د افغان سفير د لور تښتونې پلټني کوو: پاکستان
پاکستان وايي، د سفارتونو، سفارتکارو او د هغوی د کورنیو خوندیتوب ورته مهم دی او د افغان سفیر د لور د تښتول کېدو تر شا لاس لرونکي کسان به زر د قانوني کارروایۍ سره مخ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د ورارت لخوا د جولای پر ۱۷مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، د جولای پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا ورته خبر ورکړل شو چې د افغان سفیر لور په داسې حال کې تښتول شوې چې په کرايي ګاډي کې یې سفر کولو.
په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله ویل شوي، د دې خبر د ترلاسه کولو وروسته د اسلام اباد پولیسو فورا د لټون عملیات پیل کړل. خبرپاڼه لیکي، د بهرنیو چارو وزارت او ټول متعلقه امنیتي چارواکي په دې لړ کې د افغان سفیر او د هغه د کورنۍ سره په تماس کې دي او خپله ټوله همکاري ورسره کوي.
د خبرپاڼې په وینا، په داسې حال کې چې د افغان سفیر او د هغه د کورنۍ امنیت ټینګ کړل شوی، امنیتي ادارې هڅه کوي چې د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، یو وارې بیا وایي چې د سفارتکارو، د هغوی د کورنیو او د سفارتونو ساتنه خورا مهم مسولیت دی او دا ډول پېښې به ونه زغمل شي.
په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې د افغان سفیر لور بیرته موندل شوې خو په افغانستان کې د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۱۷مه نېټه وویل، په پاکستان کې د افغانستان د سفیر لور چې اختطاف شوې او شکنجه شوې ده، بېرته خوشې کړای شوه.
دغه وزارت د جولای په ۱۷مه، په یوه اعلامیه کې وویل، د نجیب الله علیخېل لور سلسله علیخېل پرون د جولای پر ۱۶مه په اسلام اباد کې کور ته د ستنېدو پر مهال وتښتول شوه او د اختطاف پر مهال شکنجه شوې ده.
اعلامیه وايي، د سفیر لور سلسله له اختطافچیانو تر خوشې کېدو وروسته اوس په روغتون کې بستر ده. وزارت په پاکستان کې د افغان ډیپلوماتانو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه ښوولې ده.
د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتنه کړې چې د دې پېښې عاملین دې وپېژني او مجازات دې یې کړي.
په پاکستان کې ګڼو سیاستوالو او د بشري حقونو فعالینو د افغان سفیر د لور د تښتولو پېښه غندلې ده. د پاکستان پیپلز ګوند غړې او سناتوره شيري رحمان وايي، د سفارتکارو او د هغوی د کورنیو خوندیتوب د حکومت مسولیت وي او د افغان سفیر د لور سره دا ډول پېښه مخې ته راتلل د خواشینۍ او افسوس مقام دی. هغه لیکي، دا په پاکستان او د دغه هیواد پر اقدارو برید دی، هیله لرم چې د کورنیو چارو وزارت به په فوري ډول د داسې پېښو د مخ نیوي لپاره اقدامات وکړي.