ملګري ملتونه: د طالبانو بریدونو د اغېزو ځواب لپاره ۸۵۰ ملیون ډالرو ته اړتیا ده
دا خبره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مسؤل او د ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وکړه.
هغه وویل د کال په پیل کې د یو میلیارد او ۳۰۰ ملیونه مرستو غوښتنه شوې وه چې تر دې دمه ۴۵۰ ملیونه ټولې شوي او پاتې نورې هم باید ټولې شي.
اکبروف وویل افغانستان کې دمګړۍ هر څه ننګوونکي دي چې 'کووېډ-۱۹' وبا دا چاره لا پسې سخته کړې ده.
