د اروپا فوټبال؛ نن شپه ایټالیا او هسپانیا سره لوبېږي
د اروپا کپ د فوټبال سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه کې نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) شپه ایټالیا او هسپانیا سره لوبه کوي.
د دوی لوبه د لندن په وېمبلې سټډیوم کې ترسره کېږي.
د لوبې ګټونکی ټیم به راتلونکې یکشنبه د اروپا کپ پایلوبې ته وځي.
ایټالیا نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره په کوارټرفاینل کې بلجیم مات کړی و او هسپانیې هم له سویس ګټلې وه.
بله نیمه پایلوبه بیا چهارشنبه ده چې د انګلستان او ډنمارک تر منځ کېږي.
د اروپا کپ د فوټبال سږنۍ سیالۍ د جون له ۱۱ پیل شوې او تمه ده د جولای په یوولسمه پای ته ورسیږي.
د اروپا کپ د تېر کال اتل پرتګال، د درېیو جامونو اتل جرمني او د دوو دورو اتل فرانسه چې د اتلولۍ دعوه داران وو سږ کال ان تر کوارټرفاینل هم ونه رسېدل.