Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

امریکا یو شمېر هېوادونو ته د سفر په تړاو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی

0
د امریکا متحده ایالاتونو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز سي.ډي سي او بهرنیو چارو وزارت اسپانیې، پرتګال، قبرس او قرغزستان ته د سفر په تړاو خبرداری ورکړی دی.


د دې کار علت په یادو هېوادونو کې د کووېډ- ۱۹ د پېښو ډېروالی ښودل شوی.


سي ډي سي یا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز یادو هېوادونو ته د سفرونو د نه کولو په تړاو خپلې سپارښتنې په څلورمه کټګوري یا درجه کې راوستي. څومره چې د سفرونو د نه کولو کټګوري ډېریږي ورسره په سفرونو محدودیتونو هم زیاتیږي. هاخوا د بهرنیو چارو وزارت بیا په ټوله کې دغو څلورو هېوادونو ته د سفرونو د نه کولو سپارښتنه کړې ده.




ارمنستان بیا د هغو هېوادونو په لېست کې دی چې د سفري خبرتیاوو په درېیمه کټګوري کې دي.


د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز او د بهرنیو چارو وزارت ویلي، کوم مسافرین چې واکسین شوي نه دي یاد هېواد ته دې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.


د هنګري په تړاو هم امریکايي چارواکو په خلکو غږ کړی چې په خپلو سفرونو بیا کتنه وکړي او د اوکرایین په تړاو یې د پوره احتیاط سپارښتنه کړې ده.


په جون میاشت کې د متحده ایالاتونو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ۱۱۰ هېوادونو او سیمو ته د سفر په تړاو لګېدلي محدودویتونه کم کړل، خو په ګڼو هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پېښو په تېره بیا د ډېلټا بڼې خپراوي امریکایي چارواکي اړ ایستل چې یو وار بیا د سفرونو په تړاو خبرداری ورکړي.


امریکا متحده ایالاتونو داسې وخت یو شمېر هېوادونو ته د سفرونو په تړاو خبرتیاوې خپرې کړي چې ځینو ادارو لکه د زړو سرتیرو د چارو وزارت د روغتیا برخې کار کوونکو ته د واکسین د لګولو شرط اېښی دی. په دې سره به د یادې فدرالې ادارې ۱۱۵۰۰۰ روغتیاپالان دوه اوونۍ وخت ولري چې په بشپړه توګه واکسین شي. معلومه نه ده چې که ځینې کارکوونکي له دې کار انکار کوي برخلیک به یې څنګه کېږي.


امریکا متحده ایالتونه په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا د مثبتو قضیو او د مړینو د ډېرې کچې په حساب په اول سره کې دی.


په دغه هېواد کې د جانز هاپکېنز او نورو بنسټونو د رسمي شمېرو له مخې په کرونا د اخته خلکو شمېر له څلور دېرش نیم میلیونو کسانو اوښتی دی.


له دې ډلې نږدې شپږ لک او یوولس زره کسان مړه شوي. په دغه هېواد کې بیا له ۳۴‍‍‍۱ میلیونه ډېر د کرونا واکسینونه لګول شوي.


په دې سره د هغو کسانو فیصدي چې د واکسینو په شرایط برابر دي یعنې عمرونه یې له ۱۲ پورته دي ۵۶ فیصدو ته رسیږي.


په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا مثبتې پېښې بیا نږدې ۱۹۵ میلیونو ته رسیدلي چې له ډلې یې څلور میلیون او یو لک اته شپېته زره کسان مړه شوي.


سره له دې چې د کرونا نوې بڼې ډېلټا په ګڼو هېوادونو کې یو وار بیا ستونزې را ولاړې کړي خو د واکسینونو کچه هم ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده.


دم ګړۍ نږدې درې میلیارده او نهه سوه میلیونه ډوزه واکسینونه په خلکو تطبیق شوي دي.


که څه هم یو شمېر شتمنو هېوادونو د کرونا لږ تر لږه یو ډوز لګولی او ځینو یې بیا ان دوه ډوزونه هم بشپړ کړي خو د روغتیا نړیوال سازمان د اندېښنو له مخې د واکسینونو د غیر عادلانه ویش او تمویل په خاطر په ځینو بیوزلو هېوادونو کې د واکسین کړو شمېر شاوخوا یو فیصده ده.


د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو بډایه هېوادونو غوښتي چې بیوزلو هېوادونو ته دې هم د واکسینونو په رسولو کې مرسته وکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net