راشد خان: د افغانستان د کرکټ ښه والي لپاره پوره هڅه کوم
د کرکټ د شل اوورېزه سیالیو نوی لوبډلمشر راشد خان ژمنه کړې چې د افغانستان د کرکټ د ښه والي لپاره به پوره هڅې وکړي.
راشد خان نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۶مه) په فیسبوک پاڼه کې د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه کړې چې دا باور یې پرې کړی.
نوموړي ډاډ ورکړی چې دا مسوولیت به په ښه توګه ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ د پنځوس اوورېزه او پنځه ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په فیسبوک پاڼه کې راشد خان ته د شل اوورېزو لوبو د ملي لوبډلې د کپتان او نجيب الله ځډراڼ ته د مرستيال کپتان په توګه مبارکى ويلي.
نوموړي لیکلي: "باور لرم چې د دوى په رهبرۍ سره به د شل اوورېزو لوبو په برخه کې لویې لاسته راړونې او مثبت بدلونونه راشي."
راشد خان پرون د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د شل اوورېزه لوبو لپاره د ملي لوبډلې لوبډلمشر او نجیب ځدراڼ یې مرستیال وټاکل شو.