د بلخ چارواکي: د مزارشریف-سمنګان لار له طالبانو تصفیه شوه
د بلخ امنیه قومانداني وايي، د مزارشریف- سمنګان ترمنځ لار له وسله والو طالبانو تصفیه شوه.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند، عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل، د لارې د تصفیې لپاره پوځي عملیات نن پیل شول: "نن سهار د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو تصفیوي عملیاتو کې د سمنګان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په همغږۍ دغه ساحې تصفیه شوې."
ښاغلي عادل وویل چې په دغو پوځي عملیاتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې.
طالبانو پر دغې لار پرون تر حملې وروسته ولکه ټینګه کړې وه.
د مزار شریف- سمنګان لویه لار په شمال کې له عمده ټرانزیتي لارو ګڼل کېږي چې بلخ ولایت له کابل سره نښلوي.