د پاکستان پوځ: کوټه کې ۵ وسله وال کسان وژل شوي
د ترهګرۍ ضد پوځیانو په یوه بیان کې ویلي، عسکرو بېګا د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار په هزارګنجي کې د وسله والو کسانو په یوه پټنځای برید وکړ.
د بیان له مخې په برید کې په پوځیانو هم ډزې شوي، خو په ځوابي ډزو کې پنځه بریدګر وژل شوي او دوه نور یې له سیمې تښتیدلي دي.
پاکستاني پوځیانو ادعا کړې چې ګڼ شمېر وسله یې هم د بریدګرو له ځایه پیدا کړې ده.
په کوټه کې تر دې مخکې هم وخت ناوخته د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو تر منځ چې تُندلارې مذهبي ډلې یې تر شا بلل کېږي جګړې شوي دي.
