Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

د روم غونډه: افغان جګړه پوځي حل لاره نه لري له سیاسي لارې دې پای ومومي

0
‏‎د امریکا د متحدو ایالاتو او اروپايي هېوادونو استازو غونډه چې پرون د جولای میاشتې پر ۲۳مه نېټه د اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناټو سازمان، ناروې او د انګلستان استازو په کې ګډون درلود، د ايټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شوې وه.


په دې غونډه کې د افغانستان د سولې د وروستۍ هڅو په اړه بحثونه شوي وو.


دې غونډه کې د ګډون کوونکو له خولې په خپره شوې اعلامیه کې یو ځل بیا ټيڼګار شوی چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او باید له سیاسي لارې پای ومومي.


‏‎د امریکا –اروپا په اعلامیه کې راغلي، دوی په افغانستان کې په لوړه کچه تاوتریخوالي او د بشري حقونو سرغړونو اندېښمن کړي دي.




‏‎په اعلامیه کې دغه شان، ګډنوالو د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ شوی او ویل شوي چې له هېڅ یو داسې حکومته به ملاتړ ونه کړي چې هغه د پوځي لارې جوړ شوی وي.


‏‎افغان حکومت بیا وایي، دوی هم د افغانستان د اوسني وضعیت حل یوازې سیاسي هوکړه کې ګوري، خو ټینګار کوي چې هېڅ لوری خپلې غوښتنې پر بل لوري نه شي تحمیلولی.


‏‎د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري په دې اړه د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي د مشر معصوم ستانکزي خبرو ته اشاره وکړه.


نوموړې وویل: "معصوم ستانکزي ټینګار وکړ چې هېڅ لوری دې باید په دې فکر کې نه وي چې خپلې غوښتنې په بل لوري تحمیل کړي او زیاته یې کړه چې د افغانانو درد او رنځ چې د جګړې په ترڅ کې یې ویني، لېرې کول یې د ټولو مسولیت دی او نړیوال باید د دې حالاتو یوازې کتونکي ونه اوسي او هغه کسان چې د جګړې پر دوام ټینګار او ملاتړ یې کوي باید مسوول وګڼل شي."




‏‎په اعلامیه د ګډونوالو هېوادونو او نړیوالو سازمانو استازو د افغانانو په مشرۍ د سولې د ټول شموله بهیر پر مدیریت، په حکومت کې د ښځو د معنی لرونکې ونډې او په عادلانه او دومداره سیاسي جوړجاړي ټینګار شوی دی.


‏‎د امریکا - اروپا اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: "موږ پر ټولو خواوو غږ کوو چې تاوتریخوالی کم کړي او نړیوال بشردوستانه قانون پربنسټ دې د دوی خوندیتوب ته پام وکړي، موږ پر طالبانو غږ کوو چې خپل پوځي بریدونه پای ته ورسوي او پر خپلو جنګیالیو غږ وکړي چې د سولې په پروسه کې په معنی لرونکي ډول دخیل شي. موږ اوربند ته د رسېدو پر اړتیا ټینګار کوو چې د خبرو اترو بریا ډاډمنه کړو او موږ د افغان امنیتي ځواکونو قربانۍ منو."


‏‎خو طالبان بیا وایي چې د دوی او امریکا ترمنځ د دوحې تړون پر بنسټ، اوربند به هغه مهال کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سیاسي توافق وشي.


‏‎په قطر کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، امریکا له دوی سره په هوکړه کې کړې ژمنې چې افغان حکومت هم منلي او د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون یو شمېر نورو سازمانونو او هېوادونو تایید کړي، لا نه دي عملي کړي.




نعیم زیاته کړه: "د باور فضا به هغه مهال رامنځته شي چې په شوېو ژمنو عمل وشي، په توافقنامه کې په دې ژمنه شوې وه چې که بین الافغاني مذاکرات پیل شي زموږ ټول بندیان به ازادېږي، بله موضوع د تور نوملړه زموږ د مشرانو د نومونو اېستل وه چې هغه هم نه دي شوي."


‏‎د امریکا _اروپا کنفرانس کې ګډونوالو له لوري خپره شوې اعلامیه کې چې پنځې مادې لري پنځه مهم او اساسي عناصر هم ذکر شوي:



ټوله شموله حکومتوالي.
د بشري حقونو ملاتړ.
له ترورېزم سره مبارزه، دا ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ تر لاسه کول چې افغانستان بیا د ترهګرو لپاره د خوندي ځای په توګه نه کارول کېږي.
او د نړیوال بشر دوستانه قانون په ګډون د نړیوال قانون پیروي.


‏‎دا هغه مسایل دي چې تېره شپه د افغان جمهور رییس محمد اشرف غني او د امریکا د جمهور رییس جوبای‌‌‌‌‌‌ډن تر منځ پرې ټیلیفوني خبرې هم شوي.


‏‎له ارګه په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ټیلیفوني مکالمه کې د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د دوام په اړه خبرې کړي او جمهور رییس جوبایډن له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپل هېواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړل دی.




‏‎په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني او بایډن د سولې او امنیت د ټینګښت او تلپاتې مشارکت لپاره د افغانانو پر ګډو هڅو، له افغان دولت سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي مرستو پر دوام، امنیتي او دفاعي ځواکونو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو پر ساتنې هم خبرې کړي دي.


‏‎نړیوال په داسې حال کې د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندوي او د تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې کله چې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی، په افغانستان کې جګړې تیزې شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net