Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

ارزګان کې خبریالان: طالبان او حکومت غواړي چې په ګټه يې معلومات خپاره شي

0
له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو د وتلو د پیل سره سم دغه هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي د زیاتېدو او د طالبانو په لاس د ډېرو سیمو سقوط سره د ښکېلو لورو څخه پر افغان خبریالانو فشارونه زیات شوي دي.


د افغانستان په سویلي ولایت ارزګان کې یو شمېر سیمه ییز او نړیوال خبریالان وايي، د جګړې ښکېلې ډلې دې وروستیو کې په غیرمستقیم ډول د دوی په ګټه د راپور ورکولو غوښتنه کوي.


له دې ډلې دغه ولایت کې د کلید راډيو سیمه ییز خبریال احسان الله ولسمل ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو او افغان دولت له لوري ورڅخه په وار-وار په غیر مستقیم ډول غوښتنه شوې چې د دوی په ګټه راپور خپور کړي، خو ورسره یې نه ده منلې.


دوی وايي، دې چارې زیات اندېښمن کړی او له حکومت او طالبانو غواړي چې د دوی خوندیتوب ډاډمن کړي څو خلکو ته د بې پرې معلوماتو د ورکولو اجازه ورکړي.


ولسمل زیاته کړه: "کله چې زه یو امنیتي راپور لیکم تر ټولو لويه اندېښنه مې دا وي چې زه به له کومو غبرګونونو سره مخ شم؟ څو ځله راته طالبانو او افغان دولت ګواښونه کړي چې ولې دې داسې راپور جوړ کړی، خبریال زه یم راپور را ته دوی ښيي، دا زموږ لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی، زیات شمېر اساسي موضوعات مو له همدې امله پریښي، راپور ورکولی نه شم ځکه ویریږم چې ژوند به مې له خطر سره مخ شي."


په ارزګان ولایت کې د افغان خبریالانو د خونديتوب د کمېټې مشر نجیب الله لطیف هم په دې اړه اندېښینه لري وايي، نه یوازې خبریالان د فشار لاندې راغلي بلکې هغه سیمې چې د طالبانو تر  ولکې لاندې دي هلته رسنۍ په مکمل ډول تړل شوي دي.




نوموړی پر افغان حکومت او طالبانو غږ کوي چې د بیان پر ازادي او یا هم د خلکو پر غږ دې پښې نه ږدي.


لطیف زیاته کړه: "موږ پر نړیوالې ټولنې، وسله والو طالبانو، افغان حکومت او د خبریالانو پر ملاتړ بنسټونو غږ کوو چې د خبریالانو ملاتړ دې زیات شي، د رسنیو اقتصاد، معنوي او په ټولو برخو کې دې ملاتړ وشي، څو د بیان ازادي لا نوره هم پیاوړې شي."


دا په داسې حال کې ده چې د جولای په ۱۸مه نېټه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو یوې خبري غونډې ته وویل چې د وروستیو جګړو له امله او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ګڼې رسنۍ یا تړل شوي یا محدودې شوي او یا هم اړې شوي چې د طالبانو په غوښتنه خپرونې وکړي.


په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا د نی ادارې د معلوماتو پر اساس د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ۳۳ رسنۍ تړل شوي او ځینو کې د طالبانو په خوښه نشرات کېږي.


د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۵۰ ډېر خبریالانو د هغوی د خوندیتوب په موخه کابل ته راغوښتل شوي او په خبره یې څه باندې ۷۰ خبریالان د امنیتي ګواښونو له امله د لنډ مهال لپاره له افغانستانه بهر تللي دي.




ازادي راډیو وغوښتل څو په دې اړه د ارزګان ولایت د والي محمد عمر شېرزاد نظر هم واخلي، خو نوموړي پیغام ځواب نه کړ.


همداراز په سوېل کې د وسله والو طالبان ویاند قاري یوسف احمدي دا خبرې رد کړې او ویې ویل، دوی هېڅکله هم خبریالان نه دي تهدید کړي او دا پړه یې پر افغان دولت واچوله.


تازه د امریکا ۲۵ رسنیو د هغه هېواد جمهور رییس جو بایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څخه په یو لیک کې غوښتي چې افغانستان کې د امریکايي رسنیو افغان کارکوونکو ته د کډوالۍ د ویزو د ورکړې زمینه برابره کړي.


یو ازاد خبریال د ژورنالیستیکو اصول مطابق باید څه ډول یو راپور جوړ کړي؟


د دې پوښتنې په ځواب کې په سویل کې د ازادو رسینو د ملاتړ د ادارې یا نی د مشر عبدالسمیع غیرت مل وایي: "یو خبریال د ژورنالېزم د اصولو له مخې د کوم چا طرف نه نیسي، د ښکېلو کسانو نظریات اخلي، د عام ولس او مدني نهاد غږ راټولوي او پر وزن برابر راپور جوړوي او قضاوت خلکو ته پریږدي، دا د ژورنالیزوم اصول دي، خو په خواشینۍ دلته هم دولتي لوری او د مقابل لوري امید دا وي چې د دوی په ګټه دې راپور خپور شي."


په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د کمیت او کیفیت له اړخه د رسنیو وده بې ساري ګڼل کېږي.


په دغه موده کې افغان حکومت د بیان ازادي خپله لویه لاسته راوړنه یادوي او له طالبانو سره یې د سولې په مذاکراتو کې د دغې لاسته راوړنې پر خوندي کولو بیا-بیا ټېنګار کړی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net