر منځ اختلافات پیدا کړي او په واسطه يې دا ولایت نا امنه کړي.
خوست والي له خلکو وغوښتل چې د هر ډول ورانکارو عملونو په شنډولو او د پېښيدونکو مالي او ځاني زیانونو په مخنیوي کې دې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د خوست امنیتي ځواکونو یوه میاشت مخکې په ښار کې له ۴ ټنه چاودیدونکو توکو ډک موټر هم نیولي او شنډ کړي وو.