د سعودي د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر نن پاکستان ته سفر کوي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو پرون یو لنډ بیان ورکړی.
په بیان کې راغلي چې د شاه محمود قریشي په بلنه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود د جولای پر ۲۷مه له یوه لوړپوړي پلاوي سره اسلام اباد ته ورځي.
تمه ده شهزاده فیصل له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي او نورو پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې پر حالاتو غږېږي.