Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

د دوحې غونډه؛ ملي ارمان: داسې ښکاري چې طالب هېڅ انعطاف نه دی ښکاره کړی

0
له کابله چاپېدونکو نږدې ټولو ورځپاڼو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولتي د لوړپوړي پلاوي او طالب پلاوي ترمنځ د سولې په مذاکراتو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.



هشت صبح


هشت صبح لیکلي چې دواړو پلاوو تېره ورځ د پردې تر شا ناسته درلوده چې تر ناوخته یې دوام وکړ او نن به بیا هم دواړه خواوې، ناسته ولري او د ناستې په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم صادره کړي.


په سرمقاله کې راغلي، د دواړو پلاویو د بحث اصلي ټکي د مؤقت حکومت د تشکیل د شرایطو پر څرنګوالي، د ملګرو ملتونو او قطر پر منځګړیتوب اوربند راڅرخېدل.


د لیکوال د معلوماتو له مخې طالب پلاوي په دې مواردو د هوکړې لپاره، د خپلو ۷ زره طالب زندانیانو په خلاصون، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تور نوملړه د دوی مشرانو نومونو په لغوه کېدو ټینګار کاوه.


هشت صبح لیکلي:


د تېرې ورځې تر وروستیو معلومه نه شوه چې په دې ناسته کې څه پرمختګونه شوي؟ خو تمه کېږي چې دواړه لوري به د نن ورځې په ناسته کې یوې هوکړې ته ورسېږي.


لیکوال ټینګار کوي چې افغانان له جګړې ستړي شوي، دغې جګړې په تېر کې میلیونونه او په دوه نیمو وروستیو میاشتو کې سلګونه زره افغانان له خپلو مېنو بې ځایه کړي دي.


د سرمقالې په پای کې راغلي، په افغانستان کې ژوند ته د امید کچه ټیټه ده، زیاتره افغانان په دې فکر دي چې څه ډول له هېواده پښې سپکې کړي، په هېواد کې د پانګونې فرصت له لاسه تللی، نو دم ګړۍ د سولې رامنځته شوی فرصت باید له لاسه ونه وځي.



ویسا


ویسا ورځپاڼې لیکلي، د جوبایډن له اعلان وروسته چې له افغانستانه یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، په قطر کې تېره ورځ د افغان دولت او طالب پلاوو ترمنخ دویمه مخامخ ناسته وه چې وشوه، له دې وړاندې د افغان سیاستوالو او طالب پلاوو لومړنۍ ناسته په تهران کې شوې وه.


لیکوال د دوحې د سولې په پخوانیو ‍بین الافغاني مذاکراتو نیوکه کوي او وايي چې د افغان ملت تمه دا وه چې په دغو خبرو کې به ښه پرمختګ وشي او افغان وژنه به پای ته ورسوي، خو د لیکوال په اند څه ډول چې له دې خبرو تمه وه هسې مخې ته ولاړې نه.


د لیکوال د معلوماتو له مخې د طالبانو په لیکو  کې او هم په افغان حکومت کې دننه ځینې کړۍ شته، چې نه غواړي، د سولې خبرې مثبتې پایلې ته ورسیږي.


د سرمقالې په پای کې راغلي، ترهغې چې د افغان دولت او د طالبانو پلاوي دې ته په تمه وي چې امریکا به دوی ته سوله راولي، نو دا ډول سوله ناممکنه ده، دوی باید خپله لاس په کار شي او په اخلاص د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسوي.



ملي ارمان


ملي ارمان ورځپاڼې د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د تېرې ورځې څرګندونو ته په اشارې سره لیکي چې قطر کې له طالب پلاوي سره په مخامخ خبرو کې ویلي و، هېڅ ډله د جګړې له لارې بشپړه بریا ته نه شي رسېدلای.


په سرمقاله کې د طالب پلاوي مشر ملا عبدالغني  برادر خبرې هم راخیستل شوي چې ویلي و په افغانستان کې د یو پیاوړي مرکزي او اسلامي دولت په راتګ سره سوله امکان لري.


د سرمقالې د لیکوال په اند دا چې طالب مرکزي پیاوړی حکومت غواړي، نو اشاره یې اسلامي امارات راتګ ته وه، د لیکوال په باور داسې ښکاري چې طالب هېڅ انعطاف نه دی ښکاره کړی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net