Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

د افغان دولت 'یو بل لوړ رتبه هیئت' د سولې مذاکرو لپاره دوحې ته ځي

0
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جګړو شدت د سولې هیلې یو څه مړاوې کړي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي د سولې د مذاکرو هڅې ټکنۍ شوې نه‌دي.


د دغه وزارت یوه سلاکار په نږدې راتلونکي کې په دوحه کې د افغان دولت د یوه بل لوړ رتبه هیئت او د طالبانو د مذاکره کوونکو ترمنځ د سولې خبرو د دوام خبر ورکړ.


عزیزالله فضلي پرون دوشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۹» له ازادي راډیو سره په خبرو کې دقیقاً ونه‌ویل چې دغه دوهم هیئت به کله دوحې ته ځي او څوک به‌یې غړي وي، خو زیاتوي چې د خبرو په دغه پړاو کې به پر ځینو ټکو موافقه وشي.


ښاغلی فضلي وايي: "ډېر ژر به د دوهمې ناستې لپاره تر دې هم په لوړه سطحه یو بل پلاوی تیارېږي چې خبرو ته ادامه ورکړي، ځکه د افغانستان دا اوسنی جنګ او مشکل له خبرو اترو او تفاهم پرته نه‌حلېږي. جنګ د حل‌لار نه‌ده، هیله به مو دا وي چې په دوهم مجلس کې ملګري ملتونه او نور اسلامي هېوادونه په دې برخه کې همکاري وکړي چې اوسنۍ ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي."




د سولې په خبرو کې له ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو د همکارۍ غوښتنه داسې وخت کېږي چې د دولت مذاکراتي هیئت تېره شنبه او یکشنبه په قطر کې د طالبانو له مذاکراتي ډلې سره خبرې وکړې، خو پر اورکم یا اوربند کومه موافقه ونه‌شوه.


دغه وزارت وايي، بیا هم هڅه کوي چې په دغو مذاکرو کې د اوربند د ټینګښت پر امکان جدي بحث وشي.


د افغان پلاوي مشري د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او د طالبانو استازیتوب د دې ډلې مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوله.


د دوی دغه دوه ورځنۍ خبرو کې چې د قطر په همکارۍ تنظیم شوې وې، دواړو لورو په ګډه اعلامیه کې د دغو مذاکرو د چټکتیا غوښتنه وکړه.


که څه هم د افغان دولت مذاکراتي هیئت له میاشتو میاشتو راهیسې په قطر کې دی، خو د طالبانو له هیئت سره‌یې خبرې ټکنۍ روانې دي، ورسره په افغانستان کې د جګړو شدت زیات شوی دی.


هاخوا په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم د چین له نړیوالې ټلوېزیوني شبکې (CGTN) سره په خپله تازه مرکه کې چې پرون خپره شوه، له طالبانو د اوربند او سیاسي جوړجاړي غوښتنه وکړه.




ښاغلي قایم وویل: "لومړنی شی چې [طالبان] یې سم دلاسه کولای شي د خلکو په خاطر اوربند ته غاړه ایښوول دي. هغسې چې مو مخکې ويلي په اوږد مهال کې دوی کولای شي په هېواد کې یو سیاسي ځواک وي چې هېڅوک‌یې مخه نه‌نیسي. دغه د ډیموکراسۍ ښایست دی. موږ غواړو دوی په پرمختیا کې برخه ولري. دوی ادعا کوي چې اسلامي حکومت او اسلامي نظام غواړي، خو ستونزه دا ده چې موږ له وړاندې اسلامي حکومت او اسلامي هېواد یو. کله چې له دوی پوښتنه وشي څه ډول اسلامي حکومت غواړي؟ دوی ځواب نه ورته لري. ځکه دوی نه‌پوهېږي څه غواړي."


د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون ازادي راډیو ته وویل، کله چې په افغانستان کې د جنګ علت له‌منځه لاړ شي، جګړه په خپله ختمېږي.


په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون په یوه انلاین غونډه کې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم په‌کې و ویلي، د طالبانو له بیانونو داسې ښکاري چې دغه ډله سیاسي جوجاړي ته تیاره ده.




ځینو سازمانونو له دې جملې د سولې ولسي حرکت له دولت او طالبانو غوښتنه کړې چې صادقانه مذاکرې وکړي چې په واقعي ډول د سولې د توافق سبب شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net