Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې ښکېل لوري دې تاوتریخوالی ژر پای ته ورسوي

0
د افغانستان د سولې خبرې او د نړیوالو له لوري د اوربند پر ټینګښت او تاوتریخوالي پر پای ټینګار!


‎د امریکا متحده ایالاتو حکومت یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.


‎د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس پرون سې شنبې ورځې «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۹» ناوخته په خپله یوه خبري غونډه کې وویل: "نو په دې توګه د نړیوالې ټولنې د پاتې غړو ترڅنګ، موږ هم د سیاسي جوړجاړي او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنونکي یو. موږ دا کار ځکه کوو چې ولسي افغانان‌يې قرباني ورکوي. دا ناورین ۲۰ کاله نه‌کېږي، بلکې ۴۰ کاله کېږي چې د افغانستان خلک تر ډېره حده د هغه خوندیتوب او امنیت څخه بې‌برخې دي چې دوی یې مستحق دي او دا هغه څه دي چې موږ ټول‌یې په افغانستان کې د رامنځته کولو لپاره ګډه هڅه کوو."




‎ښاغلي پرایس د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ په دوحه کې د تېرې شنبې او یکشنبې د ورځې ناسته مثبت ګام بولي، خو ټینګار کوي چې د دې شان خبرو ترڅنګ د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره باید ‌‌‌‌‌‌ډېر نور څه هم په عمل کې پلي شي او باید دواړه خواوې ‌‌‌‌‌‌ډېر نور ګامونه هم ژر پورته کړي.


‎خو نوموړي په کابل کې د اختر په لومړۍ ورځ د توغندیو حمله وغندله.


‎په کابل کې د امریکا سفارت هم د اوربند غوښتنه کړې ده.


‎د دغه سفارت په رسمي ټویټرپاڼه لیکل شوي: "افغانانو په تېرو ۲۰ کلونو کې لاسته راوړنې درلودې او غواړي چې د پرمختګ، بشري حقونو او بیان ازادۍ په برخو کې د دوی لاسته راوړنو ته دوام ورکړي. موږ غواړو تأکید وکړو چې په تېرو کلونو کې شوي پرمختګونه یوازې هغه وخت دوام کولای شي چې ټولې خواوې په ګډه کار وکړي."


‎هڅه مو وکړه په دې اړه د افغان حکومت نظر هم ولرو، خو ویاندویانو يې زموږ بار بار اړیکه ځواب نه‌کړه.


خو تېره ورځ افغان ولسمشر د اختر له لمانځه وروسته په خپل پیغام کې طالبان تورن کړل چې د سولې اراده نه‌لري.




ښاغلي غني وویل، دا خبرې ورته د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله کړې دي.


ښاغلی عبدالله تازه په دوحه کې له طالبانو سره په لوړه کچه له دوه ورځنیو خبرو راګرځېدلی دی.


افغان ولسمشر وویل دا چې طالبان د سولې اراده نه‌لري، نو افغان حکومت هم باید خپل تصمیم ونیسي.


‎خو‎ په قطر کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د اوربند موضوع د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې په هوکړه کې واضح شوې ده.


ښاغلی نعیم زیاتوي: "کابل ادارې هم منلې چې د مذاکراتو د مخته وړلو لپاره د دوحې هوکړه اصل وي، نو په دې توافقنامه کې د اوربند په اړه خبره راغلي او په‌کې راغلي چې هغه مهال به بشپړ اوربند پلی کېږي چې کله یو سیاسي تفاهم رامنځته شي، کله چې نوی اسلامي حکومت رامنځته شي بیا به اوربند کېږي."




‎متحده ایالات په داسې وخت کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای او اوربند غوښتنه کوي چې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې را پدېخوا له کله چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی د دې هېواد په ډېری ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو زور اخیستی چې د جګړې د دواړو اړخونو ترڅنګ په‌کې ګڼو ملکي وګړو ته هم مالي او ځاني زیات رسېدلی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net