د هند مهاراشترا ایالت کې ځمکې ښویېدنې او سېلابونو ۱۱۳ کسان مړه کړل
د مهاراشترا د حکومت یوې ویاندې ساندیا ګرواري نن رسنیو ته ویلي چې ۵۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د هغې په خبره ژغورونکي ټیمونه په دې توانېدلي چې له شااوخوا ۹۰۰ زیانمنو شویو کلیو نه یو لک او ۳۰ زره کسان وژغوري او خوندي ځایونو تهیې بوځي.
مهاراشترا ایالت د هند یو مهم اقتصادي مرکز هم ګڼل کېږي.
معمولاً د کال همدې میاشتو جولای یا تر هغه مخکې جون کې د هند موسمي اورښتونه یا مونسن فصل پیلېږي چې پهکې پخوا هم ګڼې ځمکې او کورونه لاندې شوي او خلکو ته پهکې درنه مرګژوبله اوښتې.
