نایجر کې د یوې وسلهوالې شخړې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴۹ کسان ووژل شول
چارواکي وايي، دغه وسلهواله شخړه د مالي پولې ته څېرمه شوې ده.
د نایجر دفاع وزارت پرون یکشنبه وویل، په وسلو سمبالو شااوخوا ۱۰۰ ترورېستانو چې پر موټرسایکلونو سپاره وو، ماسپښین پر چوما بانګو کلي حمله وکړه.
وزارت وايي دفاعي او امنیتي ځواکونو په چټک اقدام سره وتوانېد حمله شنډه او دښمن ته درنه مرګژوبله واړوي.
چوما بانګو په تیلابیري سیمه کې هغه کلی دی چې د مالي سرحد ته څېرمه پروت دی او وخت ناوخت افراطي وسلهوالو ډلو ورباندې حملې کړې دي.
