Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

د افغانستان بشر حقونو کمېسیون افغان پوځ او طالبان د بشري حقونو په نقض تورن کړل

0
د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، طالبانو او افغان ځواکونو د جګړې پر مهال د بشري حقونو قوانین نقض کړي.


دغه کمېسیون د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۴» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د چنګاښ یا سرطان میاشتې په لومړیو ۱۵ ورځو کې ۱۹۱ ملکي کسان وژل شوي او ۱،۰۵۹ نور ټپیان دي.


په دې اړه د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په یوه تازه خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په وژل شویو کې ۱۴۸ نارینه، ۱۴ مېرمنې او ۲۹ ماشومان دي.


په راپور کې راغلي، هغه سیمې چې د طالبانو تر واک لاندې دي، د بشر حقونو ټول موارد په‌کې تر پښو لاندې شوي. دغه‌شان د جګړې ښکېلې خواوې په دې تورن شوي چې د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره‌یې هېڅ ډول تدابیر په پام کې نه‌دي نیولي.




په دې راپور کې همدا شان ویل شوي، هغه سیمې چې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوستي هلته په مېرمنو د ټولو نړیوالو اصولو خلاف محدویتونه وضع شوي دي.


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په خپور شوي راپور کې فاریاب، کندز او بدخشان هغه ولایتونه ښودل شوي چې د طالبانو له لوري په‌کې ځیني محدویتونه لګول شوي.


له محرم پرته له کوره د مېرمنو وتل، له تعلیمي او روغتیايي اسانتیاوو څخه د خلکو محرومیت او ځیني نور هغه محدودیتونه دي چې په دې راپور کې ورته اشاره شوې ده.


د دې کمېسیون ویاند شکرالله مشکور په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "سره له دې چې موږ د طالبانو له لوري نیول شویو سیمو ته لاسرسی نه‌لرو، خو د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون موندنې ښیي چې طالبانو په خپلو سیمو کې ځیني محدودیتونه وضع کړي دي چې د ولس لپاره د اندېښنې وړ دي."


د دې کمېسیون په خپور شوي راپور کې راغلي، د روانې لمریزې میاشتې په لومړیو ۱۵ ورځو کې ۷۸ زره ۹۱۱ کورنۍ د جګړې له امله بې‌ځایه شوي.




په ورته وخت کې، د بشر حقونو نړیوال کمېسیون د مېرمنو برخې مشره هیدر بار بیا په افغانستان کې د بشر حقونو وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی او ویلي دي چې په دې وضعیت کې ډېری قربانیانې مېرمنې دي.


اغلې بار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل : "دا راپور د افغان حکومت او طالبانو له لوري د تاوتریخوالي، جنګي جرمونو، هدفي وژنو، د ملکي اهدافو په نښه کولو او همداراز د عامه تأسیساتو په ویجاړولو متمرکز دی، زموږ له نظره یاد شوي ټول موارد د نړیوالو جنګي قوانینو سره په ټکر کې دي، د اندېښنې وړ بله موضوع دا ده، هغه سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او یا هم نیسي، دوی په‌کې د خپلې پخوانۍ دورې په څېر ځیني محدویتونه وضع کوي."


اغلې بار له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې او وايي چې افغانان د سولې غوښتونکي دي.


که څه هم افغان حکومت په دې اړه د ازادي راډیو اړیکې ځواب نه‌کړې، خو له دې وړاندې یې بار بار طالبان د ملکي تلفاتو د زیاتېدو عاملین بللي دي.




خو طالبانو دغه راپور یو اړخیز بللی. د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون خپور شوی راپور یو اړخیز دی او دغه ډله د ملکي تلفاتو د خوندیتوب لپاره جدي هڅه کوي.


ښاغلي مجاهد د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د محدویتونو خبره هم رد کړه او وايي چې یوازې د کندز ولایت د باغ شرکت په سیمه کې شااوخوا ۱۵۰ کورنیو ته د سیمې د پرېښودو امر شوی دی.


ښاغلی مجاهد وايي، دا کورنۍ د دې لپاره د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې چې د دې کورنیو په ګاونډ کې پوځي پوستې وې.


دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره طالبانو د مې میاشتې له لومړۍ نېټې خپل بریدونه زیات کړي چې په پایله کې یې ګن شمېر ولسوالۍ هم د هېواد بېلابېلو سیمو کې نیولي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net