Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

کابل کې د هوايي مدافعې نوی لګول شوی سیستم فعال شو

0
د افغانستان دفاع وزارت نن سهار وختي نږدې دوه بجې د کابل په حامد کرزي هوايي ډګر کې د هوايي مدافعې نوی لګول شوی سیستم فعال کړ.


دا د راکټونو او توغندیو د شنډولو لپاره ثابت شوی ګټور سیسټم دی او ځکه فعالېږي چې پر جګړه‌ییزو احضاراتو مثبت اغېز ولري.


د امنیتي او دفاعي سکټور ویاند جنرال اجمل عمر شینواری د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۰» له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا سیستم یو پرمختللی او مهمه وسله بولي او وايي، دا سیستم د بهرنیو همکارانو له‌خوا افغان حکومت ته ورکړل شوی، د راکټونو او توغندیو د شنډولو لپاره ثابت شوی ګټور سیستم دی او ځکه فعالېږي چې پر جګړه‌ییزو احضاراتو مثبت اغېز ولري.


ښاغلی شینواری زیاتوي: "دا سیستم موږ ته د بهرنیو همکارانو له‌خوا راکړل شوی دی. دا یو لوی ویاړ او د امنیتي او دفاعي سکټور لپاره ډېر مهم تجهیزات دي. اوس‌مهال مو هم بهرني همکاران له موږ سره په دې برخه کې همکاري کوي، څو موږ د دې وسلې څخه د ګټې اخیستو وړتیا ترلاسه کړو."




ښاغلي شینواري په دې اړه نور ډېر جزئیات د نظامي اسرارو په توګه یاد کړل.


تېره شپه د ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د دې وسلې په اړه ولیکل چې دا د توغندیو او میزائیلو د دفعې لپاره په نړۍ کې د تجربې پر بنسټ، خورا ګټور ثابت شوی سیستم دی.


په خبرپاڼه کې زیاته شوې، امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې د دفاع لپاره چمتو دي او دا سیستم د همدې موخې لپاره دی چې پر جګړه‌ییزو احضاراتو به مثبت اغېز ولري.


د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر کې د هوايي مدافعې دا سیستم داسې مهال فعالېږي چې ترکیې هم اعلان کړی چې د دې هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسؤلیت پر غاړه اخلي.


ترکي رسنیو د دې هېواد د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان له قوله لیکلي، له ناټو او امریکا سره خبرو کې دې پایلې ته رسېدلي چې دوی به د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت مسؤلیت اخلي او په ښه ډول به دا چارې مخ ته وړي.




راپورونه دا هم وايي چې ترکیه به د دې مسؤلیت د مخ وړلو لپاره افغانستان ته ډرون الوتکې، دفاعي تجهیزات او نور سرتېري هم استوي، خو ترکیې وړاندې ویلي و چې د نورو سرتېرو د استولو اړتیا نه‌لیدل کېږي.


ترکیې د دې هوايي ډګر د امنیتي مسؤلیت د منلو چاره مشروطه کړې او له ناټو او امریکا یې په لوجیستیکي او مالي برخه کې د مرستو غوښتنه کړې ده.


خو ښکاري چې ناټو او امریکا دواړو سره په دې برخه کې هوکړه شوې ده.


له دې وړاندې د ترکیې جمهور رئیس په دې برخه کې له پاکستان سره هم د همکارۍ خبره کړې وه، خو په افغانستان کې یې دې غوښتنې تند غبرګونونه راپورته کړي و.


افغان حکومت د ترکیې له‌خوا د کابل حامد کرزي د هوايي ډګر د امنیت ساتلو هرکلی کړی، خو دا یې هم ویلي چې افغان ځواکونه چمتو دي چې د خپلو خلکو او خاورې ساتنه وکړي.


خو طالبانو بیا لا له وړاندې له دې کار سره مخالفت ښودلی دی.


طالبانو ویلي، د دوحې د هوکړې پر بنسټ، هېڅ یو بهرنی عسکر باید افغانستان کې پاتې نه‌شي او که چېرې پاتې شي د بدو پایلو مسؤلیت به‌یې په خپله غاړه وي.




دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او نږدې هره ورځ څو ولسوالۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس کېږي.


دغه تاوتریخوالی او جګړې د مې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره زیات شوی دی.


ټاکل شوې چې له دغه هېواده د بهرنیو عکسرو د وتلو پیل شوی بهیر د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې بشپړ شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net