د کاپیسا والي مرستیال له وسلهوالو طالبانو سره جګړه کې وژل شوی
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل، د والي مالي او اداري مرستیال عزیزالرحمن تواب په نجراب ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
ښاغلي شورش زیاته کړه چې د والي مرستیال د امنیتي ځواکونو د کتنې لپاره د نخراب ولسوالۍ دره افغانیه سیمې ته تللی و.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.
د ازادي راډیو خبریال وايي، په دره افغانیه کې له تېرې شپې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
