د کرکټ نړیوالې شورا د لوبډلو ډلبندي اعلان کړه
د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکي شل اوورېزه نړیوال جام لپاره د لوبډلو ډلبندي اعلان کړه چې افغانستان به په (ب)ګروپ کې له پاکستان، نیوزیلنډ او هند سره ولوبېږي.
د کرکټ نړیوالې شورا د خبر له مخې په (A) ګروپ کې به انګلستان، اسټرالیا، سویلي افریقا او ویسټ انډسیز او په (B) ګروپ کې هندوستان، پاکستان، نیوزیلنډ او افغانستان ولوبېږي.
د کرکټ د نړیوالې شورا د خبر له مخې، د کرکټ شل اوورېزه نړیوال جام سیالۍ به د روانمیلادي کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷ مې نېتې پيل او د نوومبر تر مې۱۴به دوام وکړي.
دغه لوبې به د متحده عربي اماراتو په دُبۍ، ابوظبي او شارجې ښارونو کې ترسره شي.
ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۰میلادي کال د کرکټ شل اوورېزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شي، خو د کرونا ویروس له امله وځنډول شو او اوس دغه لوبې د یاد هېواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.